نظــر

د غني انتخاب؛ سوله او که جګړه؟!

محمد آصف آزاد

که د سولې اړوند د حکومت پر اراده بحث کوو، پوهېږو چې حکومت سره اصلاً د سولې اراده نه ده موجوده. د سولې په برخه کې که د اوسني ګډ حکومت اداره ده او یا که له هغې وړاندې د حامد کرزي اداره وه، د سولې له نوم څخه یې یوازې د شعار تر بریده او د ولس غولونې کار اخیستی.

هغه مهال چې حامدکرزی واکمن و، نیږدې هره غونډه کې به یې ویل، که د طالبانو ادرس ور معلوم شي، هماغه وخت به د سولې لپاره پخپله ورشي. خو هغه مهال چې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر پرانیستل شو، کرزي په ډېرې توندی د دفتر د تړلو لپاره هڅې پیل کړې او له سولې په تېښته شو. د سولې په نوم نمایشي جرګه چې، باید یو خېرخوا او درېیمګړی شخص یې مشر ټاکل شوی وی، د برهان الدین رباني په څېر متعصب او د طالب سرسخت دښمن شخص یې ورته مشر وټاکه. کوم چا چې له امریکایانو څخه پر طالبانو د غټو غټو بمونو د غورځولو غوښتنه کوله.

اوس چې د طالب او امریکایي استازو ترمنځ مذاکرات روان دي، غني سخت وېرې اخیستی او هره هڅه یې د سولې ضد ده.

هغه وخت چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو هیلې ډېرې شوې، غني بیا په پټه ټرمپ ته د پاتې کېدو عذر و زارۍ پیل کړې. په مسکو کې د ترسره شوې بین الافغاني ناستې خو بیخي عصباني کړی و، تر دې چې د هغې ناستې مخالفت یې وکړ او بې ارزښته یې وګڼله.

په قطر کې کېدونکې دویمه بین الافغاني غونډه د ښاغلي غني د تخریبي هڅو په پایله کې ترسره نشوه.

له طالبانو سره یې د سولې په خبرو کې د سرو کرښو د ټاکلو لپاره سیاف وټاکه.

اوس یې د سولې لویې جرګې! په دوهمه ورځ د جنرال مالک په څېر، غدار، جنایتکار، وحشي جګړه مار او د زرګونو پښتنو قاتل ارګ ته ورغوښتی او د وحشي ملېشو قومنداني یې ورته وړاندیز کړې.

د ښاغلي غني دا ډول کړنې څه معنا لري؟

د طالبانو د حکومت پر مهال د بهرنیو چارو وزیر، ښاغلي وکیل احمد متوکل کوم مجلس کې ویلي و، وای غني ته مې د سولې لپاره دوه افشنه وړاندې کړل:

-سوله له فقر سره

-جګړه له شتمنۍ سره

متوکل وایي، بې له ځنډه غني دوهم اپشن غوره کړ.

“جګړه له شتمنۍ سره!”

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمدامین بسمل

محترم آزادصاحب اسلام عليکم ورحمت الله وبرکاته، کورمو ودان ليکنه مو په زړه پورې ده، خو يوه وړه سهوه په هغه خاى کې ليدله کيږي، چې تاسو برهان الدين رباني دسولې جرګې مشر ليکلى دى هغه دسولې شورى وه، چې نږدې وو مجددي، سياف،پیرسیداحمدګیلاني او رباني خپړې سره پرې ولګوي او سرونه سره مات کړي، يواوبل ته د نورو ملکونو د جاسوسانو خطاب وکړي خو کرزي او اشغالګرو له سولې سره د دښمنۍ له کبله رباني مساعد کس وباله تر څو جګړه لا پسې وغځوي او اشغال ادامه ولري نو هغه يې دې نمايشي او ډالري چوکۍ ته رامخ ته… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x