افغانستان

طالبانو د ملي اردو «۱۳» تنه سرتېري خوشي کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵غويی، ۱۳۹۸ل):طالبان وايي؛ د خپل مشر «ملا هبت الله اخندزاده» د حکم په اساس یې د جګړې په ډکر کې نیول شوي ۱۳ عسکر له زندانه خوشي کړي.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې «د کابل ادارې هغه ۱۳ تنه عسکر چې څه موده وړاندې د کندز ولایت امام صاحب ولسوالۍ قرغان تيپې، الف بیردي او چهل کپو سیمو کې نیول شوي وو بیرته خپلو کورنیو ته واستول شول».

اعلامیه وړاندې زیاتوي «دغو عسکرو د بند په موده کې دا حقیقت درک کړ چې دوی د امریکايي اشغال په پلوی ولاړ وو او د هیواد او اسلام سره يې ستره جفا کړې وه، نو يې د توبې په ایستلو او له خپلو کړنو په پيښیمانه کیدو ژمنه وکړه چې بیا به هيڅکله هم د کابل ادارې په لیکو کې فعالیت ونه کړي».

د اعلامیې په بنسټ؛ یاد کسان مشرانو د ترحم او شفقت له مخې او د اسیرانو له کورنیو سره د خواخوږي په خاطر پرېښي او تر کلکو تضمینونو وروسته ورته د لارې کرایه او یو جوړ کالي هم سپارل شوي.

یاده دې وي چې؛ طالبان داسې مهال په تکراري ډول د جنګي لیکو اسیران خوشي کوي؛ چې تېره ورځ د ګډ حکومت له لوري د کندهار نومول شوي امنیه قوماندان «تادین خان» خپلو سرتېرو ته په طالبانو باندې د «نه رحم» کولو خبره وکړه چې؛ په پله یې د ګډ حکومت مشر هم ورته ګواښ وکړ.

په ورته وخت کې؛ د طالبانو له لوري د بندیانو د خلاصولو ګام په ټولنیزو  رسنیو باندې داسې مهال ستایل کېږي چې د طالبانو په وینا؛ ددوی له ډلې نیول شوي زرګونه کسان د ګډ حکومت په زندانونو کې تر سختې شکنجې لاندې دي او ډېری یې د بند د مودې له پوره کولو سره، سره د تورو تمبو شاته پراته دي خو؛ هیڅ غږ یې نه اورېدل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x