
د قطر سفر / دریمه، څلورمه او پنځمه برخه
ستانکزی صیب د الله په پاک نوم خپلې خبرې پیل کړې.
راغلیو میلمنو ته یې ستړې مشي وویل او بیا د سولې په اړہ یې د امارت په ھڅو رڼا وچوله.
د کابل ادارې لخوا و سولې ته د خنډونو په اړہ یې په تفصیل خبرې وکړې. ھمداراز یې د سولې د روانې پروسې، د افغانانو تر منځ د تفاھم پر اړتیا د ښځو د حقوقو او نورو اړوندہ مسایلو ھم یو ځغلندہ نظر وکړ. خو کله یې چې له امریکایانو سرہ د مذاکراتو پر پیچلتیا او د مسایلو ژورو ته د رسیدو په اړہ خبرې کولې، نه پوھیږم ولې ماته وزیر فتح خان را یاد شو!
ھغه وزیر فتح خان چې په غالباً ۱۸۱۳ م کال کې د رنجیت سینګ غوندې د سیاست له پلتې بیډۍ، ھوښیار مکار او چلباز سیاستمدار سرہ د مذاکراتو میز ته ناست و!
د رنجیت سینګ لپارہ د افغانستان د ھغه وخت د مشرانو تیر ایستل، تحفې او تمې ورکول او په سیاست کې ھغوی د ځان په ګټه استعمالول څه لویه خبرہ نه وہ.
ھغه خو ھغه ان ایسټ انډیا کمپني او نور بھرنیان ھم په سیاست کې شا ته پرې ایښي و!
خو قابل، مدبر، ھوښیار ملي مشر وزیر فتح محمد خان د رنجیت سینګ ټول چالونه او سیاسې چلوټې مخکې له مخکې لیدې.
وزیر فتح خان ته د خپل وطن ملي ګټې تر بل ھر څه ګرانې وې او د رنجیت سینګ مکاریو له خپل ملي دریځه یو انچ ھم پر شا و نه شو تمبولی!
ھماغه و چې د افغانستان دې مشر د سیاست په شطرنج کې د رنجیت سینګ غوندې شاطر لوبغاړی مات کړ!
ما ته نور ستانکزی صیب نه ښکاریدہ!! داسې مې محسوسوله لکه وزیر فتح خان چې خپل ولس ته له رنجیت سینګ سرہ د مذاکراتو راپور ورکوي!!!!!!
د متقي صیب وینا
متقې صیب لنډې او مھمې خبرې وکړې. د ھغه د خبرو ځینې مھم ټکي:
۱- د قطر د کنفرانس فیصله د ماسکو په کنفرانس کې شوې وہ او داسې ویل شوي و چې ھر سړی به پکې خپل شخصي نظر وایي. په ھمدې اساس موږ ورته له افغانستان او نورو ھیوادو عام افغانان را دعوت کړي و خو د کابل ادارې ورته یواځې دولتي کسان را دعوت کړي و چې دا کار د ھغې فیصلې خلاف و چې په مسکو کې شوې وہ.
بله دا چې دا د دوہ نیم سوہ کسانو لست په آخر وخت کې راغی او ھغه ھم داسې چې مختلفو چارواکیو پکې خپل کسان ځای په ځای کړې و چې د کمولو په صورت کې ترې جنجال جوړیدہ!
داسې ښکاریدہ چې د کابل ادارې اصلا نه غوښتل چې دا کنفرانس دې دائر شي!
موږ د مرحوم ملا صیب مبارک له وخته تل پر خارجیانو د سولې غږ کړی خو دا دوی ول چې جنګ یې پر موږ راتپلی!
۲- د اور بند په اړہ یې د کابل ادارہ او د ھغوی باداران مخاطب کړل او و یې ویل: په داسې حال کې چې ته مې وژنې، ته مې په کور کې نه پریږدې، ته مې په تور لست کې ساتې، ته د ژوند حق نه راکوې، ته مې آواز نه اورې او بیا راته وایې چې اوس اور بند ھم راسرہ وکړہ؟!!
