د فاتحې اعلان

جهادي او مذهبي شخصيت د ارواښاد مولوي محمد يونس خالص، حاجي عبدالجبار او حاجي عبدالکبير د جهادي سنګر ملګری، د قاري شفيع الله، قاري سميع الله او قاري حضرت الله پلار، د مولوي نيک محمد، مولوي خير محمد، مولوي سردار محمد او مولوي نور الله اوښی صوفي عتيق الله مجاهد چې جنازه يې د جمعې په ورځ خاورو ته سپارل شوې ده، د مرحوم فاتحه سبا د یکشنبې په ورځ 10 نه تر 1:00 بجې پورې د پيښور حاجي کيمپ سټي ټاون ته څېرمه غني کالونۍ د ملک ارشد حجره کې اخستل کیږي.

خواخوږي او دوستان دې خبر وي.

‎(إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ‎)

د اړيکو شميرې

03069010099
03049154811
03015617842

تبصرې (2)

  • انالله و انا الیه راجعون

    الله تعالی دې رحم پرې وکړي،، بازماندګانو او ارادتمندانو ته یې تسلیت وایم،،، او له الله تعالی څخه ورته د جمیل صبر غوښتونکي یم.

  • انا لله و انا الیه راجعون . له قواری یی د معنویاتو نور خلیږی الله ج دی وبخښی او کورنی ته یی تسلیت وړاندی کوو او دا راته اړینه شوه چه د دغه مبارکه ایت په باره کی لږه یادونه وکړم :

    دهر مسلمان د پاره اړینه ده چه په هره لویه او حتی کوچنی پیښه کی هم او په ځانګړی ډول د چا د مړینی وخت کی ووایی چه انا لله و انا الیه راجعون . معنی یی ده چه بیشکه مونږ څه چه دا ټول کاینات د هغه یوه الله ج له خوا خلق شوی او دوباره به د هغه په واسطه مړه کیږو مګرانسانان او پیریان چه د شو او بدو د انتخابولو حق ورکړی شوی د حساب کتاب ورکولو د پاره به هماغه خالق او مالک سره مخامخ کیږو.
    تاسی د قرانی ایتو دی اعجاز ته وګوری چه په څومره کوچنی ایت کی یی د ټولو مخلوقاتو ابتدا او انجام نغښتی چه مونږ او ټول کاینات له هیڅ څخه خلق شوی او بیا هیڅ کیږو یواځی څوک چه تل وو او تل به وی هغه خالق لایزال دی.
    په پورته کوچنی مبارکه ایت کی د الله ج په نورو خارق العاده صفتو او پیاوړتیا سربیره د الله ج د خالق بودن او مالک پودن لوی صفتونه په ډاګه شوی چه مونږ نه وو الله ج خلق کړو یعنی د خپل خالق له شانه څومره شکته یو چه مونږ نه وو او خالق خلق کړو او خالق تل وو او وی به ، بله مهمه موضع زمونږ د مالکیت دی چه هیڅ هم نه لرو حتی ځانونه مو هم د هغه الله ج په مالکیت کی دی که مو د ځآنو مالکیت لرلی د مرګ مقابله به مو کولی او نه به مړه کیدلو دا چه د ځان مالکیت نه لرو نور مادی مالکیت خو د پوشتنی وړ هم نه دی نو قانع انسانان به کله د مادیاتو د راتولو د پاره او هغه هم په ناروا څرنګه حریص شی حتی څه چه لری هغه به هم د الله ج په لیاره کی خرڅ کړی نو چه حرص نه وی استثمار او غلامی به له کومه شی دغه یو ایت زمونږ د اوسنی جنګونو او تباهیو د پاره محاک جوړیدلی شی چه مخه یی ونیسو
    خو مونږ باید لمړی دا ومنو چه زمونږ او د ټولو کایناتو خالق او مالک الله ج دی او بس مونږ ته چه یی څه ناڅه مادیات ، څه عمر او څه پیاوړتیا راکړی دا ډیره جزوی ، موقتی او د ازموینی د پاره ده او بس دا لوی بحث دی مګر تبصره اوږدیږی