شعـــــرونه

د موسی عليه السلام کيسه

سمیع الدین افغاني

د یوسف او د یعقوب په زمانه کې اسرائیل
د «ګوشن» ښار کې وه میشت په رود نیل

دیعقوب سره دا قوم مصر نشین شول
دوئ اخته پـــه زندګي او خپل آئين شول

وه موسی ځوی د «عمران» ابن د قاهت
د« لاویـــان» د قبیلې وه ستـر عظمت

شو پیدا مـــوسی «لاویان» په قبیله کې
«یوکابد» یې دمـــور نوم دی کتیبه کې

د «مریم» په نوم یې مشره خور یادیږي
د اوه کالو تفاوت دوئ مېنځ کـــې کیږي

د«هارون» په نوم یې بل سکنی ورور وه
له موسی یې عمر درې کالــه څه نور وه

فرعون کـــړی وه صادر داسې فـــرمان
د مهاجـــرو نوزاد مــړ کــړئ هغه آن

د «عبري» مهاجر پیدا کـــه شو ماشوم
رود نیل کـــې یې لاهو کړئ ښه معلوم

چې موسی د مـــور په نس کې شو پيدا
مور یې شوه پـــه اندیښنو او په سودا

چې به څنګه پناه ورکـــړي خپل اولاد ته
د فـــرعون تـــر جـــلادانو بیا نوزاد ته

موسی مـــور ګـــاونډ کې نرسه پیژندله
د ماشوم پـــه حال یې هـر وخت خبروله

موده پس چې ماشوم زیږدې ته نژدې شو
ښه خــدمت ورتــه حاصل د قابلـــې شو

چې موسی کړې سترګې خلاصې په جهان
ددې نرسې ټــول وجود شو په لـــرزان

ویل : چې ښکلې دی ماشوم د«یوکابد»۰
خــدای پیدا کـــړ نـــورانــي لکه عــابد

ویل: چـــې نه پـــرې خبروم دا جلادان
زماخوښ شول د ماشوم دواړه چشمان

انعام اخلم کـــه خبر کـــړم زه ســـرکار
ډیر مې خوښ شو هـــرګز نه کوم دا کار

دغه نـــرسه چـــې د کـــور نـــه راوتله
هـلته لـــری جـــاسوسانـــو ولیدلـــه

جاسوسانو پـــرې خبر کـــړل سپاهیان
پدې کــورباندې شکمن شـــول جلادان

سپاهیان شول ور داخل «یوکابد» کور ته
مور د ویرې موسی واچـو تنور اور تـه

له هیبته پـــه خپل ځـــان نه پوهیدله
شپاهیانو هـــمدی حـــال کـــې غږوله

ویل: چـــې نرسه دلته څنګه وه راغلی؟
رښتیا وایه ولـــې ناسته یـــې ته غلې؟

یوکابد ویلې : دا نرسه مـې اشنا ده
زمونږ راشه درشه ډیـره لـــه پخوا ده

سپاهیانو کـــور تمام زیر او زبـــر کړ
بل تنور تـــه دوئ د لـــرې هـم نظر کړ

ویل: چې نشته څوک، تنها همدا تنور دی
خالي کور دی بیرته تګ زمونږ ضرور دی

چې دې کـــور نه سپاهیان شـــول را بهر
مور په هوش شوه د موسی فکر یې په سر

مور ویلې خپلې لـــور تــه ډیر غمجنه
موسی پـــروت د تنور اور کـــې دی دننه

دوئ په بیړه بانــدې راغله تنور خوا ته
چې نجات ورکړي موسی دوست د الله ته

په تنورکې مــوسی جـوړ او سلامت وه
اور سوړ شوی د الله پـــه کــرامت وه

مور موسی کـــړلو بهر بیا له تنور نه
شوه خوشاله پـــه رحمت رب الغفور نه

ویل: که چیرې دې ماشوم کــړې ژړا وای
سپاهیانو بـــه وژلــی خامـــاخا وای

مور یې بیا شوه پــه دې فکر او سودا
که ماشوم پـــه زوره وکـــاندي ژړا

جاسوسان به په احـــوال باندې خبر شي
کورته را به شي بیا مړ به مې پسر شي

په زاري دوعا یې پــورته کـــړل لاسونه
د الله دربـــار ته ویې کــړل دا عذرونه