۳-د کابل له ادارې سرہ د خبرو نه کولو په اړہ یې وویل: ھغه مھال چې امریکا پر افغانستان حمله وکړہ د کابل ادارہ نه وہ زیږیدلې.
دا جګړہ امریکا پیل کړہ نو د خاتمې لپارہ یې باید خبرې ھم له ھغوی سرہ وشي!
امریکایانو په کراتو پر ملکي وګړو، کورونو، مساجدو، او مدرسو بمبارد کړی، ان بسته کلي یې په بل مخ اړولي، ماشومان، ښځې، سپین ږیري او عام ولس یې وژلی خو د کابل ادارہ یې یواځې پر خولې د غندنې بیان نه شي ورکولای نو له دوی سرہ خبرې چې خارجیانو ته ووایي خپل اشغال پای ته ورسوي بې ځایه دہ.
دا کار د کابل ادارې لپارہ ھم ښه دی چې خبرې ورسرہ و نه شي ځکه چې دوی نه زموږ د غوښتنو د پورہ کولو صلاحیت او استعداد لري او نه یې جرئت!!
۴- امریکایي چارواکو په خپلو خبرو کې موږ ته وویل چې ھغوی په دې تیرو څو میاشتو کې اوہ زرہ بمونه پر افغانستان غورځولي!! موږ خلیلزاد، سکاټ میلر او نورو امریکایي چارواکو ته وویل: موږ تاسې ته خواست نه کوو چې پر طالبانو چاپې مه وھئ!
خو دا درته وایو چې په عامو وګړو بمبارد بشر ضد جنایت دی! د عام ولس وژنه جنګي جرم دی!!
۵- متقي صیب د خپلو خبرو په آخر کې وویل: موږ ټول په دې پوھیږو چې په آیندہ نظام کې باید کار اھل کار ته وسپارل شي، ډاکټر به خپله ډاکټري او انجنیئر به پخپل مسلک کې کار کوي، ھمداسې به ھر سړی د خپل مسلک او استعداد مطابق کار کوي!
موږ په افغانستان کې د یوہ قوي مرکزي دولت غوښتونکي یو تر څو افغانستان یو موټی او د یوہ اسلامي نظام تر سیوري لاندې پر مخ لاړ شي!
د مولوي عبد السلام حنفي وینا:
د حنفي صیب وینا وجیزہ او له مختلفو محتواو ډکه وہ!
تر ټولو جالبه خبرہ یې دا وہ چې امریکایانو ورسرہ د اشغال خاتمه او له افغانستان څخه وتل منلي.
د امارت د مذاکراتو د ټیم دا مقتدر او برجسته غړی عجیب نورانیت لري!
نرۍ ونه، نحیف بدن، ورین تندی او مبتسمه څیرہ یې سړی دې ته مجبوروي چې د خپل روح د تسکین لپارہ په مکررہ توګه ورته وګوري!
ماته بیا وروسته د امارت ځینو ملګرو وویل: حنفي صیب چې څومرہ شفیق، مھربانه او خندہ رویه ښکاري، د امارت په کارونو کې ھماغومرہ جدي، کلک او له حق څخه نه تیریدونکی مشر دی!
ما ورو وویل: حنفي صیب سم د کونړ سیند دی، په ظاھرہ ارام بریښي خو که پښه ورکوزہ کړې، دومرہ ګړندی دی چې که ښه لامبوزن و نه اوسې، وړي دې!!
د مستطیل په ھغه بل سر کې درې خویندې ناستې وې:
۱- ډاکترہ سارا الکوزی ( انګلستان )
۲- آغلې خاټول مومند ( ناروې)
۳- آغلې بلقیس ( امریکا )
امارت د ښځو حقوقخیلو دومرہ تر فشار لاندې راوستي چې د خبرو لومړی حق یې ھم ښځو ته ورکړ (!)
