افغانستان

ترکيې د سولې د ملاتړ سینه ډبولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴غويی، ۱۳۹۸ل): ترکیه وايي افغانستان کې د سولې له روانې پروسې ملاتړ کوي او هیله لري، چې دې هېواد کې دایمي ثبات رامنځته شي.

دا څرګندونې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان له اجراییه رییس عبدالله عبدالله سره لیدنه کې استانبول کې کړې دي.

د اجراییه ریاست خبرپاڼه لیکي، ښاغلي عبدالله د اردوګان په رسمي بلنه ترکيې ته سفر کړی دی، چې پکې ترکي چارواکو د شفافو ټاکنو د ملاتړ یادونه هم کړې ده.

د سرچینې په وینا ترکيې له افغانستان سره د مرستو د دوام ژمنه کړې او اجراییه رییس د نورو مننو ترڅنګ د افغان ـ ترک ښوونځیو ځانګړې مننه کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x