افغانستان

ولسي جرګې له اجنډا او اداري پلاوي پرته، غونډه وکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴غويی، ۱۳۹۸ل): د ولسي جرګې د اوولسمې دورې غړو نن عمومي غونډه وکړه، خو نه يې اجنډا درلوده او نه يې لا هم اداري پلاوی ټاکل شوی دی.

د دې جرګې یوې غړې فاطمې عزیزي وویل، نننۍ جلسه يې د قانون او کورنیو اصولو خلاف عمل دی، ځکه باید اداري پلاوی يې درلودلی او د غونډې اجنډا هم باید یاد پلاوي ټاکلې وای.

نویو وکیلانو پر ټاکنو کمیسیون غږ وکړ چې ژر تر ژره د کابل ولایت پایلې څرګندې کړې، چې دوی اداري پلاوی وټاکي.

د ولسي جرګې ټاکنې چې تېر کال مني کې شوې وې، لا يې هم بشپړې پایلې څرګندې نه دي، خو اشرف غني له دوه میاشتو تړلو دروازو وروسته د پارلمان دا دوره پرانیسته.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون اوونۍ وړاندې اعلان وکړ چې د کابل ولایت لومړنۍ پایلې يې هم لغوه اعلان کړې، دوی د درېیم ځل لپاره د کابل رایې بیا شمېرې، وروسته به لومړنۍ او تر هغه وروسته به بیا وروستۍ پایلې اعلان کړي.

ولسي جرګه ښايي د کابل تر پایلو اعلانېدو پورې اداري پلاوی ونه ګماري، چې عمومي غونډې به يې هم د اصولو خلاف بلل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x