آغلې الکوزۍ ډیرې ښې خبرې وکړې. ھغې د ښځو د حقوقو داعیه او د تعلیم مسئله ھم تر امن او سولې پورې وتړله! ھغې وویل دا سوله دہ چې ښځې او جینکی پکې مکتب ته تللی شي!
آغلې خاټول مومند چې ځان لیکواله او ژورنالسته را وپیژندله لومړي ځل له طالبانو سرہ د مخ کیدو پر مھال د امارت
د غړیو واسکټونو ته په ډیر ځیر ځیر کتل! ھغې له ستانکزی صیب څخه د حقوق زن او ښځو ته د تعلیم د آزادۍ په اړہ پوښتنې وکړې.
آغلې بلقیس مجلس ته ناوخته راغلې وہ نو یواځې د ځان پر معرفي کولو یې اکتفا وکړہ!
د مستطیل په دویمه ضلع کې د ځینو ناستو بھر میشتو افغانانو نومونه
۱- فیصل رحیم لغمانی (ھالینډ/ انګلستان)
۲- خالد ھادي امریکا
۳- حاجي محمد نعیم نیازی ( سعودي )
۳- عمران فیروز (جرمني)
۴- محمد داؤد عظیمي ( جرمني)
۵- غلام نبي غوثي (جرمني)
۶- ډاکټر عبد المتین صافی ( جرمني)
۷- مولوي نقیب الله محمدي (پاکستان )
۸- قاري سلطان محمد (امریکا )
۹- عبد القدیر مومند (امریکا )
۱۰- ډاکتر فاروق اعظم
۱۱- امام الدین ساپی (جرمني/امارات)
۱۲- خاورې پیرزادہ
۱۳- انجنیئر تنویر ( ؟؟؟)
۱۴- عبید الله عَلم ( انګلستان )
۱۵- حدید الله نظیم ( انګلستان )
ښایي د غونډې د ګډونوالو ملګرو له ډلې څخه د چا نوم راڅخه پاته شوی وي، بښنه کوئ!
د ډاکټر صیب فاروق اعظم وینا
دا لړۍ ادامه لري
=========
د قطر سفر ( څلورم پاړکی )
په راغلیو میلمنو کې د خبرو لومړی حق د امارت د مشرتابه لخوا ډاکټر صیب فاروق اعظم ته ورکړل شو.
د ډاکټر صیب خبرې د توقع خلاف ډیرې لنډې وي!
ھغه سوله د جګړې درمند وبللو او موخه یې دا وہ چې چا جګړہ کړې وي، درمند ھم باید ھماغه کور ته یوسې!
بیا یې د امارت له مشرانو مننه وکړہ چې د سولې آواز یې تل پخپل حسن نیت بدرګه کړی!
له ډاکټر صیب څخه وروسته خبرې په لمبر شوې او د ھر ویناوال لپارہ پنځه دقیقې وخت تخصیص شو.
په دې حساب د مستطیل د دویمې ضلع په سر کې لومړی ( غالباً) ښاغلی فیصل رحیم لغمانی ناست و. ھغه ډیرې لنډې خبرې وکړې، بیا د بینوا ویبسایټ او ټولنې ځوان موسس خالد ھادي خبرې وکړې.
ھر چا به خپلې خبرې او پوښتنې یو ځای مطرح کولې او ستانکزي صیب به ځواب ورکاوہ!
قاري صیب سلطان محمد تلاوت او لنډہ دعا وکړہ.
د ښاغلي امام الدین ساپي وینا:
ساپی صیب له آرہ ښوونکی دی نو د بل د پوھاوي په میتود ډیر ښه پوھیږي.
زموږ د پوھاوي لپارہ یې ھم د خبرو پیل پر دې متل وکړ چې وایي: ټولو ته له ازله وي او موږ ته له میر افضله!
