افغانستان

کابل د اسلام اباد شارژدا فیر احضار کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵غويی، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د بهرنیو چارو وزات وايي؛ په کابل کې یې د پاکستان د سفارت شارژدا فیر احضار کړی او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې يې ددې هیواد د وروستیو بریدونو په تړاو سخت اعتراض ورته وړاندې کړی.

د بهرنیو چارو له وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې « د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان  اسلامي جمهوریت د شارژدافېر په احضارولو سره، د دواړو هېوادونو په سرتیرو باندې بریدونه وغندل. د بهرنیو چارو وزارت  دولتي ضد ډلو په وړاندې، چې د ډېورند کرښې دواړو غاړو کې فعال دي، د افغانستان د امنیتي ځواکونو د چټکو اقداماتو په تشریح کولوسره، د افغانستان د هوايي حریم نقضول او د پاکستاني ځواکونو د توغندیو بریدونه چې د مالی او ځاني زیانونو لامل شوي د.ی سخت وغندل».

اعلامیه وړاندې زیاتوي « د افغانستان اسلامي جمهوریت یو ځل بیا پاکستان دې  ته وهڅاوه، څو په صادقانه توګه او پرته له توپيره  دې ډلو سره مبارزه وکړي. ښه ګاونډېتوب او باورجوړونی  ته په درناوي  سره د یوه نتیجه محوره میکانیزم او کارتوګې  پر اساس همکاري وکړي».

یاده دې وي چې؛ د بهرنیو چارو وزارت وروسته له هغه د پاکستان سفارت ته خپل اعتراض وړاندې کوي چې؛ تېره اونۍ پاکستاني الوتکو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د خوست ولایت د سبریو ولسوالۍ بمبار کړه چې په پایله کې یې څلور تنه ملکي وګړي ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدګل اغابنوری

دکابل داداری واکدارانو خوپه میلونونوډالروسرحدات پلورلی ؟ اوپخپله دوزیرانو له خوا (وردګ )دثبوت لپاره ئی سینه ډبولی ده اودمجرمینو درسوائی اظهار ئی کړی ،نواوس بیادسفیر احضارول دخلکو په سترګو کی خاوری شیندل دی اوکه دبیا معاملی لپاره کوم چل دی؟ والسلام .

بسم الله

کابل کی حکومت نشته د اشغالګرو غلامه او هغه هم ناوړه ، ناسالمه او فاسده اداره ده د هغوی د بیلونر کیدلو د پاره هغوی ته اشغالګرو جواز ورکړی چه د هر څه په پلورلو مو وسه رسیږی صرفه مه کوی خاوره ، خلک او خپلواکی خو پریږده خپل ناموس هم پلوری او لا تری اشغالګر د قضایی مصونیت په ترلاسه کولو مفته تر لاسه کوی غلامان په دفترو کی او اشغالګر عسکر یی په کورونو څارنه او ساتنه لری څه چه یی خوښه وی هغه ترسره کوی که احیانا ورباندی غلامان ودریږی د قضایی مصونیت له لاسه ورته څه… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x