نظــر

زمونږه هره ښاپېرۍ په چيغو وژړېده

نصیب ځدراڼ

د هیواد امنیتي ځواکونه د خپل وطن، د خپل ولس، قام او ناموس لپاره سر ورکوي او بیا ولس هم هغه رنګ مینه ورسره لري، خو اتلس کاله تیر شول په اصطلاح د افغان امنیتي ځواکونو سره پرته له “خیاطانو” مینه نشوه پیدا، د هغوی مینه هم تر فیسبوک، ټویټر او ټلویزوني بحثونو محدوده ده، یو مو ونه لید چې په مرمۍ لیګدلی وي او باګرام ته انتقال شوی وي.

بیګا په شمشاد ټلویزون باندې یوه ویډیو نشر شوه یوه افغانۍ خور چې ځلمی زوی هم لری په ژړغوني غږ کې وايي چې “له کندز څخه امام صیب ته د خپل خاوند او ځوی سره روان وو، په لاره د عام نظم عسکرو د تالاشۍ په پلمه زموږ موټر ودراوه او زه یې وتښتولم، جنسي تیری یې راباندې وکړ، ظلم یې راباندې وکړ”

خاوند یې وايي چې “د وسلې په زور یې موټر او میرمن راڅخه وتښتول او بیا ما ورته کتل یوه عسکر یې له کړکۍ څخه سیل کاوه او بل عسکر دننه… (د یوې پتمنې خور عفت لوټه)”

الله تعالی دې په نوم مسلمان څه چې بلکې په نوم انسان د داسې پیښې سره له مخامخ کیدلو نه وساتي، چې دومره بېوسه وي او ناموس یې تر پښو لاندې کیږي.

خو دا د هغو په لاس کیږي د چا شعار چې خدای – وطن – وظیفه دی، د چا شعار چې “سر وهو سنګر ترې نیسو”

دا اول ځلاو یوه پېښه نده، څو ورځې وړاندې خارجي اشغالګرو د هلمند په باباجي کې د کور د درېو ځوانانو له شهادته وروسته د کور دوه زنانه لوڅ سر او لوڅې پښې چورلکو ته کشولې او د داخلي عسکرو پیره ورباندې ولاړه وه خو یوه دومره غیرت ونکړ چې ننګ ورباندې وکړي، بلکې دویمه ورځ یې ویل چې د القاعده سره د اړیکو په جرم مو دا زنانه ونیولې، او سبا ماسپیښن یې راخوشې کړې چیرته د هلمند خړه پړه خورکۍ او چیرته له القاعده سره اړیکه؟

د کندهار په میرویس مېنه کې د “جاجو” په نوم یو قومندان د یوې پیغلې “لیلا انتظار” کور ته په نیمه شپه له نورو عسکرو سره ورغلی و او د بې ستره کولو شوم کوشش یې کړی وو، له کندهار نه تر کابل پورې یاده خور وګرځیده چا یې غږ وانه وریده، طالبانو په جاجو باندې برید وکړ مړ یې کړ، څه وخت وروسته همدغه خورکۍ (لیلا) نورو عسکرو وتښتوله، څه وخت وروسته یې جسد د کندهار ډنډ ولسوالۍ په یوه دښته کې پداسې حال کې پیدا شو چې ځناورو خوړلی وو، کورنۍ یې اوس هم د انصاف لپاره در په در ګرځي او قاتلان یې سرې سترګې ګرځي.

دا یوازې درې مثالونه دي، پدې اتلسو کلو کې دغه رنګ سلګونه پیښې رامنځته شوې.

د چاپې پر مهال د کور دروازه داخلي عسکر ور ماتوي، بچیان او ښځینه یې ورته ژاړي او د کور ځوانانو ته تورې کڅوړې ور په سروي، په زندان کې امریکایان په چوکۍ ورته ناست وي او داخلي عسکر بل افغان ورور په لغتو وهي چې حال وایه چې طالب یې او که نه؟

په اصطلاح افغان امنیتي ځواکونه تل ګیله کوي چې جنازو ته مو ملا نه پیدا کیږي، کیلوال مو په فاتحو کې نه کیني، څوک مو د ملګرو قبرونو ته دعا ته نه ورځي، زه وایم تر دوی زیات بد قسمته مخلوق د نړۍ پر مخ نشته، امریکایانو داسې وروزل چې اوس وطن، د خور مو عزت، وطنوال او دین اسلام نه پیژني، او کوم څه چې پیژني هغه ډالر دي، نه یې وطنوال کومه میړانه مني، نه یې کړې ده، تل د پنجاب خلاف مبارزې خبرې کوي خو په اتلسو کالو کې یې که لس پنجابیان مړه وي نور زرګونه افغانان یې شهیدان کړل او د چا خبر ایمان یې اوس په خوست کې معلوم شو، پخوا په طورخم، بولدک او کنړ کې هم معلوم وو، د انګریزانو په شان د شهوت لیوني تر جوړ شول خو د هغوی غوندې د وطن مینه پکې بیدا نشوه، دومره سوچ یې ونکړ چې که زه د کوم انګریز په وطن باندې برید وکړم انګریز به د یو څو ډالرو په بدل کې زما لپاره خپل وطن داسې وران کړي؟
ایا خپل وطنوال وروڼه به داسې ووژني؟