له میر افضل څخه د ساپي صیب موخه ھغه ملکي غداران ول چې تل یې پخپل ھیواد کې د ښکیلاک د راتګ لیار ابپاشي کړې!
ھغه مخکې وویل:
دسکندرمقدونې نه نیولی تربابره پوري دې راہ بلد اب پاشانو به له یرغلګرو سرہ د خپلویو او خیښۍ کولو له لیارې دربار ته لاسرسی پیدا کاوہ خو په ۱۷۶۱ ع کال دپانې پت دجګړی په ګټلو سره احمدشاه بابا ھغه مھال نوی لار پرانیسته کله چي یې د نورو ملتونو اسیران خوشي کړل او مسلمانو اسیرانو ته یې سخته سزا ورکړه د ستر احمد شاہ بابا دا کار د راتلونکي نسلونو لپاره د عبرت درس و تر څو مسلمانان په آیندہ کې د بل په چاړه او ټوپک دخپل مسلمان ورور وینه تویه نه کړي خو د شاہ زمان په دوره کی کورنی جګړی دایران اوانګریزانو لاسوهنې هرڅه ګډوډ کړل چی وروسته بیا دهر یرغلګر دراتلو سره سم دګوډاګیانو تعداد دومره زیات شو چی دشوروی یرغل پر وخت دګوندونو کچې ته ورسید او د سپتمبر یولسمې له پیښې پس خو دامریکا یرغل کی سم اشر جوړ شو؛ اسلامي او غیر اسلامي ټول ګوندونه ورګډشول او د یرغلګرو مخې ته یې داسې اب پاشئ وکړی چې اوس یې په ناولتیا خپلې جامې هم ککړې دي!!
ساپي صیب خپلې خبرې د امارت له مشرانو څخه په دې پوښتنه پای ته ورسولې چې د امارت تعامل به له دې ابپاشانو سرہ څه وي؟ د یرغل محصول سرہ به څه کوي؟
او آیا د دوی ھمداسې پریښودل یا ورسرہ جوړ جاړی کول خو به د شھیدانو له وینو سرہ خیانت نه وي؟!!
د ساپي صیب له وینا وروسته ماته د خبرو موقع راغله.
خو زہ د خپلو خبرو له لیکلو مخکې د غونډې د یوې ګډونوالې آغلې خاټول مومند خبرو ته تم کیږم!
آغلې مومند له ناروې څخه تشریف راوړی و او د غونډې ګډونوالو ته یې ځان لیکواله، ژورنالسته او د ښځو د حقوقو فعاله ور پیژندلی و.
څو ورځې وړاندې مې د کوم تلویزون چې غالبا امریکا غږ به و، پر شیشه ولیدہ.
له تلویزون سرہ ددې محترمې د مرکې پر لیدو ترې دومرہ متأثر شوم چې اوس فکر کوم له دې پس زہ ھم د ښځو د حقوقو داعیه پر مخ یوسم!!
دې آغلې موږ ته ځان د ننګرھار د جلال آباد را معرفي کړی و خو د پښتو پروګرام پښتو ویونکی خبریال دې ته اړ شو چې خپلې پوښتنې په دري ژبه مطرح کړي!
که د مومندې صاحبې خبرہ رښتیا وي نو دا به زما په ژوند کې لومړې د جلال ابادۍ خور لیدل وي چې په پښتو نه پوھیږي!!
زہ دا نه وایم چې په پښتو دې ځواب ووایي خو اقلا دومرہ ھیله ترې لرم چې د پښتو پر سوال باید پوہ شي، خیر دی ځواب دې په دري ووایي!!
خبریال وپوښتله: جرګې ته چا دعوت کړې وې؟
ځواب یې و: ھو جرګې ته دعوت شوی وم او ھلته تللې وم!! خبریال بیا وپوښتل: ھو زہ پوہ شوم چې ھلته تللې وې خو چا دعوت کړې وې؟
د ھغې ځواب بیا ھم ھمداسې ګډوډ و.
