افغانستان

تادین خان هم پر طالبانو د «ترحم نشته» غږ کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴غويی، ۱۳۹۸ل): د کندهار امنیه قومندان تادین خان چې د خپل ورور جنرال رازق له وژل کېدو وروسته يې پر یاده چوکۍ کېنستی، پر خپلو عسکرو غږ کړی چې پر طالبانو «زړه ونه سوزوي.»

تادین خان چې په یوه ویډيويي پیغام کې سپين بولدک کې د طالبانو د یو برید غبرګون کې څرګندونې کړې، چې «نور باید پر دې خلکو زړه ونه سوزول شي.»

د تادین خان د ماموریت له پیله د کندهار ښار کې هم هدفي وژنې ډېرې شوې او خلک له نا امنۍ شکایت کوي.

هغه چې د خپل ورور په واکمنۍ کې پر شخصي زندان لرلو هم تورن دی، په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې حکومت تېره ورځ د سولې لپاره راغوښتې جرګه پای ته ورسوله.

وړاندې تر دې هم کندهار کې د طالبانو جسدونه پر ورځو ورځو د سړک پر غاړو لمرونو ته پراته پاتې شوي، موټرو پسې تړل شوي او نیم بربنډ د پوځي ټانګونو پر مخې تړل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابونظام خوستی

تادین ته دی وویل شی
د لغړی نه به ستا انجام بد وی

ستا نه مخکی هم ډیرو د بګتی غګولی دی خو
اوس پری ترخی زرغونی دی
کنه رازق لغړی جبار ټوسمار او۔۔۔۔۔ قبرونو ته ورشه هر سا به درته یاد شی

pattang

هلکه ته خو مداریانو کښېنولی یې ، هلکه بې دین خانه نه علم لرې نه تحصیل ایله د ملوک الطوافي دبادارانو په زور ناست یې خو د قومنداني لیاقت نلري ، هو په افغانستان کې ډیر قومندانان ډاکوګان دي انشا الله چې ته به هم د خپل ورور خواته لاړ شې !

Karwan

لغړي بيسواد او بيوجدانه افغان دوښمنه، دپښتنو په وژلو کي مو رکارډ جوړکړ. تاسي کوم وخت په دي خلکو رحم کړي وه، چه نن دبيرحمي نه خبري کوي. وخت به دراشي او بيابه په ويش او بولدک کي د تيښتي ځاي درباندي ودريږي، صبر کوه. کاروان

غ.حضرت

زه د تادین مادین او د هغه د ورور د کړنو په هکله د ویلو څه نلرم( فعلاً) او د طالب جان په هکله می د دریځ بیان ته هم اړتیا نسته خو: د اولعزم پیغمبرانو او نورو درنو او ښکلو انسانانو په شمول هیڅ یو ربړېدلی ښه انسان هیڅکله خپلو لارویانو او مریدانو ته دا توصیه نه ده کړې چي مثلاً ( پر فلانی باندی رحم مکوی). پدې حساس ټکی باید پوه شو چي رحم نه کول یوه ستره ګناه ده خو د رحم نه کولو توصیه تر هغې لا ستره ګناه ده، د رحم نه کولو فکر پخپل… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x