
خلیلزاد: د سولې لپاره وسلې اېښودو ته تیار یوو
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴غويی، ۱۳۹۸ل): د روانې جګړې د ختمولو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تازه ټویټ کې د وسلې اېښودو ته تیاری ښوودلی دی.
هغه چې وړمه ورځ پر طالبانو د وسلې اېښودو غږ کړی و، خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد يې ځواب کې لیکلي و، چې د دې څرګندونو پر ځای باید حقایق درک کړل شي.
هغه د یوې کوچنۍ یادونې تر څنګ، زیاته کړې وه: « بهتره داده چې خلیلزاد د شف شف پر ځای سم په جرأت سره شفتالو ووايي او روانو حقائقوته غاړه کيږدي.»
ښاغلي خلیلزاد يې غبرګون کې لیکلي، د سولې لپاره ښکېلې خواوې باید وسلې پر ځمکه کېږدي «دا اخلاقي ټاکنه او مهم ګام دی، موږ تیار یوو.»
All sides laying down arms is the outcome of any peace process. All sides agreeing to reduce violence is a necessary step toward achieving that outcome and the morally responsible choice to make. We stand ready.
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) May 4, 2019
خلیلزاد له خپل پلاوي سره یو ځای له تېرې چهارشنبې راهیسې دوحه کې له طالبانو سره پر خبرو بوخت دی، چې د بهرنیو ځواکونو پر وتلو يې د جزییاتو پر اختلافات د کمېدو خبر ورکړل شوی دی.
اسوشیټیډ پریس لیکلي دواړه خواوې د بهرنیو ځواکونو د مهال وېش اړوند هوکړې ته نږدې شوې او پر کومو جزییاتو چې يې وړاندې اختلاف احساسېده پر کمېدو ښکاري.
که څه هم د دې غونډې جزییات له رسنیو سره لا شریک شوي نه دي، خو وړاندې تر دې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي و، ډېر تمرکز به يې د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر جزییاتو وي.
دا ډېر مهم ټویټ او پیام دی. طالبان باید ښه فکر او غور ورباندې وکړي. طالبان باید داسې مدبره پرېکړه وکړي چې ټول ملت یې د ګټو څخه برخمن شي. مننه
Ending to the occupation is the final solution, the truth is revealed no more deception should be launched
جوړ تازه په خیر.
.امریکا چه اسلحه په زمکه کیږدی موږ او تاسو به په ور ټوپونه کړو.وسله به غنیمت کړو.نوی وسله ده په پاکستان به یی خرڅه کړو.
نو دوستانو پړی او رسی غنیمت ته تیار کړی. هغه د ناشناس سندره چه…..
پړی واچوی اوښانو کی.
غمي ګکه جوړ تازه پخيرونه کور کي قراري ده خپله ښه يي؟ ما ويل چه ته به دي خبري ته څنګه چه هارون خان په کمينت کي ليکلي وو مدبراه پريکړه وکړي, خو په خواشيني سره چه ستا تددبر وس هم تر ناشناسه پوري محدوده پاتي ده.
له کراچۍ څخه خپریدونکې د آی ایس آی اخبار (امت) په پرونۍ ګڼه کې ولیکل، چې طالبان زموږ د لاس هغه اله ده چې موږ ترې اوس مهال د امریکا د راګیرولو کار اخستی شو تر څو د ځان پر وړاندې د امریکا فشار کم او مالې ستونزې پرې حل کړو. اخبار لیکي چې طالبانو ته مو ویلې دې چې باید اوربند ونه کړې، او چې کله امریکا اوربند ته اړه شوه هغه مهال موږ د خپلو طالبانو له اړخه پرې فشار واریدولو شو تر څو موږ له هغه تور لیست څخه ځان ورباندې راوباسو کوم کې چې د ترهګرۍ… نور لوستل »
دا خو بې حقیقته یوه لوده تبصره ده څوک چې په داسې چېټیاتو باورکوي د هغه شعور به له حیوانه هم کم وي !!
کیدی شی چه هغه د ( امت ) په نوم اخبار هم د نړیوال استعمار ( امریکا ) له خوا پاکستان کی نشریږی ، که پاکستانی اخبار وی او دا ومنو چه طالبان د پاکستان اله ده ، نو بیا دومره حماقت به څرنګه وکړی چه طالبان په خپل اخبار کی د الی په حیث یاد کړی که داسی وی امریکایان به ستاسی نوم هم په خپلو رسنیو کی یاد کړی چه غزنوی صاحب زمونږ د لاس اله او زمونږ د کمیشن د ترلاسه کولو د پاره هر ډول ګډی وډی لیکی . داسی معلومیږی چه تاسی د غلامی خپله… نور لوستل »
وحید الله ته طالبان داسلامي نړۍ په سطحه هغه جهادي ځواک ده چي په پوره یقین سره ویلای شوچي ټول مسلمانان ورباندې ویاړي تیره ورځ مې په رشنیوکې د اندونیزیا هیواد یوه ډله شځې ولیدې چي داسلامي امارت سپین بیرغ یې اوچت کړی وو او دلاندې یې په پښتوژبه ورته لیکلی وو دافغانستان اسلامي امارت دایران دسپاه پاسداران مشر هم په افغانانو ویاړي اوامریکاته له طالبانو سره په جګړه کی دماتې پېغورونه ورکوي تورسوډانی دعرفات په میدان داسلامي امارت سپین بیرغ پورته کوي او دالله ج له درباره ورته دفتحې دعاګانې غواړي طالب داسلامي نړي دمستضعفو ملتونو دسترګوتورده هغه ځواک… نور لوستل »
نو بیا څه ته ځنډ باسی ، وسله په زمکه هم مه ږدی له ځانه سره یی یوسی زمونږ هیواد مونږ ته پریږدی مونږ بهرنو په جنګ اچولی یو دا زمونږ هیواد او دا زمونږ خلک دی څوک چه د ریاست وړتیا ولری هغه به ریس کیږی ، څوک چه خاینین ، رهزن او کوتاه طریق او یا د بهرنو سره زمونږ د خاوری ، خلکو او خپلواکی د پلورلو دپاره اړیکی لری هغه به محاکمه کوو امریکا کی هم ښه او بد تفکیک کوی په ټرمپ یاندی شک دی چه ټاکنو کی ورسره روسانو اړیکی لرلی هغه ده پلټنه… نور لوستل »