افغانستاننړۍ

قریشي: ځیني خلګ د افغانستان له استخباراتو پیسې اخلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵غويی، ۱۳۹۸ل): د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر «شاه محمود قریشي» وايي؛ داسې شواهد لري چې ښيي ځينې خلګ د افغانستان او هند له استخباراتو پیسې اخلي.

قریشي چې په ملتان ښار کې یې له رسنیو سره خبرې کولې وویل « موږ منو چې پښتنو د افغانستان د جګړې له امله ستر زیان لیدلی خو؛ پښتون ولس همېشه د پاکستان خیر خواه پاتې شوی او په سخت وخت کې یې د پاکستان مرسته کړې».

قریشي وړاندې زیاته کړه؛ په افغانستان کې سوله تر هر څه مهمه ده ځکه؛ د پاکستان امنیت د افغانستان په امنیت پورې تړلي.

یاده دې وي چې؛ د بهرنیو چارو وزیر که څه هم د افغانستان او هند له استخباراتو څخه د پیسو اخستونکو نومونه یاد نکړل خو تېره اونۍ ددې هیواد د فوځ ویاند «اصف غفور» له بهرنیو استخباراتو څخه د پيسو اخستلو تور د «پښتون ژغورنې غورځنګ» په غړو باندې لګولی وو او ادعا یې کړې وه چې؛ یاد غورځنګ په پاکستان کې د کړکېچ رامنځته کولو په موخه د هند او افغانستان له امنیتي ادارو پیسې اخلي او ددې غورځنګ د مشر «منظور پښتین» خپلوان په کندهار کې د هند له قونسلګرۍ سره راشه درشه لري خو؛ د پښتون ژغورنې غورځنګ بیا دا ډول ادعاوې ردوي او په وینا يې؛ دا ډول تورونه بې بنسټه او ددوی په وړاندې د ریاست د پالیسۍ یوه برخه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x