آخر خبریال له بدې ورځې خپل سوال په دري مطرح کړ او پوښتنه یې وکړہ: که مشخص راته ووایې! ته ھلته د چا لخوا دعوت شوې وې؟
ځواب: مارا ګفته بود که برو! امو خالد دعوت کدہ بود!!!
دغه مھال زما په سر کې د سوالونو ضربې وچلیدې!!
یه په ښادۍ کې ګډہ شې!! کوم خالد؟! ولې خالد؟! د چا خالد؟! پر څه خالد؟! کله خالد؟ د کوم ځای خالد؟!
زہ تر اوسه نه پوھیږم چې له خالد څخه د دې خورکۍ موخه څه او یا څوک و؟!
خبریال بیا وپوښتله: له طالبانو سرہ مو خبرې وکړې؟
ځواب: بلې! ما از انھا حقوق زن خواستیم
خبریال: که په مشخصه توګه راته ووایاست! له کومو طالب مشرانو سرہ مو ولیدل؟
ځواب: یک اش ستانکزی نام داشت، دیګرھایش نمې شناسم!!!!!!!
د دې ځواب په اوریدو مې په سر کې د سوالونو ضربه و نه چلیدہ بلکې یو ډز وشو خو د راکټ لانچر!!
یه تا دین جار شم!! ته چې څوک نه پیژنې، حقوق ترې څرنګ غوښتلای شې؟!!!
د خبریال د نورو سوالونو ځوابونه یې ھم علی ھذا القیاس و!
دا یوہ خبرہ یې ھرہ لحظه ښکته پورته کوله چې: ما انجا رفته بودیم که داعیه ی بر حق خانمان را پیش ببریم و حقوق زن بګیریم!
زہ ایله اوس پوہ شوم چې دې محترمې د طالب مشرانو واسکټونو ته ولې دومرہ په ځیر ځیر کتل؟!
ښایي دا آغلې به فکر کوي چې حقوق زن کوم فزیکي موجود دی چې طالبانو پخپلو واسکټونو کې پټ کړی!!
د مصاحبې پر اوریدو مې که له یوې خوا زموږ د ټولنې د روشن خیاله ښځو پر حالت د افسوس اوښکې توئیدې نو له بلې خوا د غرب چالاکۍ او مکارۍ ته ھم ګوته په غاښ وم چې څرنګ یې زموږ د اناثو تعیلمیافته پوړکی په ځانګړي ډول بھر میشتې میرمنې د خپل تبلیغ په ساحرانه بوتل کې بندې کړي؟!!
داسې ښکاریدہ لکه چې دې محترمې لیکوالې، ژورنالستې او د ښځو د حقوقو بھر میشتې مدني فعالې خور ته یواځې ھمدورہ په سر کې ور پیچکاري شوي چې حقوق زن باید بګیریم!!
د یو بل سوال په ځواب کې یې وویل: موږ د جینکو لپارہ مکتبونه غواړو! داسې مکتبونه چې علمي معیار یې اوچت وي نه د مدارسو په شان چې انتحاریان تولید کړي!!!
دا مصاحبه ما د تصادف له مخې په داسې حالت کې ولیدہ چې د تلویزون له کوټې څخه د بھر تللو په نیت ولاړ وم! خو چې کله مې د مکاتبو او مدارسو په اړہ د مومندې خور ځواب واورید، سر مې په دواړو لاسو کلک ونیو او د کوټې په منځ کې کیناستم!
زوی مې را منډہ کړہ او پوښتنه یې را څخه وکړہ: ولې پلارہ! پر سر دې درد شو؟
ما ځواب ورکړ: نه، کاش په سر مې درد وای!!!!!!
