افغانستان

د بغلان پر امنيه قومندانۍ ډله ييز بريد روان دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵غويی، ۱۳۹۸ل): طالبانو د بغلان ولايت په امنيه قومندانۍ نن غرمه ډله ييز بريد پيل کړی دی چې جګړه لاهم روانه ده.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې بريد نن غرمه ۱۲ بجې هغه مهال پيل شو چې يو تن طالب سرتيري د امنيه قومندانۍ په داخل کې د هاموي ټانګ په واسطه چاودنه وکړه او له هغې وروسته نور بريد ګر د قومندانۍ داخل ته ننوتل او په عسکرو يې د سپکو او درنو وسلو ډزې پيل کړې.

مجاهد ويلي دي چې جګړه اوس هم دوام لري او د قومندانۍ په داخل کې يې ګڼ شمير لوړ پوړو نظامي افسرانو او استخباراتو کارمندانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

هغه زياتوي چې د امنيه قومندانۍ ودانۍ د سرتيري بريد له امله ويجاړه شوې ده او شاوخوا سل تنه امنيتي سرتيري ورلاندې شوي دي.

مجاهد وايي چې دا بريد په داسې حال کې کيږي چې نن ورځ په ياده امنيه قومندانۍ کې د لوړ پوړو او مهمو چارواکو غونډه وه.

تر اوسه دولتي سرچينو ياد بريد په اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x