نظــر

ملت د اشغال پای غواړي او په کابل کې جوړه شوې جرګه د اشغال تمدید!!

عبدالله احمدي

د مشورتي جرګې غړیو په خپل پرېکړه لیک کې ویلي چې طالبان دې جګړه بنده کړي، د ملت د استازو خبره دې واوري او له تاوتریخوالې دې لاس واخلې.

پوښتنه دلته ده ایا جګړه طالبانو پیل کړې ده؟ که طالبان له خپل لوري جګړه بنده کړي ایا د افغانستان په امنیت او سوکالۍ به مثبت تأثیر ولري؟ د ګډو ځواکونو

په وحشیانه چاپو کې د عامو ملکي افغانانو بې دریغه وژنه، د بندیانو په توګه له ځانونو سره وړل، د دیني اماکنو ورانول او وحشیانه بمبارۍ تاوتریخوالی دی او که د یرغلګرو په خلاف قانوني او شرعي مقاومت؟

د لومړۍ پوښتنې په ځواب کې باید ووایو چې د جګړې په پیل او شروع کې طالب جهت کاملا غیر مسؤله دی ځکه دلته جګړه امریکایانو د یو آزاد او خپلواک هیواد په حریم باندې په تیري کولو سره په غیر قانونی توګه پیل کړې ده، د طالب جوړه اداره او نظام یې چپه کړی دی نو بناء طالب د ملت په استازیتوب د وضعي او شرعي قوانینو په اساس د دفاع او له خپلې خاورې څخه د تجاوزګرو د شړلو مشروع حق لري. جګړه د طالب انتخاب نه وه بلکې ورباندې وتپل شوه او جګړې ته په لوی لاس مجبوره شو.

نو د مشورتي جرګې له غړیو څخه په احترامانه ډول سوال باید وشي چې تاسو باید د جګړې له پیلوونکو څخه د جګړې د بندولو غوښتنه کړې وای نه له محکوم او مظلوم جهت څخه که ریښتیا هم د جګړې خاتمه غواړئ ځکه ورته خبرې تیرو ۱۸ کااو کومه نتېجه نه ده ورکړې نو اوس یې هم نه ورکوي ځکه نن ورځ ټول خلک پوهیږي چې د جنګ او نا ارامیو لامل څوک او څه شی دی!

د دویم سوال په اړه به په لنډ ډول ووایم که فرضا طالبان د یرغلګرو په خلاف جګړه بنده هم کړي یو بل افغاني جهت به راپورته کیږي د بهرنیانو په خلاف به مبارزه کوي تر څو ګران هیواد د امریکایي یرغلګرو څخه خلاص شوی نه وي، نو د خارجیانو په موجودیت کې د جګړې بندول د افغانستان په امنیت او سوکالي هیڅ کوم مثبت تأثیر نشي لرلی ځکه اشغال ذاتا او طبعا د امنیت، پرمختګ او سوکالۍ په مخ کې خنډ دی څو پوري چې اشغال ته د پای ټکی نه وې اېښودل شوی هر ډول تحرکات د امنیت او سوکالۍ اړونده بې فایدې او د وخت ضیاع ده.

د دریم سوال په اړه باید ووایو چې ملت د جګړې له پیلوونکې جهت څخه د جنګ خاتمه غواړي، د اشغال پای او د امریکایي ځواکونو د وتلو غوښتنه کوي.  دا راز ملت ۱۸ کاله د یرغل په خلاف مقاومت کړی د دې لپاره چې د اشغال نه خلاص په اسلامي نظام پوښلي افغانستان لرونکې شي په امریکایی جهت غږ کوي چې زر تر زره زموږ له هیواد څخه پښې سپکې کړئ.
ملت وایې زموږ استازې هغوی دي چاچې زموږ د دیني، انساني او ملي ارزښتونو څخه د خپل سر او مال په بیه دفاع کړې او لا هم لګیا دي د هغوی خبره زموږ خبره ده او هغوی هره پرېکړه زموږ د زړونو ترجماني او اواز دی.

هغه اداره او کسان چې د یرغل نه وروسته د یرغلګرو په مرسته واک ته رسیدلي او په افغان ولس باندې حاکم ګرځول شوي د دې مؤمن او مجاهد ملت نماینده ګي هیڅکله نشي کولی ځکه ملت د تاریخ په اوږدو کې د یرغل په خلاف قیام کړی د یرغلګرو او د هغوی د لاسپوڅو په وړاندې یې نه هیردونکې جګړې کړې نه یې اشغال منلی او نه یې هم د اشغال محصول منلی.

