newspaper

د مشورتي لویې جرګې په اړه د امریکايي ورځپاڼو تبصرې

ورځني سیاسي نوټونه (۳۷۶)

واحد فقيري

د امریکا معتبر اخبار واشنګټن پوسټ د مې پر ۳ لیکي د افغان ۳۲۰۰ کسیزي جرګې د جمعې په ورځ پر طالبانو او افغان حکومت باندي د سمدستي اور بند ږغ وکړ،‌ او دغه راز يې د امریکايي قواوو د «منظم» او تدریجي وتلو تقاضا وکړه. د جرګې استازو وویل چي حکومت باید د بهرنیو ځواکونو «مسولانه وتلو لپاره عملي مهال وېش ترتیب او تنظیم» کړي.

واشنګټن پوسټ لیکي چي اشرف غني وویل چي هغه د جرګې فیصلې مني، او دا پیشنهادونه به د هغه د حکومت د پالیسۍ مهم جز سي. اخبار لیکي که څه هم د مشورتي لويي جرګې فیصله قانوني وزن نه لري، خو د افغان جامعې د ډېرو اقشارو نماینده ګي کوي.

واشنګټن پوسټ لیکي د امریکايي عسکرو د وتلو مسله د غني لپاره پېچلې موضوع ده، ځکه د غني حکومت د ځان د ساتلو لپاره پر بهرنيو ځواکونو باندي بشپړه تکیه لري. خو د جمهورریس ټرمپ حکومت غواړي چي ژر تر ژره په افغانستان کي خپل نظامي حضور راکم کړي.

اخبار لیکي چي مشورتي لويي جرګې د سولي د پروسې د تسریع کولو په منظور پیشنهاد وکړ چي د طالبانو دفتر دي له قطره افغانستان ته انتقال سي. خو طالبان د غني حکومت په رسمیت نه پېژني، او د امریکا ګوډاګی او مزدور يې بولي.

واشنګټن پوسټ لیکي ځیني سیاسي مبصرین وايي داسي ښکاري چي د مشورتي لويي جرګې تشکیل به د غني محاصره او لړزانده حکومت ته په موقتي توګه څه قوت ورکړي.‌

اخبار لیکي که څه هم د جرګې ځینو استازو وویل چي هغوی د جرګې له نتایجو څخه خوشحاله دي، خو ځینو نورو شکایت کاوه چي د جرګې زیاتره ګډون کونکي د حکومت مامورین ول، او د غني اجنډا يې مخته بېوله.

نیویارک ټایمز: په جرګې کي افغان ښخو ته ویل کېدل‌ «ستاسي ځای آشپزخانه ده، دا ستاسي ځای نه دی»

نیویارک ټایمز خپل رپوټ په مشورتي لویه جرګه کي د افغان ښځو سره پر تبعیضي چلن باندي متمرکز کړی دی. اخبار لیکي کله چي په جرګه کي یوه ښځینه ګډون کونکې د خبرو لپاره اوچته سوه، یوه نارینه ورته وویل،«پر خپل ځای کېښنه. ستا او د سولي ئې سره څه؟ ته باید په آشپز خانه کې وای،‌ او ډوډۍ دي پخولای.»

نیویارک ټایمز د مې پر ۳ لیکي چي د دې جرګې ۳۰ ٪ فیصده ګډون کونکي افغان مېرمني وې. د ۵۱ کمېټو څخه یوازي د ۱۳ کمېټو مشرتوب د مېرمنو په برخه سو. اخبار لیکي چي څو ښځو ورته وویل چي د هغوی سره په جرګې کي سم چلن و نه سو. د هغوی خبرو ته چا غوږ نه نیوی، او حاشیې ته ټېل وهل سوي وې. هغوی ته ویل کېدل چي نارینه باید د کمېټو مشري وکړي،‌ او ښځي باید یوازي سکرټراني وي. ځینو مېرمنو ویل چي ښځینه پولیسو يې پر بدن باندي ناسم لاسونه تېرول، او د بدن غړي يې ور لمسول. مېرمن سکینه حسیني وايي،«ځینو نارینو ښځي انسان نه بللې. زه مجبوره سوم چي چیغي باندي ووهم.»

نیویارک ټایمز لیکي کله چي اشرف غني د جرګې مشرتوب سیاف ته ورسپاری، زیاتي ښځي يې خوابدي کړې. یوې ښځي د سیاف د انتصاب په وړاندي اعتراض وکړ، خو سمدستي امنیتي کسانو هغه له تالار څخه اخراج کړه.

نیویارک ټایمز لیکي حکومت د کابل ښار د پنځو ورځو لپاره تړلی وو. او زیاترو عامو افغانانو شکایت کاوه. ټکسيوانانو شکایت کاوه چي کاروبار يې ور خراب کړی دی. دوکاندرانو ویل چي مشتریان نه لري. تجارانو د تاوانونو خبري کولې.

نیویارک ټایمز لیکي چي د افغان حکومت سم نیم دا جرګه تحریم کړې وه.

وال سټریټ ژورنال: مشورتي جرګې د اوربند تقاضا وکړه، خو جنګ روان دی

وال سټریټ ژورنال د مې پر ۳ لیکي د مشورتي لويي جرګې ۲۳ ماده يې قطعنامه اور بند او د خارجي قواوو وتل غواړي. خو طالبانو په یوې اعلامیه کي ویلي دي چي جنګ به دوام لري. طالبان وايي چي تر هغه وخت پوري به اوربند و نه کړي، تر څو د امریکايي عسکرو د وتلو لپاره يې موافقه نه وي تر لاسه کړې.

وال سټریټ ژورنال لیکي خلیلزاد په خپل وروستي ټویټ کي پر طالبانو باندي ږغ کړی وو چي خپلي وسلې پر مځکه کښېږدي، او تشدد ختم کړي. خو ذبیح الله مجاهد يې په جواب کي ویل دي چي طالبان به هیڅکله وسلې پر مځکه کښېنږدي. خلیلزاد باید د دې خیال پلو پر ځای امریکا دېته اماده کړي چي خپل قواووي له افغانستانه وباسي.

وال سټریټ ژورنال لیکي چي اکثرو مشهورو افغان سیاستوالو د غني مشورتي لویه جرګه تحریم کړې وه، او دا جرګه يې د هغه د انتخاباتي کمپېن یوه برخه بللې وه. غني غواړي چي یو کرت بیا د پنځو نورو کلونو لپاره په خپل مقام کي پاته سي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د