افغانستان

پکتيا: طالبانو د عسکر د ميرمن او زوی په وژنه کې لاس لرل رد کړل

نن ټکی اسیا (شنبه ۱۴غويی، ۱۳۹۸ل): طالبانو د پکتيا ولايت په احمد خېلو ولسوالۍ کې د دولتي عسکر د ميرمنې او زوی د وژنې په اړه غبرګون ښودلی دی او ويلي يې دي چې دا کومه کورنۍ شخړه وه او په دې کې دوی لاس نه لري.

د پکتيا ولايت چارواکو نن ورځ يوه خبر پاڼه خپره کړې وه چې په کې ويل شوي وو طالبانو د احمد خيلو ولسوالۍ په حسن خيلو سيمه کې د سيمه ييز قومندان قاري عزيز واده ته د ديدار په نامه د ملي اردو د يو عسکر ميرمن او زوی (نثار) ورغلي وو چې طالبانو وژلي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په دې اړه په خپل ټويټر پاڼه غبرګون ښودلی دی او ويلي يې دي چې دوی دا خبر په کلکه ردوو او په دې کې لاس نه لري.

مجاهد زياته کړې ده چې ياده پيښه شخصي جنايي پيښه ده او دا يې د دوی پر ضد تبليغات بللي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x