نظــر

افغان حکومت بهرنی شرکت دی که نۀ؟

محمد رحیم سکندر

نه یوازې افغان حکومت شرکت دی بلکې د نړۍ اکثره حکومتونه شرکتونه دي. په امریکا، جرمني، روسیه او نور پرمختللو هیوادونو کې چې  ټاکنې تر سره کیږي نو د هرې کمپنۍ واله د ولسمشرۍ کاندید سره د خپل ناسم هدف لپاره مشوره کوي.

مثلاً : د وسلو او بارودو شرکت والا ورته وايي: ته به مونږ ته په یو اسلامي هیواد او سیمه کې جنګ جوړوې چې زمونږ ټوپک او چاودیدونکي توکي په کې زیات وپلورل شي او مونږ به له تاسو سره د رایو په ګټلو کې مرسته وکړو  او له کامیابۍ وروسته به هم خپله فیصدي پکې درکوو.

د درملو/ دوایۍ کمپنۍ والا ورته وايي چې ته به د پلانۍ دوايي په خپرولو کې مرسته راسره کوې چې له دې سره به یو رنځ هم خپور شي او بیا به مونږ د هغه مرض د ورکولو لپاره یو بل ډول درمل خپاره کړو.

ایبولا ناروغي یې یو روڼ مثال دی، ویل کیږي چې ایبولا داسې ناروغي وه چې د درملو خوړلو په واسطه یو کال وروسته رامنځته شوې وه او بیا یې داسې دوايي ورته جوړه کړه چې دغه ناروغي له منځه یوسي.

یو بل فرعي مثال به ووایم: تېر کال خوست کې انفلونزا ناروغۍ چې زیات کارغان یې ووژل، نو د زراعت او عامې روغتیا ریاستونو اعلان وکړ چې خلک دې د انفلونزا ناروغۍ ضد واکسین ووهي. د یو متخصص ډاکټر په خبره چې د دې واکسین ایجادوونکو په کارغانو مرګوني دارو کارولي وو او بیا یې واکسین پسې راباسل.

شرکتونه دغه راز د شرابو کارخانې جوړول او نورو مضرو توکو خپرول، د اسلام ضد تبلیغاتو خپرولو لپاره زمینه برابرول او دېته ورته نور ضرري فعالیتونو لپاره دفترونه او ځمکې ور کول، دغه شان لوی، لوی بدمعاشان او غله یې د امنیت ذمه‌واري په غاړه اخلي او انتخاباتو ته ولاړ کس له کامیابیدو وروسته بیا د غلا او ظلم لپاره مهمې څوکۍ ورکوي، دا هغه څه دي چې له یو ولسمشر، والي، وکیل او رئیس سره قرارداد لاسلیک کیږي او په نتیجه کې څوکۍ ته رسیږي او بیا دغو فاحشیو او بربادیو ته لار ورته هواروي.

ولس دې خبر وي چې افغانستان هم له دې رنځه بچ نه دی، ځکه له ټولو نه مخکې افغان دولت پیسو، مهماتو او امنیت ته سخت محتاج دی.

که ولس ځان بې خبره بولي چې ټولټاکنې به رڼې وي او ولسمشر به مو منافق نه وي، نو بیا هم خبرداري شرط ده، ځکه دا څوم ځل دی چې انتخابات تر سره کیږي، بیا هم ولس له خپل وطن سره مینه لري او په مالي او ځاني زیانونو نه دي تړلي، خو په ټاکنو کې خپلسری ګډون کوي.

( ولس د احساس له مخې په لاریونونو او غونډو کې برخه اخلي او حکومت هر وارې د ولس له سپیڅلو احساساتو او صداقت نه غلطه ګټه اخیستې ده.)

که د غزني، کندوز… نیول او اغزن تار یو پلان وي او که رښتیا افغان حکومت ور بایللی وي، مګر د تجارت یو بده بېلګه یې بللی شو.

دغه راز په فرانسې، پاریس کې د مرګ ژوبلو په اړه د افغانانو خواشیني څرګندول هم د دې شرکت تقویه کول دي، ولې په افغانستان کې هره میاشت همدومره کسان نه وژل کیږي ایا په دې کې د فرانسې/ اروپا لوی لاس نه بولئ؟ دا څومره د شرم ځای دی چې مونږ د فسبوک پروفایل ته د بهرني هېواد بیرغ پورته کوو، دا یو جلا سیاست و چې مونږ یې په غم شریکېږو، بیرغونه مو نیما ځوړند کړل او نتیجه دا شوه چې اوس به افغانانو ته د ورتګ زمینه برابره کړي او ښه به پکې خوشال وي، ته به وايي چې والله امنیتي تړون نه بلکې کفري تړون مو کړی.

د دې شرکت یو بل روڼ مثال دا هم دی چې یو وخت په افغانستان کې د مؤسسو خاوندانو د غرونو اوسیدونکو ته تبرګي (ماشیني ارې) وویشلې چې غرونه مو سپیره کړي.

هسې که یو نیم ځای افغان حکومت  د خدمت څرک لګیږي، هغه هم ددې لپاره کوي چې د کفر له فتوا بچ شو، ګنې په دې هر څوک پوهیږي بهرنیانو په افغانستان کې یو سهامي شرکت ته زړه ؤ او په دې پلان کې کامیاب هم شول.

صاحب شاه صابر وايي:

زما د غرونو د ښایست له غمه هر سوداګر

د کرش ماشین او فولادي سپینه اره راوړې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
RAZMOHAMMED KAMAWALL

leekwall sahib;i am out side from afghanistan.but everyday
i become sad from killing afghans;please invite talibs for peace.
each country is closed to other country.pakistan and british are closed.each primeminister of pakistan is soulder of british.
talibs support by pakistan
pakistan&indis/iran&saudi.america/russia all country have own strategy for afghanistan.
why you killing afghans for other country.
if all afghans come together and build afghanistan’
all we will have nice life.
please try to invite talibs for peace.thank you

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x