په مجلس کې زما خبرې او د متقي صیب فرمائش:
دا لړۍ ادامه لري!!
========
د قطر سفر ( پنځمه برخه )
زما ګډې وډې:
دا ابتدا خدایه د لیوني دہ!!
له ساپي صیب څخه وروسته مائک زما لاس ته راغی.
ما لومړی د مجلس له ګډونوالو وغوښتل چې مرحوم شیخ مولوي محمد عالم ته د دعا لپارہ لاسونه پورته کړي!
نوموړي مولوي صیب په ھماغه ورځ او یا په پرون یې د ډرون په یوہ ناځوانه برید کې د ننګرھار د شیرزادو په مرکیخیلو کې په شھادت رسیدلی و او بیا مو ټولو شھیدانو ته دعا وکړہ!
ما د اوږدو خبرو پلان درلود خو څرنګه چې غونډہ لغوہ شوې وہ او وخت ھم پنځه دقیقې راکړل شوی و نو له نورو خبرو تیر شوم او یواځې د مسایلو پر نتایجو وغږیدم!
له حمد او ثنا پس مې وویل: ځینې وخت داسې یو څه پیښ شي چې د انسان د خفګان لامل وګرځي خو سړی نه پوھیږي چې الله عزوجل یې په ھماغه کې خیر نغښتی وي!
د قطر د کنفرانس لغو کیدو موږ ټول خواشیني کړي یو خو موږ نه پوھیږو، ښایي په ھمدې کې مو خیر وي!
د کابل ادرې خپل خلک دلته په کنفرانس کې د شرکت لپارہ نه بلکې د غونډې د تخریب لپارہ را استول.
اوس غونډہ لغوہ شوہ چې بیا یې جوړول ښایي ډیر ستونزمن نه وي خو که کنفرانس تخریب شوی و، نو بیا به یې دایرول ډیر ستونزمن وای!
د یو شي لغو کیدل یې له تخریب څخه په مراتبو بھتر دی!
دغه مھال متقي صیب را غږ کړ: پیرزادہ صیب! موږ غواړو له تا یو شعر واورو!
ما ورته کړل: په سترګو، خو په دې شرط چې د شعر وخت به زما له پنځه دقیقو څخه نه منفي کوئ!
مجلس ټول په خندا شو. متقي صیب وویل: سمه دہ، نه یې منفي کوم!
ما خپلو خبرو ته داسې ادامه ورکړہ:
زہ چې دې کنفرانس ته راتلم نو یوہ لیکنه مې کړې وہ؛ ما لیکلي و: زہ دې کنفرانس ته ھم خوشاله یم او ھم خفه. خوشال په دی یم چې خپل ھمفکرہ دوستان به ووینم او خفه په دې یم چې دلته به له ھغو قاتلینو، غاصبینو او د اشغال له ګوډاګیانو سرہ ھم مخ کیږم د چا لیدل چې ما پخپله دا نولس کاله پر ځان تحریم کړي و.
دغه مھال ستانکزی صیب را ته کړل: پیرزادہ صیب! دا خو لکه چې الله تعالی ستا سوال قبول کړ!!
ما خپلې خبرې داسې وغځولې:
دوستانو!
زما نیکه د انګریز په مقابل کې جګړې کړي! انګریز ښکیلاک یې داسې مات کړی چې بیا یې پښه په ھیڅ اسیایي او افریقائي ھیواد کې ټینګه نه شوہ! د ھغه د جګړې له برکته نیمه نړۍ د انګریز له استعمار څخه خلاصه شوہ او د ډیري ھیوادونو وګړي د ھوسا ژوند څښتنان شول خو زما پلار پرې ھوسا نه شو!
