دیني، سیرت او تاریخ

روژه له موږ څخه څه غواړي؟ «دریمه برخه»

لیکوال ـ شیخ الاسلام محمد تقي عثماني حفظه الله

ژباړن ـ محمد عمر حماد

په دې میاشت کې د اصلی مقصد خواته را وګرځئ!

هغه کارونه چې موږ ته الله تعالی جایز کړي دي څه نتیجه به ولري؟ الله تعالی پر دې پوهېده چې په تدریجي ډول سره به مختلف دونیوي کارونه د انسان پر زړه باندې د غفلت پردې را خورې کړي او د دنیا په محبت کې به یې غرق کا. د همدې غفلت د له منځه وړلو لپاره یې مختلف وختونه ټاکلي چې یو له هغو څخه رمضان المبارک ده. یولس میاشتې مو په تجارت، زراغت، او نورو کارونو او خوراک و څښاک کې تېرې کړې. په پایله کې یې د غفلت پردو زړونه وپوښل. د همدې لپاره الله تعالی یوه میاشت ددې لپاره وټاکله چې په هغه میاشت کې تاسې د ژوند اصلي هدف او مقصد خواته چې عبادت دی را وګرځئ. هغه عبادت چې د هغه لپاره دنیا ته را استول شوي یاست او ستاسو د پیدایښت همدا دی. په دې میاشت کې په ټول قوت سره د الله تعالی عبادت کې مصروف شئ، په داسې ډول چې ستاسو د یوولسو میاشتو ګناهونه وبښل شي او هغه ګرد چې ستاسو د زړه پر استعداد او قوت باندې ناست ده هغه ومینځل شي او د غفلت پردې مو له زړونو څخه پورته شي. موږ دا میاشت د همدې کارونو لپاره په نظر کې نیولې ده.

د رمضان معنی:

د رمضان تلفظ د میم په سکون(رَمْضان) سره سم نه دی. زموږ دا تلفظ غلط دی. صحیح ډول یې هغه ده چې د میم په زور سره(رَمَضان) وویل شي. د رمضان لپاره ډېرې معناګانې ذکر شوې دي مګر په اصلې عربې ژبه کې د رمضان معنی سوځونکی ده. په وجه تسمیه(د نوم ایښودو وجه) کې یې ویل شوي چې په کوم کال دا میاشت نومول کېده په هغه کال باندې په دې میاشت کې هوا ډېره ګرمه او سوځوونکې وه پر همدې اساس خلکو د رمضان نوم پرې کېښود.

بښنه وغواړئ!

علماء فرمایي: دې میاشتې ته پر دې اساس رمضان وایي چې الله تعالی په خپل فضل، کرم او رحمت سره د خپل بنده ګناهونه سوځؤي او د ګناهونو د بښنې لپاره یې دا میاشت ټاکلې ده. د یوولسو میاشتو کار او کسب ګرد او غبار پر زړونو باندې ناست ده. په دې یوولسو میاشتو کې د ډېرو ګناهونو او خطاګانو مرتکب ګرځېدلي یاست. د الله تعالی دربار ته حاضر شئ او د بښنې غوښتنه وکړئ، د غفلت او بې خبرۍ پردې له زړونو څیرې کړئ تر څو د ژوند نوی پړاو پیل شي پر همدې اساس قرآن کریم فرمایي:يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ ـ سورت بقره ۱۸۳

ژباړه: اې مؤمنانو! پر تاسي روژې فرض کړاى شوې، لكه چي ستاسي څخه د مخکني پېغمبرانو پر پيروانو فرض کړاى شوئ وې، ددې لپاره چي په تاسي کي د تقوا(پرهېزګارۍ) صفت پيدا شي.

پر تاسې باندې د روژې د فرضیت وجه دا ده چې ستاسو په وجود کې تقوا او پرهېزګارې پیدا شي. نو د رمضان(روژې) اصلي مقصد او هدف زموږ د یوه کال د ګناهونو بښنه، او زموږ له زړونو څخه د غفلت د پردو څيرل او هغه کې د تقوا راتګ دی. د هغه ماشین په څېر چې له ډېره وخته چلېدلی وي سرویس او مینځلو ته اړتیا لري. الله تعالی پر همدې اساس د انسان د سرویس او مینځلو لپاره د رمضان مبارکه میاشت وټاکله تر څو په هغه کې تاسو ځان ته متوجه شئ او خپل ژوند ته نوی حال او هوا ور وبښئ.

دا میاشت فارغه کړئ!

پر همدې اساس رمضان المبارک یوازې تر روژې نیولو او تراویح کولو پورې ځانګړې نه ده. دغه میاشت له مسلمان څخه غوښتنه کا چې ځان له دونیوي کارونو څخه فارغ کړي. ځکه چې یوولس میاشتې په نورو دونیوي کارونو کې مصروف وي. مګر دا میاشت د انسان د پیدایښت اصلي هدف(عبادت) ته ور ګرځېدل دي. پر همدې اساس ټول وخت، یا د وخت ډیری برخه او یا چې تر کومه حده مو پر وس برابره وي په عبادت کې مصرف کړئ. نو د رمضان د را رسېدو تر مخه باید رمضان ته تیاري ونیول شي او د عبادت د تر سره کولو لپاره ځانته مهال وېش برابر کړي.

نور بیا….

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x