افغانستان

ننګرهار: نامعلومو وسله والو يو تن ديني عالم وژلی

نن ټکی اسیا (جمعه ۱۳غويی، ۱۳۹۸ل): په ننګرهار ولايت کې د هدفي وژنو په دوام نن يو ځل بيا ددې ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې يو تن ديني عالم د نامعلومو وسله والو له لوري وژل شوی دی.

قاري محمد حنيف محمدي چې د جلال اباد ښار د يو جومات امام او نجم القرآن مدرسې بنسټګر او مدرس و، نن مازديګر مهال د بهسودو ولسوالۍ په نجم الدين اخندازده سيمه کې د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوی دی.

عيني شاهدانو ويلي دي چې بريد ګر له سيمې څخه په تېښته بريالي شوي دي.

قاري محمد حنيف محمدي په داسې حال کې وژل کيږي چې نوموړي نن سهار په نجم القرآن مدرسه کې د حافظانو د دستاربندۍ په مناسبت کلنۍ غونډه هم کړې وه او د مدرسې څو تنو حافظانو ته يې د فضيلت دستار ورپه سر کړ.

بايد وويل شي چې په ننګرهار ولايت کې هدفي او د علماوو وژنې په دې وروستیو کې په بې سارې توګه زياتې شوې دي او ګڼ شمير ديني علماء د نامعلومو وسله والو له لوري په نښه شوي دي.

دوه ورځې وړاندې هم د ننګرهار ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې یو تن ديني عالم د نامعلومو وسله والو له لوري وژل شوی و.

د يادونې وړ ده چې که څه هم د دا ډول پيښو مسؤليت څوک په غاړه نه اخلي خو د ننګرهار ولايت اوسېدونکي دا ډول وژنې داعش وسله والې ډلې ته منسوبوي او وايي چې دوی غواړي د علماوو او اغيزمنو شخصيتونو په وژنه په ننګرهار کې خپل حضور او اغيز وښيي.

په خواله رسنيو کې د قاري محمد حنيف محمدي شاګردانو او خواخوږو د نوموړي په وژنه خواشيني ښودلې او د ننګرهار ولايتي اداره يې د دې ولايت په امنيت ساتلو کې پاتې بللې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

انالله و انااليه راجعون
موت العالِٰم موت العالَم

د عالمانو کرامو ترور په هېڅ صورت د زغم وړ نه دی الله ﷻ دې ددې عالم وحشي قاتلين په دنيا او اخرت وشرموي،،،

ټولو سيده مسلمانانو او د شهيد کورنی او ارادتمندانو ته جميل صبر غواړم.

مجاهد

زما د سیاسی ارزونو له مخی : دجال راوتی، دجالی سیستم یی د مخه او دجال ورپسی راروان دی لویه وسله یی ډالر ، باروت او تکنالوژی ده . د علماوو او فعالو مسلمانانو وژل ورته تر ټولو د مخه یا د لمړنی مراحلو کار دی . د علماوو وژنی د کابل د غلامانو او بادارانو د استخباراتو کړنی دی، که یی ټول علما او فعال مسلمانان ووژل او یا بندیان کړل او لا یی په ډالرو رانیول بیا د قرانو ، مساجدو او نورو اسلامی کتابو د منځه وړلو وار دی . دریمه مرحله کی به زمونږ اسلامی نومونه… نور لوستل »

منتقم منګل

نا معلوم نه د معلومو کسانو له خوا وژل شویدی چی عبارت لا اشعالګرو بلیک واټر څحه په مستقیم یا غیری مستقیم ډول.
افغان ولس ټول پدی پوهیږی چی په افغانستان کی د هری بدبحتی او فتنی منبع اشعال دی باید زرترزره له منځه یووړل شی.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x