افغانستان

د اروپايې ټولنې استازی: د سولې لپاره دې له جګړې پرته مذاکرات وشي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵غويی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان لپاره د اروپايي ټولني ځانګړی استازی «رونالډ کوبیا» وايي؛ اوس په افغانستان کې د جګړې وخت تېر او د سولې فرصت رارسېدلی.

رونالډ کوبیا د غه څرګندونې تېره ورځ په خپل ټویټر لیکلي، د نوموړي په وینا؛ له میاشتو راهیسې د سولې خبرې او جګړه په موازې ډول روان دي خو اوس ددې وخت رارسېدلی چې؛ په افغانستان کې له جګړې پرته د سولې مذاکرات وشي.

یاده دې وي چې؛ کوبیا دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې؛ تېره ورځ د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» څرګنده کړې وه چې متحده ایالات د وسلو اېښودلو ته تیار دي.

خلیلزاد چې وړمه ورځ یې پر طالبانو د وسلې اېښودو غږ کړی و، خو د طالب ویاند «ذبیح الله مجاهد» تر دې غبرګون «امریکایان دې نور حقایق درک کړي او زور ازمویي دې نه کوي» وروسته یې په خپل ټویټر ولیکل  « د سولې لپاره ښکېلې خواوې باید وسلې پر ځمکه کېږدي «دا اخلاقي ټاکنه او مهم ګام دی، موږ تیار یوو».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x