ویلې: خدایـــه د موسی تــه نګهبان شې
ته کـــریم یې ساتندوی یې هر زمان شې

په دې وخت کې الهام وشو د سبحان نه
چې موسی ته شیدي ورکړه ښه پریمانه

رود نیل کـــې یـــې لاهو کــړه بې هراس
ویره مکړه زړه نـــه لــرې کړه وسواس

یوکابد لاړه د سیمې یـــو تـــرکاڼ تـــه
د ماشوم احـوال یې وویلې دې ځوان ته

ویل : صندوق د لرګو جوړ کړه په ښه شان
موسی نیل تـــه وړم پـــه آمــر د سبحان

چې ترکـــان د «یوکابد» واوریـــد نظر
لاړ پـــه منډو چې سپاهیان کاندي خبر

چې غوښتل یـــې شروع وکړي په بیان
ژبه یـــې بنده شوه توتلی شـــو هغه آن

سپاهیان یې هیڅ پوه نـــه شول په مطلب
فکر یې وکړ کـــوم ګونګی دی مخاطب

پــه تهدید یې کـــړه بهر تـــرکاڼ ټاڼې نه
پوه پــرې نه شول لدې راز او د کیسې نه

ترکاڼ څـــه شیبه وا پس راغی ټاڼې ته
په دویم ځل که یې څوک غوږ شي کیسې ته

په دوېم ځلي هـــم بیا تـــرکاڼ ګـونګی شو
سپاهیانـــو مــخ کـــې سپک او خندنی شو

ترکاڼ لاړ په سوچ او فکر د خپل ځان شو
شو حیران د خدای حکمت ورته عیان شو

لاړ په بیړه یې موسی ته صندوق جوړ کړ
پدې کار یې خپل زړګی لــه کینې سوړ کړ

چې صندوق یې «یوکابد» ته کړه تسلیم
ویل: توبــه ده خدای قادر دی هم رحیم

دا ترکاڼ په نوم «حزقیل» یا چې«حزبیل» وه
ایماندار شو په موسی دی اسرائيل وه

یوکابد پـــه شیدو ښه مـــوړ کـــړ موسی
د صندوق پـــه مینځ کې بند یې کړو صفی

وه سهار صندوق یې ویـــوړ رود نیل ته
په دعا او پـــه توبـــو شوه رب جلیل ته

بیا صندوق یې کــړه لاهــو پـــه رود د نیل
چـــې الهام وه ورتـــه شـــوی د جلیل

یوکابد تــه الهام وشـــو پــه دا شان
هراس پریږده مــوسی دی پـــه الله ګران

موسی بیرتـــه رب ستا غیږ تـــه راولي
خدای یې خپل فضل او کرم باندې ساتي

مور یې راغله کـورتـــه ډیره په واس واس
لورته یې تیره کـــړه کیسه ‌‌‌‌‌‌‌وه پـــه هراس

لور چـې کله په احوال د ورور خبر شوه
کور نه لاړه رود نیل په لوري سر شوه

مریم ولیده صندوق د سیند څپو کـــې
چې لاهــو دی رود نیل لوړو موجو کې

هلته وې لیدل د لـــرې څـــو کسان
چې صندق لـــه اوبـــو باسي مـــاهران

شوه خوشاله چې موسی له سیند بهر شو
نور څارل یې د خپل ورور ډیر په هنرشو

آسیه د فـــرعون ښـــځه وه نامـــداره
ډیرهوښیاره، پـه دربارکــې وه واکداره

د فـــرعون سره وه نیل تـــه راوتـــلی
پـــه آرام فکر یـې نیل پـــه لور کتلی

له قضی دغـــه صندوق تــه یـــې نظر شو
دې په امـر دا صندوق له سیند بهر شو

چې صندوق یــې کله خلاص کــړ هغه آن
د صندوق مینځ کــې ماشوم شو نمایان

ډیر ښایسته او ډیر معصوم ورته ښکاره شو
فرعون هــم ددې مــاشوم پـــه ننداره شو

آسیه ویلې چـــې وړم یـــې خپل دربـار ته
خپله یـــې ساتمه حـــاضره یـــم دا کار ته

په خوښې یـې موسی ویوړلو خپل کور ته
مریم ولیده خـوشالــه شــوه خپل ورور ته

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x