افغانستان

لاجورد لار؛ یوازې یو موټر، چې هغه هم د وېزې نه‌شتون لار کې درولی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴غويی، ۱۳۹۸ل): لاجورد لار چې افغانستان د ځمکې له لارې له ترکیې سره نښلوي له پرانیستې راهیسې يې نږدې نیم کال اوړي، خو یوازې یو موټر پرې تللی او هغه هم لار کې بند پاتې دی.

د متشبیثینو د عالي بورډ مشر رحم الدین حاجي اغا وايي دغه موټر لا هم ترکيې ته نه دی رسېدلی او ستونزه يې هم د وېزې نشتوالی دی.

هغه ویلي له حکومته غواړي چې د سوداګرو لپاره د لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو د وېزو برخه کې مرسته وکړي.

حاجي اغا زیاتوي اټکلاً باید هره ورځ له اوو تر نهو سواګریزې لارۍ تر کيې ته وخوځېږي چې له هغه هېواده اروپايي هېوادونو ته افغاني توکي ورسوي، خو تر اوسه یو موټر هم رسېدلی نه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx