ډاکټر عبدالله: په مشورتي لویه جرګه کې نوې څه نه وه

نن ټکی اسیا (شنبه ۱۴غويی، ۱۳۹۸ل): د ګډحکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله د مشورتې جرګې تر ختمېدو یوه ورځ وروسته وویل د جرګې په پریکړه لیک کې هیڅ نوې څه نه وه، ټولې زړې خبرې وي.

نوموړي د اناطولیه خبرې اژانس سره په مرکه کې وویل: هغه خبرې چې د مشورتې لویې جرګې په پریکړه کې راغلي، نوې نه وې، مونږ له همدې وجې نه غوښتل چې ګډون په کښي وکړو.

د نوموړي په وینا دغسي یوه جرګه باید د طالبانو سره تر خبرو وروسته چې کله د هغوی سره موافق وشي، بیا را وغوښتل شي تر څو د سولې وروسته د افغانستان پر راتلونکې باندي موافقه وشي.

باید وویل شي چې د مشورتې لویې جرګې په ۲۳ مادو کې د حکومت او طالبانو پر اوربند باندي ټینګار شوی وو، او اشرف غني وویل چې دی تیار دی د طالبانو سره اوربند وکړي.

باید وویل شي چې د اشرف غني د مشورتې لویې جرګې سره د هغه په حکومت شریک ډاکټر عبدالله او ډیرو سیاسي څیرو او ولسمشریزو ټاکنو ته نوماندانو پریکون اعلان کړی وو.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ په خیر.
ډبل عبدالله لپاره ډالر په کی نه وه.او نور سیاسیونو لپاره هم ډالر په کی نه وه.خو ولسی خلکو لپاره ډیر څه وه.
هر هغه ناسته چه د سوله په نوم وی ولس یی هر کلی کوی.ولس سره رښتیا څه نشته،
افرین په سیاف ،او حاجی دین محمد

Hidayat shinwaray
میلمه
Hidayat shinwaray

د افغانانو ټول عمر په همدی خبرو باندی تیر شو I am right you are wrong.
هر څوک په دی شه پوهیژی که غواه توره ده خو شدی یی سپینی دی.
هر څوک پدی پوهیژی چی معصر افغانستان د مختلفو ملکونو پر جاسوسانو باندی تقسیم او ترکیب شوی بی خاونده او بی سرپوښه ملک دی.
هر یو ملک نن په افغانستان کی د خپلو جاسوسانو په وسیله لوی شر او اشر یی جوړکڔی او خپل نفوذ یی پکی اغیزمن کړی.