هغوی چې د اشغال په شتون کې زموږ په ملي عنعناتو پسخند او مسخرې کوي غواړي له دې لارې څخه ځان ته مشروعیت او رسمیت ورکړي، د اشغال د بقاء او خپل واک د تمدید لپاره د جرګو په نوم له خپلو کرایه شویو څېرو څخه د ملت د استازو په نوم استفاده کوي موږ ته د منلو وړ نه ده ځکه د ملت اساسي او لومړۍ غوښتنه د هیواد خپلواکي او استقلال دی چې همدا کسان یې د اخستلو توان او صلاحیت نلري آن چې په مخکې یې خنډ هم دي.

ویلی شو چې تاسو د ملت استازې نه یاست بلکې په مستقیم ډول د اشرف غني او په غیر مستقیمه توګه د امریکایانو استازې یاست ځکه هغه څه مو ویلي چې څه همدا دوه جهتونه وایې ځکه ملت د جګړې ریښتینی پای او د اشغال خاتمه غواړي خو مشورتي لویه جرګه بیا په غیر مستقیمه توګه د جګړې دوام او د اشغال تمدید.

د ګډو ځواکونو په وحشیانه چاپو کې د عامو ملکي افغانانو بې دریغه وژنه، د بندیانو په توګه له ځانونو سره وړل، د دیني اماکنو ورانول او وحشیانه بمبارۍ تاوتریخوالی دی نه د یرغلګرو په خلاف قانوني او شرعي مقاومت.

په داسې حال کې چې په ټول پرېکړه لیک کې د افغان ملت یوه غوښتنه هم نه ده ځای شوې او نه بیان شوې ده نو تاسو بیا په کوم دلیل ځانونه د افغان ملت نماینده ګان معرفي کوئ او جرګې ته د لویې او مشورتې جرګې نوم ورکوئ؟

یو عبرت باید افغانان واخلي چې استعمار هیڅکله د مستعمره هیواد د ښېرازۍ پلان نلري او نه هم د استعمار په غیږ کې روزل شوي، د هغوی لخوا واک ته رسول شوي او د دوی لخوا سفوټ شوي وګړي او حکومتونه د ملت د هوساینې، پرمختګ او امنیت په غم کې وي بلکې همدا غلام حکومتونه او اشخاص استعمارګر د خپل قدرت د بقاء او اهدافو د تحقق لپاره د الې په څیر استعمالوي او بس او دوی یعني همدا ایجنټې څېرې د خپلو شخصي منفعتونو په خاطر کله د یو یرغلګر او کله د بل یرغلګر په غیږ کې ناڅې او خپلې شوړې وهي.

څېړنې په ډاګه کوي چې همدا جرګه د امریکایانو په اشاره باندې راغوښتل شوې وه ځکه ټول هغه جهتونه چې په دې ورستیو کې د امریکایانو له شتون سره مخالف شوي دي یوه هم ګډون ونه کړ بلکې ټولو تحریم کړه یوازي غني او د هغه د ټېم لخوا دائره شوه.

دا راز امریکایان په دې هڅه کې دي چې دلته جګړه د دوی له وتلو وروسته هم دوام وکړي او افغانستان تر نامعلوم وخته پوري په جګړه او نا ارامي کې پاته شي نو ځکه ورته حرکات کوي.

نتېجه: مشورتي لویه جرګه د ملي خائنانو د خائنانه کړنو د دوام غوښتلو په پار د ملي خائنانو لخوا راغوښتل شوې وه.

د جګړې پای او د ریښتیني سولي تحقق د اشغال او پاته شونیو په ختمولو کې دی.

ملت هر هغه څوک خپل استازي بولی چې د ملت د ارادې ممثلین وي.

سوله راتلونکې ده خو د غني د بانډ په قېمت.

په حقیقت کې تاوترخوالی دت دی: په کورونو باندې په نیمه شپه کې وحشیانه چاپې، جوماتونه او مدرسې ورانول، عامه تأسیسات تخریبويل ښځې او ماشومان وژل نه د ظالمانو او غاصبو په وړاندې د خپل حق غوښتل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

اشغال؟ کوم اشغال؟ هغه اشغال چې د طالب د حماقت په سبب رامنځته شو؟ ولس خو د چڼو له نالیدلي مشر سره بیعت کړی وو لاکن هغه د څو مور او پلار عاق کړو عربانو لپاره ټول ولس د اور په تبۍ کېناوه. او بیا اشغال هغه وو که دا؟ هغه وخت خو په کابل، جلال اباد، کندهار… کې په مهمو دولتي ادارو کی د پیښور د ۰۹۱ کوډ او د کویټی د ۰۸۱ کوډ ټیلیفونونه لګیدلي وو، پاکستاني کمانډویان د جبهو په لومړیو کرښو کې جنګیدل او ان د انګورو باغونو ته یې اور اچاوه… اوس خو که د… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x