شعـــــرونه

د فضل باري مشفق نوی غزل

فضل باري مشفق

په کلي مو بمبار دی او چاپه ده شپه ترخه ده
هر چا سره د خپل ځان اندېښنه ده شپه ترخه ده

زمونږه د کورونو دېوالونه نړيدلي
الوتې په بم هره دروازه ده شپه ترخه ده

خوښي نشته غمونه دي او مونږ يو خاونده
بس هر خوا جنازه او فاتحه ده شپه ترخه ده

پردي زمونږ له کلي او له کوره څه خبر دي؟
خو لاره مې د خپل ورور ورسره ده شپه ترخه ده

سپېڅلې مدرسه د طالبانو هديره شوه
او ړنګه د جومات مو مناره ده شپه ترخه ده

په خوله کې يې شوه وچه د الف او با خبره
په وينو د ماشوم سره سپاره ده شپه ترخه ده

زما د بنډارونو او د شور کلی اوس خپ دی
ترې جوړه بس د مړو هديره ده شپه ترخه ده

راځه چې له دې کله چېرته لرې بل ځای لاړ شو
دې کلي کې خو شور، شر او جګړه ده شپه ترخه ده

نړۍ له مونږ نه څه غواړي له موږ سره يې څه دي؟
چې زما د ژوندانه داسې کيسه ده شپه ترخه ده

خاونده ازادي، سوله او امن درنه غواړو
اوږده د محکوميت توره تياره ده شپه ترخه ده

مشفقه د وطن په حال شيبه شيبه دردېږم
نو ځکه مې د ژوند مزه پيکه ده شپه ترخه ده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x