د پاکستان پخوانی پوځي مشر پرویز مشرف فلج شوی

نن ټکی اسیا (شنبه ۱۴غويی، ۱۳۹۸ل): د پاکستان د پخوانی پوځي مشر جنرال پرویز مشرف وکیل وایی، نوموړی فلج شوی، او نشي کولای چې محکمې ته وړاندي شي.

مشرف چې د پاکستان د ستري محکمې لخوا په یو لړ دوسیو کې مطلوب دی، او ټاکل شوي وه چې د رواني میلادي میاشتي پر دویمه نیټه به محکمې ته وړاندي کیږي؛ د نوموړی وکیل، سلمان صفدر اعلان وکړ چې هغه فلج شوی، نه یې لاس او پښي حرکت کوي او نه په ژبه خبري کولای شي.

پرویزمشرف له اوږدې مودې راهیسي د ناروغۍ پر بستر پروت وي، ویل کیږي چې په دوه کاله کې ۴۱ ځله په روغتون کې بستر شوی.

د پرویزمشرف وکیل سلمان صفدر له محکمې غوښتنه کړي چې د نوموړي دوسیه وځنډوي ترڅو هغه د نقل و حرکت او خبرو کولو وړتیا پیدا کړي.

ډاکټرانو ویلی چې د ورپیښې ناروغۍ د شِدت له امله، د مشرف لاس، پښو او ژبي کار پري ایښي.

۷۶ کلن مشرف د پاکستان څلورم پوځي جنرال دی، چې د کودتا له لاري یې په پاکستان کې د واک واګي په لاس کې اخیستي او څه باندي ۹ کاله یې پر دغه هیواد پوځي واکمني وکړه.

نوموړي په ۱۹۹۹ اکتوبر کې لومړی وزیر نوازشریف له واکه لري کړ، او د ۲۰۰۱ په جون کې یې د یوې ټولپوښتني له لاري ځان د دغه هیواد ولسمشر اعلان کړ.

مشرف پر افغانستان د امریکا د یرغل هرډول ملاتړ وکړ، د پاکستان له لاري یې د امریکا او ناټو ځواکونو ته د خلاص لاس عملیاتو کولو اجازه ورکړه.

مشرف په خپل کتاب کې لیکلي چې د خپل حکومت په وخت کې یې د القاعده څه باندي ۷ سوه غړي په پاکستان کې نیولي او امریکا ته یې د ډالرو په بدل کې سپارلي دي.

جنرال مشرف د ۲۰۰۸م کال په اګست کې د مخالفو ګوندونو د سخت سیاسي فشار له امله له څوکۍ استعفا وکړه چې اوس په لندن او دوبۍ کې اوسي.

نوموړی له دوو کلونو راهیسي په داسي ناروغۍ اخته دی چې د ده په وینا ډاکټرانو ورته ویلی، دا ناروغي د فیصدي په لحاظ په ۱ ملیون انسانانو کې یو کس ته رسیږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
4 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندي
میلمه
غوربندي

الله تعالی جل جلاله منتقم او عادل ذات دی،،، له هغه ذاته زما عاجز او ګنهکار بنده سوال دی چې دا د کفارو مزدور او د لال جومات د تنکیو طالبانو او طالباتو قاتل د یهودي ایریل شارون په مرګ مردار او دایمي جهنم یې ځای وګرزوي،،، آمین

امین
میلمه
امین

الهم امین

Ghami.Pashtyn
میلمه
Ghami.Pashtyn

په بحث کې ګډون وکړه…جوړ تازه.
غوربندی صاحب،
شاعر وایی چه…….ښیرا مه کوه یاره…….ته به د ناز ښیرا کوی رښتیا به شینه…
لکه څومره بد یی چه افغانستان سره کړی دی،نو دومره یی ښه هم طالیبانو سره کړی..
یو تیوب انتریوو وګوره ،مشرف وایی.چه خواره واره طالیبان می سره ټول کړل،او نیابتی جګړه ته می منظم کړل،
نو د دی ښه په مقابل کی لاس په دعا شه.زه خو نه دعا اونه ښیرا ورته کوم.ولی چه ولسی سړی یم،او له اوسه ځان مړ بولم، یا به د طالیب یا به د دولت د کارتوسو خوراک یم.

غوربندي
میلمه
غوربندي

د مشرف دا څرګندونې چې وايي نيابتي جګړه مې په لاره واچول د هغو لپاره د باور وړ دي چې د غمي په شان يې عقل په پوندو کې دی!

يوازې زما ښېرا نه بلکه د ټولو مسلمانانو په عام او د پښتنو په خاص ډول ازار ورپسې دی،،، ته غمی صاحب که مو طرف نه مالوميژي ممکن د همدې مشرف د ګناه په توَغ کې خداي نکړه وسوزی.

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تازه.
غوربندی ته.
زما طرف معلوم دی.یو ولسی مسلمان یم.څلویښتو کالو مصیبتونو دومره طاقت راکړی چه د هر څه زغم لرم.هیڅ می له وسه پوره نه دی،
هر افغان خپل ورور بولم.هیڅ فرق یی نه کوم چه دا طالیب او دا عسکر دی.دا جنګ د ورور وژنی جنګ بولم.
له توپک باروتو وژنی څخه کرکه کوم.جنت او دوزخ ویشل د الله ج له لوری کیږی.زه په خپله نه د طالیب دولت غواړم اونه دا اوسنی دولت،
طالیب یوه دوره تیره کړی،بله دوری ته ضرورت نشته،