دیني، سیرت او تاریخ

روژه له موږ څه غواړي؟ «دوهمه برخه»

لیکوال ـ شیخ الاسلام محمد تقي عثماني حفظه الله

ژباړن ـ محمد عمر حماد

زموږ ځانونه اخستل شوي دي:

کله چې د انسان د پیداښت(خلقت) هدف عبادت وي نو باید له هغه وخته چې دې نړۍ ته ګام را اخلي له سهاره تر شپې بغیر له عبادت څخه په بل څه کې خپل وخت مصرف نه کړي. باید چې بل کار کې ځان ته د مصروفیت اجازه ور نۀ ګړي. قرآن کریم په بل ځای کې فرمائي: إِنَّ اللَّهَ اشْتَرٰى مِنَ الْمُؤْمِنِينَ أَنفُسَهُمْ وَأَمْوٰلَهُم بِأَنَّ لَهُمُ الْجَنَّةَ توبه۱۱۱

ژباړه: الله تعالی له مؤمنانو څخه د هغوی ځانونه او مالونه اخستي دي او هغوی ته یې په بدل کې په آخرت کې جنت ورکوي.
کله چې زموږ ځانونه پلورل شوي دي نو زموږ ځانونه زموږ نه دي، داسې مال ده چې خرڅ کړل شوی او قیمت یې ټاکل شوی ده. پر همدې اساس باید خپل خرڅ کړل شوی ځان د الله تعالی له عبادت څخه په بل څه کې مصرف نه کړل شي. نو که د الله تعالی له خوا څخه موږ ته دا حکم وشي چې له سهاره تر ماښامه تاسې حق نه لرئ چې بل کار وکړئ، تل په سجده کې اوسئ او بس، الله الله ووایئ، په بل کار کې د مصروفیت حق نه لرئ، نه د کسب و کار حق لرئ او نه د خوراک و څښاک حق لرئ نو دا به د عدل او انصاف څخه خلاف نه وي ځکه چې انسان پیدا شوی د همدې لپاره ده چې عبادت وکړي.

قربان له داسې سودا!

قربان له داسې سودا څخه چې الله تعالی هم زموږ ځان و مال اخستی ده او هم یې په کامل ډول قیمت یعنې جنت راکوي، دوباره ځان او مال موږ ته راکوي چې تاسې ځان او مال له ځان سره وساتئ. او موږ ته دا اجازه راکوي چې خوراک او څښاک کوئ، کار او روزګار کوئ، تنها هغه څه چې له تاسو څخه یې غواړم هغه دا ده چې پینځه وخته لمونځ وکړئ، او له هغه څه څخه چې موږ درته مشخص کړي دي پرهېز وکړئ. نور چې څه غواړی ویې کوئ. دا د الله تعالی لوی رحمت او پیرزوینه ده چې پر موږ باندې شوې ده.

نور بیا….

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x