غزني کې زیارت چا نړولی!؟

لیکوال: سید احمد غزنوي

دوې شپې وړاندې غزني کې د شمس العارفین زیارت چې په شمس بابا مشهور وو، په نیمه شپه کې په بمونو الوزول شوی دی. یاد زیارت د غزني ښار امنیه قومندانۍ په ۳ کیلومتري او د شیخ اجل پولیسو پوستې په ۲۰ مترۍ کې واقع دی.
په هماغه سهار د غزني والي ویاند ادعا وکړه چې ګواکې نامعلومو وسلوالو زیارت په بمونو الوزولی دی.
خو ځایي رسنیو چې دولتي هغه هم پکې شاملې دي، پېښه پر داعش ډلې وروتپله.
که پېښه په دقیق ډول وڅېړل شي؛ د والي ویاند ادعا بیخي بې منطقه ښکاري. ځکه د دولتي عسکرو په ۲۰ مترۍ کې څنګه کېدای شي چې نامعلوم وسلوال زیارت ته ننوزي، بمونه ږدي، ښه په کراره او دقیقه توګه یې الوزوي.
نو چې عسکر دومره ناخبره دي، بیا نو هلته پراته د څه لپاره دي!؟
په همهاله توګه پر هماغه شپه په سیمه کې طیارې هم ګرځېدې؛ چې دا طیارو به ولې نامعلوم وسلوال نه لیدل؟
خو که د پېښې همنوعو ته وکتل شي؛ پېښه د دولت په مستقیمه همکاري ترسره شوې ده، یا یې خپله ترسره کړې ده، ځکه دولت غواړي نړیوالو ته وښيي چې دلته ګویا ۲۲ ترهګرې ډلې شتون لري، یا هم یوې مشخصې ډلې ته تبلیغات کوي. داعش به کلی نه وو نیولی، د دولت تر اغیز لاندې رسنیو به شور جوړ کړ چې هله ولسوالۍ یې ونیوله. ښه بیلګه یې دوې اونۍ وړاندې پر مخابراتو وزارت برید وو.
دوی ظاهرا داسې بریدګر ژوندي ونیول چې چاودېدونکي واسکټونه او پریمانه وسله هم ورسره وه. څنګه کېدلای شي چې چا سره دې هم وسله وي، هم چاودیدونکی واسکټ او بیا یې ژوندی نیسې؟!
بله سناریو چې د وزارت په برید کې دوی غوښتل خلک پرې وغولوي، د داعش ډلې ۳ متره بیرغونه وو؛ دوی خلکو ته دا پوهوله چې ګواکې برید ډیر قوي وو؛ خو دولتي ځواکونو یې مخه ونیوله. سړی چورت یوسي چې داعش به دا دومره غټ بیرغونه څه کول؟! د وزارت تر نیول کېدو وروسته خو به یې هلته د اوسیدو او خدماتو وړاندې کولو اراده نه وه!؟
هرکله چې د سولې خبرې تودې شي، دولت یا هوایي بمباردونه چې غوڅ اکثریت قربانیان یې ملکیان دي؛ زور ورکوي یا داسې پېښو ته ملا تړي چې وښيي طالبانو سره سوله جګړه نشي ختمولای. د دوی په استدلال چې هېواد کې ۲۲ ترهګرې ډلې فعالې دي، خو که یې څوک یوازې د نوم پوښتنه ترې وکړي، فکر نه کوم چې ۲۲ نومونه دې واخیستلی شي. د فعالیت کچه او سیمه خو لا پرېږده.
دولت غواړي پر دا ډول کړنو له یوې خوا طالبان په سیمه کې بدنام کړي، له بل پلوه نړیوالو ته ښيي چې دلته له طالب پرته ۲۱ ترهګرې ډلې نورې شته، وروستۍ هڅه یې دا ده چې یوې مشخصې ډلې ته تبلیغات کوي.
خو بدبختانه چې د دې ډول پېښو غوڅ اکثریت قربانیان عام ولسي وګړي دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندي
میلمه
غوربندي

د مخابراتو وزارت بريد مفسدو چارواکو پلان کړی وو او د فساد د پټولو په پار يې مهم اسناد له منځه يوړل.