پلار مې یو ځل بیا مھاجرت او د وسلې اوچتولو ته اړ شو! ھغه د روسي ښکیلاک په مقابل کې وجنګید. جګړہ یې وګټله، ګټه یې جرمني، شرقي اروپا، مرکزي اسیا او نورو ته ورسیدہ. زہ د پلار پر بریا ھوسا نه شوم او له تیرو ۲۳ کلونو له ھیوادہ بھر د مھاجرت او غربت شپې ورځې تیروم!
اوس موږ یو بل استعمار مات کړ. خو پوښتنه دادہ چې آیا زموږ اولادونه او لمسیان به زموږ پر دې ګټې ھوسا شي؟! آیا ھغوی به پخپل ھیواد کې د ارامه ژوند څښتنان شي؟ که نه پر ھغوی به ھم بل اشغالګر راځي او مھاجرتونو او وسله پورته کولو ته به کرھاً مجبوریږي؟!
موږ په تیرو دوہ سوہ کلونو کې یواځې دفاعي جګړې کړي یانې موږ تر ھغې پر چا نه یو بلوسیدلي تر څو یې زموږ کور ته کاڼي نه وي را وار کړي!
محترمو مشرانو!
موږ تل جګړې ګټلي خو پر میز مو بایللې! دا ولې داسې دہ؟ راځئ چې په لامل یې فکر وکړو!
زما په په اند لامل یې دا دی چې موږ ھر ځل اشغال په شا تمبولی خو د اشغال محصول مو پر ځای پرې ایښی!
لنډہ بیلګه یې د شوروي اتحاد ماتې دہ! ولس د کمونیزم ھیولا نسکورہ کړہ خو د مجاھدینو ځینې حریصو، د قدرت او ثروت وږیو مشرانو د کمونستي رژیم بقایاجات چې زہ یې د اشغال محصول بولم له ځانو سرہ په قدرت کې سھیم کړل!
روس مو له دروازې وشاړہ او د کړکی له لیارې مو بیرته کور ته راووست!!
د امریکائي اشغال له نولس کلن محصول سرہ خبرې، تفاھم او جوړ جاړی به بد کار نه وي خو د افغانستان په راتلونکې کې ورسرہ قدرت شریکول به مو بیرته ھماغه د نویمو کلونو د پیښو تکرار ته اړ کړي!
که امارت اشغال نه مني نو محصول به یې ھم نه مني!
ځکه ماته دا خبرہ د منطق په حساب روغه نه بریښي چې ووایو: اشغال نه منم خو محصول یې منم!
محترم ستانکزي صیب پخپلو خبرو کې د باعزته سولې کلیمه وکاروله! زہ وایم د کابل د ګوډاګۍ ادارې کوم داسې چارواکی پیژنئ چې ھغه غل، غاصب، د نورو اجنت، قاتل او ګوډاګی نه وي؟!
موږ څنګه کولای شو چې له داسې خلکو باعزته سوله وغواړو د چا په قاموس کې چې د عزت کلیمه له آرہ موجودہ نه وي؟!
ھیله دہ پیغام مې رسولی وي! ستاسې ټولو له توجه څخه نړۍ مننه!
ستانکزی صیب را ته کړل: پیرزادہ صیب!
چې ورور دې لیونی شي څه ورسرہ کوې؟!
آیا له کورہ یې شړې؟!!
ما ورته وویل: نه صیب! له کورہ یې نه شړم خو د کور په واک کې یې ھم له ځان سرہ نه شریکوم !!
ستانکزی صیب موسکی شو او ویل یې: نو ھسې له بازارہ خو به سودا پرې راوړې؟!!
ما د ستانکزی صیب د خبرې ځواب ور نکړ. له دې ور اخوا د مشرانو په مقابل کې پر خپلې خبرې ټینګار راته بې حیایي ښکاریدہ!
خو ورو مې ساپي صیب ته وویل: په قسم که له بازارہ پرې سودا ھم راوړم!!
زما شعر او متقي صیب فی البدیھه بیت:
(دې لړۍ خو زہ له کار روزګارہ وویستم او لا ھم ادامه لري)