افغانستان

کندهار: د طالبانو په بریدونو کې ۲۵ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵غويی، ۱۳۹۸ل): طالبان وايي؛ د کندهار ولایت په تخپه پل او میوند ولسوالیو کې یې د دولتي عسکرو په پوستو بریدونه کړي او شاوخوا ۲۵ عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» په همدې تړاو خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې « د الفتح عملیاتو په جریان کې تیره شپه د کندهار ولایت تخته پل ولسوالۍ اړوند د حاجي نیکه په نامه پوسته باندې د مجاهدینولخوا عملیات ترسره شول، د نښتې په جریان کې د پوستې د قومندان ملک او د هغه د مرستیال په ګډون ۹ تنه عسکر ووژل شول، ۶ تنه نور يې ټپيان شول او یو مجاهد د شهادت لوړ مقام ته ورسېد».

اعلامیه وړاندې زیاتوي « همدا ډول تیره شپه د کندهار د میوند ولسوالۍ کلانکيچې سیمه کې هم د دښمن یوه پوسته د عملیاتو په ترڅ کې فتحه شوه،په عملیاتو کې ۱۰ تنه عسکر ټول ووژل شول چې جسدونه يې په سیمه کې پاتې دي، ورسره له دښمن څخه ډيره وسله او مهمات ترلاسه شول، یو ټانک او ۳ موټر سائکل له منځه یوړل شول».

خو د کندهار امنیه قوماندان «تادین خان» بیا دا ډول ادعاوې ردوي، د نوموړي په خبره چې؛ د حاجي نیکه په پوسته باندې برید کې «۱۴» طالبان وژل شوي او «۷» نور ټپیان دي.

د تادین خان په وینا؛ د حاجي نیکه له پوستې څخه یې خپله لیدنه کړې او هلته یې د شته سرتېرو مقاومت ستایلی.

یاده دې وي چې؛ طالبان داسې مهال په کندهار کې د  ګڼو عسکرو د وژلو ادعا کوي چې؛ امنیه قوماندان «تادین خان» په خپلو سرتېرو غږ کړی وو چې؛ په طالبانو باندې دې رحم نه کوي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

جوړ تازه. د طالیبانو ویاند له قوله چه نهه تنه عسکر یی وژلی او یو طالیب د شهادت لوړ مقام ته رسیدلی دی. زما پوښتنه د طالیبانو ویاند څخه دا ده .چه په کوم ثبوت دا یو تن شهید مقام ورکړ شو؟کوم خوب مو ولید؟او که کوم غیبی سند درته راورسیده؟ زما په نظر دا ټول شهادت مقام ته ورسیدل.ځکه چه له بی کاری بی روزګاری څخه یی دا کارونه کول. هم دا یو تن طالیب مسلمان وه او هم دا نهه کسه عسکر مسلمانان وه. د همدی ولس زامن وه.د پردی ګټو لپاره مو قربان کړل.دوی به خامخا جنت… نور لوستل »

مجاهد

دا خبره چه د غلامی اداری عسکر د ناپوهی او غریبی له امله عسکری ته جبرا استخدام شوی او د نشه توکو په خوړولو خپل ولس وژنی حتی هغوی چه په مقابل کی نه جنګیږی هم د نشو وخت کی بیرحمانه وژنی په افغانی میرمنو جنسی تیری کوی او اخره کی یی په شهادت رسوی . دا چه ناپوهه او غریب دی یو څه ناڅه به یی وحشت د نورو وګڼو چه د هغه د کابل غلامه اداره او اشغالګر دی ، د اشغالګرو له خوا استخدام شوی، تمویل، تجهیز، روزنه او قومانده ورکول کیږی د اشلغلګرو د استعماری اهدافو… نور لوستل »

غمی.پښتین

په بحث کې ګډون وکړه…جوړ په خیر.
مجاهد ته.
زما دوه، سکه د تره زامن چه یو په دولت کی وه، د طالیبانو له خوا قتل شو.او بل تره زوی می په طالیبانو کی وه د دولت له خوا قتل شو.
دواړه مو نږدی سره خښ کړی دی ،وایی چه شهید نه خاوری کیږی ،
نو مجاهد صاحب ته له لندن څخه پوره د ژورنالیستانو ټیم سره راشه.دا دوه قبرونه به وسپړو مقتولین به راوباسو .وبه یی ګورو چه فرق یی یی شته کنه؟که دواړو ته خاوری ځای ورکړی دی.هسی مو په چالونو توپکو ګولی ته برابر کړل،

انجینر بختور منګل

مجاهده.
چه شهیدی وای نو ته ولی دومره لیری لندن دجال ښار ته ورڅخه تیښتیدلی؟ځانته استاد حاجی هم وایی.نو بیا ولی له شهادت څخه د لندن دجال ته تیښته ور وکړه؟
په خپلو بچیانو د انګریزانو نرسنګ کوی.دلته طالیبان ډاکتر ته سخت ضرورت لری ،او ته په خپلو بچیانو انګریزانو ته خدمت کوی.
شهیدی پریږده ځان او اولاد د په اسلام برابر او د انګریز خدمت څخه یی وباسه.
عسکر خوار غریب څه کوی؟

جميل

دا خو يی يوازی د دی دنيا جزا وه چی د کفارو په دفاع او غلامی کی د سپيڅلو پر دين او هيواد مينو مجاهدينو له خوا و وژل شول د آخرت جزا به يی ډيره سخته وي .
هر څوک چي د دی مردار خورو غلامانو او د دوی د بادارانو سره خواخوږی لری او دفاع يی کوی الله(ج) به يی په آخرت کی د همدغو سره حشر کړی .

مجاهد

پشتین او منګل صاحبانو ستاسی او زمونږ خطونه معلوم شوی تاسی باید هم دغه ولیکی چه لیکلی مو دی او مونږ باید همدغه ولیکو چه لیکلی مو دی ، صبر به وکړو چه الله ج د چا به خوا او چا ته به مناسبی سزاوی ورکړی، دا چه زه چیری یم او تاسی چیری یاست مهمه نه دی دا چه زه څه او تاسی څه دریز او لیدلوری لرو چاته او د څه د پاره کار کوو ، هغه الله ج وینی او که ضمیر مو هچرت نه وی کړی قضاوت کولی شی مننه

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x