داسې به یې بندیان کړي؟
داسې به ښځینه چورلکو ته کش کړي؟

مګر د کندوز د خورکۍ د عزت ګټلو ځوانان ورک نه دي خو دلته د هغو نمایشي غیرتیانو څېره هم بربنډه شوه چا چې د مومندو په ملالۍ ننګ کاوه، هغه هم د ټولنیزو رسنیو په نشراتو پورې محدود وو، خو د کندوز په خورکۍ یې هغه نمایشي غیرت هم ونه کړ. علت معلومول او قضاوت کول به تاسې ته پرېږدم!

‏زمونږ هره ښاپېرۍ په چيغو وژړېده
وجه يې دا چې د دېوانو له فاميله نه وه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

جوړ تازه .
هره ښاپیری به په چیغو چیغو ځکه ژاړی چه.
زموږ سیاسیون یا د امریکا په حکم چلیږی.او ځینی د پاکستان په حکم چلیږی.پاکستان او امریکا زموږ ښاپیری وژاړولی او وزری تری پری کړی.
او ځینی ښاپیری والوتی په لاره کی دیوانو ونیولی .اوس په همدا ښاپیرو باندی په ایران.ترکیه.یونان.رومنیا ،بلغاریا.چکسلواکیا.اسلام اباد.کراچی .لاهور کی .تجارتونه کیږی
د همدی جنګ د لاسه.په جنګ کی زموږ هر څه تباه شو.
طالیبان او دولت اوس هم چوکی تر لاسه کولو لپاره چنی وهی.ولس هم له طالیب او هم له دولت کرکه او نفرت کوی.

بسم الله

جنګ د طالبانو او غلامی تپل شوی اداری ترمنځ نه بلکه د طالب مجاهدینو او اشغالګرو تر منځ دی زمونږ خاوره خلک او خپلواکی یی غصب کړی او د همدغه غلامی اداری د چارواکو دننه کورونه او دفترونه یی اشغال کړی او د قضایی مصونیت په لرلو چه یی څه خوښه وی هغه تر سره کوی د شکایت حق هم نه لری. طالبان سربیره پردی چه د خاوری، خلکو او خبلواکی دفاع کوی د دغو خبیثو غلامانو د ناموس د ساتنی هڅی هم لری . د غلامانو په کورونو باندی د ځانګړو عملیاتو د ترسره کولو ویدیو ګانی اشغالګرو ریکارد… نور لوستل »

غ.حضرت

د ښځي پر عزت او عفت باندی تجاوز په هر مذهب او مسلک او فرهنګ کی یو ناروا کړنه ګڼله کیږی او متجاوز د اشد مجازات وړ دی خو خبره داده چي:
د نیمی پېړۍ را پدېخوا مو د مور یعنی وطن د عزت او عفت سپینه او پاکه لمنه د نړیوالو متجاوزینو او استعمارګرانو او توطئه ګرانو او د هغوی د پلیدو نوکرانو په تورو منګولو هره ورځ څیری سوېده او څیرېږی.

انجینر ظفرخان

داراپور تاسی ممکن په دی خاطر خپور کړی وی چی ګواکی دادامنیتی ځواکونو یو معمول کارده لکن خبره داسی نه ده، دولت نه غواړی چی د چاپت لوټ شی ددغه جنایتکارانو لپاره فورا اختصاصی محکمه ایجاد شوه له څیړنو وروسته به دوی د خپلو اعمالو په سزا رسیږی، داکار چی هر چا کړی دادهغه فردی ګناه ده نظام هغه په دی خاطر چی دی یو نظامی دی نه معاف کوی بلکه دعامو خلکو په پرتله به لا ډیره درنه سزا ووینی او عدالت به پلی شی.

جميل

هغه بی همته غلام عسکر چی بی تهذيبو وحشی امريکايانو په څو ډالرو رانيولی او د خپلی ګټو لپاره يی تربيه کړی او روزلی دی کومه د خير او ښيګڼی هيله مه ځنی کوی ، ځنی وای وطن مور ده نو داچی دوی د خپلی مور پلورل و وحشی امريکايانوته روا ګڼی او د خرڅلاو د معاملی دفاع يی کوی د بل د مور به څه پروا ولری . کوم حرامی چی دا زبر زنا کړیده که تر امريکايانو ځان ورسوی غټ انعام او رتبه به وګټی لکه مشر متفکر چی يی د کافری رنډی په واده او د مور… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x