شمشاد: کندز کې د عامه نظم پولیسو ښځه له لارې ګرځولې او په زور بې پته کړې ده

نن ټکی اسیا (شنبه ۱۴غويی، ۱۳۹۸ل): د شمشاد ټیلویزیون لخوا راپور ورکړل شوی چې د کندز ولایت په ابدان دښته کې د عامه نظم پولیسو د امام صاحب د ولسوالۍ اوسیدونکې یوه د پاخه عمر میرمن د لویې لارې پر سر  له موټر ښکته کړې او بیا یې جنسي تیری پرې کړی.

راپور وایي چې دغه میرمن له خپل میړه او ځوان زوی سره د کندز له مرکزه امام صاحب ولسوالۍ ته روانه وه، چې د لارې په امتدادکې د پوستو پولیسو یې موټر ودراوه، وروسته یې د تلاشۍ په نوم ښځه له میړه او زوی جلا کړه، ښځه یې په شخصي موټر کې د ابدان دښته کې تازه جوړې شوې د پوهنتون ودانۍ ته یووړه او هلته د دوو عسکرو په همکارۍ ورباندې یوه عسکر جنسي تیری وکړ.

د زبرزنا قرباني ښځې په ژړا او سلګیو کې د شمشاد خبریال عبدالله ساحل ته د پیښې جریان بیان کړی او بیا یي ویلي چې که دغو دریو عسکرو ته سزا ورنکړل شي او اعدام نه شي نو د پیښې په ځای کې به خپل ځان ته اور واچوي. د معلوماتو له مخې د کندز د ښار او شیرخان بندر تر منځ په غځیدلي سرک د عامه نظم یوه لویه قرارګاه او ګڼې پوستې پرتي دي چې ډیر ځله خلکو ته ځور ورکوي.

په کندز کې د عسکرو لخوا په یوه افغانه میرمن جنسي تیری په داسې حال کې کیږي چې څو ورځې وړاندې دهلمند ولایت له باباجي سیمې څخه امریکایي او داخلي عسکرو څو تنې میرمنې له کورونو وړې وې چې په وړاندې یې سخت ولسي غبرګون را وپارید.

د پیښې راپور په لاندې لینک لیدلی شئ.

https://web.facebook.com/Shamshadtvnews/videos/977303609140718/

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
6 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سیدزرغون شاه آغا
میلمه
سیدزرغون شاه آغا

د۱۸کلودلاسته راوړنو یوه نمونه همداده!

منتقم منګل
میلمه
منتقم منګل

د بلا او د فتنو نا د خلاصون صرف یوه لاره پاتی ده چی ټول افغان ولس په غیرت باندی لاس ووهی د شر او فساد منبع او جرړی (اشعال) له بیخه اوباسی تر څو د آبد لپاره تری خلاص شو.

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ په خیر.
بیلکل منګل صاحب.ته مو قوماندان ،موږ د مجاهدین.خو چه له لندن څخه دلته راشی .او قومانده په لاس کی واخلی.
د لندن،د دجال ښار څخه جهاد په افغانستان کی څنګه کوی؟

منتقم منګل
میلمه
منتقم منګل

اسلام علیکم وراره! الله د له ایمان زواله وساته، رب د جبرایل په وزونو پټ کړه الله د مارکس لینن خیالی وهمونو وساته. بس وراره ستا تره غریب بنده منګل په خپل هیواد کی شپی ورځی تیروی الله ته سوال کوم چی له مونږ نا د دین اسلام وطن او بی دفاع او بی وسه ولس خدمت واخیستل کړی. امین ثم امین وراره! د دین خدمت په هرځای کی د خپل وس مطابق مسولیت لرو. په سر کی د خپل ځان اصلاح ډیره ضروری ده، مونږ ګورو دلته بعضی حطا شوی او بی لاری شوی د کفر او کفارو ظلمونو… نور لوستل »

جلال
میلمه
جلال

این است حقوق زن و اینها دوستانِ دوستان بین المللی. خبیث دوست خبیث. الله متعال کمر شانرا بشکناند. آمین

جميل
میلمه
جميل

افغان مړ کړه ، کور ، کالی ، ډوډی او هرڅه ځنی واخله خو بی ناموسی مه ورسره کوه ، دا ډيموکراسی ده هغه هم په يوه اسلامی هيواد کی ، په ښاروکی رسمی فاحشه خانی د امن د کورپه نوم جوړی شوی ، د دی بي نامسو وحشيانو د مشر(بی شرفه غنی) چی کافری ماينی يی تر د دمخه به لا د ډيرو نورو سره خلوت کړی وی انتخاب د بی تهذيبو کفارو له خوا د دی لپاره دی چی خدای مکړه افغانان بيغيرته کړی خو دوی دی پدی ښه سر خلاص کړی چی افغان چی هرڅومره بيغرته شی… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

خورکی خدای ﷻ به د طالبانو کرامو په مبارکو لاسونو وحشي تيري کونکو ته عبرتناکه سزا ورکوي،،،، ان شاءالله

توریالی
میلمه
توریالی

نیروهای نظامی و امنیتی تقریبآ 70 فیصد فاسد و فاجر هستند. نظم عامه یعنی جور عامه، امنیت ملی یعنی فساد ملی ، اردوی ملی یعنی خاینین ملی ، پولیس ملی یعنی دزدان ملی وغیره
این نظام ان شا الله به زودی به کمک الله متعال از بین خواهند رفت