اتمر: لویه جرګه د بې اتفاقۍ سبب شوه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴غويی، ۱۳۹۸ل): د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نوماند او د امنیت شورا پخوانی سلاکار حنیف اتمر وايي، مشورتي لویه جرګه چې حکومت د سولې اړوند جوړه کړې وه، بې اتفاقي رامنځته کړې ده.

دغه جرګه چې تېره ورځ له څلورنیمو ورځو وروسته پای ته ورسېده، کابل کې جوړه شوې وه چې د دولتي سرچینو په وینا پکې ۳۲۰۰ تنو ګډون کړی و.

اتمر چې د دې جرګې له تریحموونکو څخه و، په همدې مناسبت خپره کړې اعلامیه کې ویلي، دا یوه سفارشي لویه جرګه وه چې د سولې په چارو کې مرسته نه‌شي کولی، خو د افغانانو او سیاسي جریانونو تر منځ يې بې اتفاقي پيدا کړه.

هغه که څه هم دا جرګه د لوړو بې ځایه لګښتونو، لارو بندېدلو علت او د قانون خلاف معیارونو یاده کړې ده، خو زیاتوي چې خلکو پکې د سولې پر ضد دسیسې خنثی کړې.

هغه نه دي ویلي چې کومې او څنګه دسیسې، خو زیاته کړې يې ده د غني موخه د قانون خلاف د واک غځول و، چې په وینا يې د جرګې غړو پرې هوکړه ونه کړه.

که څه هم د جرګې په پرېکړه‌لیک کې د مؤقتې ادارې او یا هم د غني د واک د پای یا دوام په اړه واضح څه نه دي ویل شوي.

په ورته وخت کې اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم دا جرګه بې ګټې بللې او په وینا يې نوي څه پکې نه و.

دې جرګې چې ډېری ګډونوال يې دولتي مامورین و پر اوربند، کابل کې طالبانو ته د دفتر پرانیسته او د طالبانو او حکومت پر مخامخ «خبرو» ټینګار کړی و، کوم څه چې د حکومت مشر يې هم پرلپسې تکراروي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
هارون
میلمه
هارون

خدای دې خوار کړه اتمره! افغانان خو داسې په اتفاق وو، چې اوس دې جرګې بې اتفاقه کړل. مخالفین باید یو چټیات ووایي که نه نو بیا به قانوني او هغه بل خرکار محقق ترېنه خپه شي. په اسلام کې وایي چې تاسو د بد، بدتر او بدترین تر مینځ بد غوره کړئ. همدا شان نور علوم هم وایي چې هر څه په نسبي توګه خوښوئ یا غوره کوئ. مطلق ښه او بد نشته. نو اوس په دې غلو او نورو مزدورانو کې اشرف غني او ډله یې ښه دي. جرګه ملګرو ملتونو او ناټو تائید کړه نور د چا… نور لوستل »

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

زه د اتمر په زعم د اتفاق او بې اتفاقی د تعبیر په هکله څه نه وایم ، دومره وایم چي بې اتفاقی به ښه وی یا بده خو:
نفاق ډېر بربادوونکی صفت دی. نفاق معنی شِرک.نفاق یا دوه مخی یوازی په عقیدتی لحاظ یو مذموم کار ندی بلکه د ژوند په هر ډګر کی یو مذموم او عزت زبېښونکی او زیان رسوونکی عمل ګڼل کیږی.اوس نو ګز پر کښېږدۍ د اتمر پر ځګر چي څو کیلو یا څو ټنه نفاق پکی کوَټه دی.

غوربندي
میلمه
غوربندي

دا د انګرایزانو مزدور چې د مفکر تر زنې لاندې یې کرغېړن امنیتي تړون لاسلیک کړ،،، ولې په دې اړه سوڼ نه وهي،،، حقیقت دادي چې دا ناولی د اشرف غني مخالف دی خو کوم جنایات او کارونه چې اشرف غني کوي،،، دا منافق غواړي هغه کارونه او جنایات په اکره وجه سر ته ورسوي،،،، لعنت دې خدای دې وي په دې ګوډ کمونست شیطان باندې.

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

نړیوال یهودی استعمار د پرونی د سوړ جنګ د اخوانی مشرانو ، کمونستانو ، نشنلستانو او سکولریستانو څخه د خپلو غلامانو ثلاته او یا تسبیح جوړی کړی چه کله به د تسبیح څو دانی او کله بهد تسبیح نور ی څو دانی زمونږ د مظلوم اولس د وژلو ، استثمارولو او غلامولو د باره کاروی. اثمر ، عو غ کرزی سیاف ، دوستم عطا ربانی کلبدین او داسی نوری خو یی لویی تسبیح دی په میدیا او رسنیو او حتی د نن ټکی اسیا اسلامی پاڼه کی ځینی تبصره لیکونکی شته چه هغوی د هغه استعماری تبسبیح کوچنی کوچنی دانی… نور لوستل »