افغانستان

غزني؛ ده‌یک کې ګډو ځواکونو ۱۱ تنه ملکي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴غويی، ۱۳۹۸ل): د غزني په ده‌یک ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو په عملیاتو کې ۱۱ ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، ګډو ځواکونو تېره شپه د نیاز کلا او سرانداز کلا سیمو کې چاپې وهلې او د ځاني تلفاتو تر څنګ يې دروند مالي زیا هم اړولی دی.

د غزني ځايي چارواکي هم یادو سیمو کې ملکي مرګ‌‌ژوبله مني، خو زیاتوي، د مېرمنو او ماشومانو په ګډون پنځه تنه ملکي وګړي يې وژلي، خو تر ۲۰ تنو زیات طالبان يې هم وژلي دي.

د غزني د والي ویاند عارف نوري وايي، یادو سیمو کې ملکي مرګ‌ژوبله د دواړو لوریو د جګړې په ترڅ کې اوښتې ده، خو طالبانو د ادعا بې اساسه بللې ده.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر پاڼه لیکلي، ګډو ځواکونو ۱۱ تنه ملکي وګړي وژلي، درې يې ژوندي وړي او د ګڼو کورونو دروازې يې ماتې کړې دي، چې مالي زیان يې هم ور اړولی دی.

دا په داسې حال کې دی چې تر دې وړاندې هم د غزني د د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکو د حکومت له لوري پيل شوي عملیات د ولس ضد عملیات وبلل او پر ملکي مرګ‌ژوبلې يې توند غبرګونونه ښکاره کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمدعباس

تاسو هم په لسو کی یوه پیښه پوست کوی
دمیدان وردګو ولایت دسیداآباد ولسوالی دشش قلعه په سیمه کی پوره دوه شپی وړاندی دګډو ځواکونو د عملیاتو په پلمه هم نهو تنو دماشومانو اوښڅو په شمول مرګ ژوبله اړولی وه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x