افغانستان

قومي مخور: حکومت دې د خلکو قصدي وژنې بندې کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴غويی، ۱۳۹۸ل): د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ قومي مخور وايي، حکومت دې شپنیو عملیاتو کې د ملکي وګړو قصدي وژنې ته نور د پای ټکی کېږدي.

دې عملیاتو کې د لسګونو قربانیانو د کورنیو غړو او د برمل ولسوالۍ د لمسته او بندوري سیمو قومي مخورو له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره خبرو کې له هغه غوښتي چې پر حکومت دې د خپلو خلکو د پراخې وژنې د بندولو غږ وکړي.

د حامد کرزي له دفتره خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې دې قومي مشرانو د خپلو ځاني او مالي زیانونو په اړه هم له حامد کرزي سره دقیق معلومات شریک کړي دي.

دوی وايي چې سیمه کې يې د «کمپاین» په نوم ځواکونه خونړي شپني عملیات ترسره کوي چې قصداً ملکي وګړي په نښه کوي.

دغه ځواکونه چې خوست کې مېشت دي، پکتیا، پکتیکا او ان غزني ولایتونو کې د خونړیو ملکي تلفاتو عاملین بلل کېږي.

دا په داسې حال کې دی چې تېره شپه هم د غزني ولایت ده‌یک ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو عملیاتو کې ۱۱ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي، چې حکومت یوازې د پنځو تنو پخلی کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x