افغانستان

طالبان: څو چې اشغال شتون ولري د قران د حکم له مخې به جهاد روان وي

نن ټکی اسیا (شنبه ۱۴غويی، ۱۳۹۸ل):تېره ورځ د ګډ حکومت د مشر «محمد اشرف غني» له لوري رابلل شوې مشورتي لویه جرګه د یوه پریکړه لیک په خپرولو سره  پای ته ورسېده، په یاد پریکړه لیک کې طالبانو ته د دفتر په پشنهاد سربېره، اوربند او د ګډ حکومت سره خبرو ته کېناستل هم وړاندیز شوي وو چې؛ په تړاو یې طالبانو غبرګون ښودلی.

د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» په دې تړاو خپره کړې اعلامیه کې؛ رابلل شوې مشورتي لویه جرګه سمبولیکه او د اشغال د ملاتړ هڅه بللې او زیاته یې کړې یې چې؛ تر هغو چې اشغال دوام ولري د قراني نصوصو له مخې به جهاد روان وي او درول یې ددوی تر توان لوړه  خبره ده «واقعیت دادی چې افغانستان د امریکا لخوا اشغال شوی، د قرآني ښکاره نصوصو له مخې د دې ملت په هر مسلمان وګړي د اشغال په ضد جهاد فرض عین دی، ترهغو چې د اشغال کمبله په ټولیزه توګه نه وي ټوله شوې، د واقعي او سوچه اسلامي نظام د اقامې لپاره لاره نه وي پرانستل شوې، جهاد لکه څرنګه چې وو هغسې به فرض وي او څوک يې د توقف او ځنډولو توان نه لري، د اسلام د مبارک دين احکام هم ثابت او مدون دي، چې تفسیر، تعبیر او تشریح یې شوې ده، هیڅوک په کې د انحرافي تعبیراتو حق نه لري».

طالبانو همدا راز؛ له ګډ حکومت سره خبرو ته کېناستل د خپلو «شهیدانو» د وینو او ارمانونو ضایعه بللې او ادعا یې کړې چې؛ د امریکايي جهت سره تر مذاکراتو وروسته به خپلمنځي مسایل له افغانانو سره حلوي «فعلا اسلامي امارت له امریکايي جهت سره د اشغال د خاتمې لپاره په مذاکراتو بوخت دی، له امریکايي لوري سره په خبرو کې نتیجې ته تر رسېدو وروسته، اسلامي امارت په پام کې لري چې له داخلي اړخونو سره د کورنیو ستونزو د هواري لپاره خبرې او تفاهم وکړي».

یاده دې وي چې؛ د ګډ حکومت په مشورتي لویه جرګه سربېره د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» هم ادعا کړې وه چې؛ له طالبانو څخه یې د وسلو اېښودلو غوښتنه کړې چې؛ په غبرګون کې یې طالبانو د خلیلزاد دا غوښتنه «خیالي» وبلله او له نوموړي یې غوښتي وو چې له دوی دې وسلو اېښودلو د غوښتنې په ځای امریکایان وپوهوي څو له زور ازمويي تېر او حقایقو ته غاړه کېږدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالوا حد اڅګزۍ

نادری کورنۍ دانګریزانوکفاروپه کومک اوپروپاګنډودغازی امان ا لله خان حکومت له منڅه یووړۍ نادراوظاهرشاه دانګریزانودجعلی ملایانوپه پروپاګنډ دافغانستان دتعلیم اوطرقۍ مخ ونیوۍ ترننه افغانستان دبیعلمۍ په تورتم کی پروت دۍ چه اشغال ګراوغلامان وطن فروشان یی دمنځه ولاړنسی په پلمواودرواغو ملک نه جوړیږی ما۲۵ ملکه لیدلی دی ټولی ترقۍ دالله دکلام پرهدایت برابری سوی دی اوټولی خرابۍ دالله دکلام پرمخالفت سوی دی که څوک ایمان پرلری اوکه یی نه پرلری ایمان لرل بیادآخرت خبره ده اوس انشاءالله موږفتح ته نژدی یوداشرفغنی ،کرزی اوخلیلزادپه جعلی وطن دوستی باید خطانووزو کرزۍ عینی دنادری کورنۍ چوبکۍ دۍ خودپرسته دملک دښمن دۍ،هغه څوک چه… نور لوستل »

غوربندي

د اشرف غنی ټولې خبرې په لاندې متل قیاس دي چې دی مردارخور یې حتی د صحیح افادې وړتیا نلري.

که زه وایم چې زه یې ! (زه یم)
او ته وایې چې ته یې
نه به ته یې نه به زه یم
او
که زه وایم چې ته یې
او ته وایې چې زه یم!! (ته یې)
هم به ته یې هم به زه یم

محمد ظاهر حلیمی

نن ورځ په هیوادکی داسی کورنشته چې یتیم نلری اوداسی کورنه به ډیرکم چی دوی اقتصادی ستونزی په ۱۰۰کی ۲۰٪ حل وی زما وړاندیز دادی چې بشکه جهاد فرض دی خوهغه ځه چې مخکی لدی وشی چې زمونږدجهاد کاروان پیروزی ته ورسوی هغې ته ډیر پاملرنه وشی په عقیدوی لحاظ دملت دذهنونوتنویر دهغو په منځ کی دملی یووالی دشرایطوبرابرول اوداسی اعمال ترسره کول دی چې هغو ذهنآ علمآ فکرآ قاتع کړی ژوند مثال یی تعلیم اودهیواد بازسازی دملی لوړوګټوساتنه ده دتعلیم په اړه داسی اوروچې په ډیروسیموکی کتبونه بنددپراختیایی پروژوکارپه ټپه ولاړ دی کچیرته ملت یوه ځل په عقیدوی لحاظ… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x