افغانستان

يوسف نورستانی پر څه باندې یو کال بند محکوم شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵غويی، ۱۳۹۸ل): د ټاکنو خپلواک کمیسیون پخوانی مشر، د هرات مخکینی والي او د سنا مجلس غړی احمد یوسف نورستانی پر ۱۳ میاشتي بند محکوم شوی او نقدي جریمه شوی دی.

لویه څارنوالۍ وايي، چې نوموړی د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې د محکمې له لوري پر ۱۳ میاشتي بند محکوم او یو میلیونو افغانۍ نقدي جریمه شوی دی.

د سرچینې په وینا نوموړي په هرات کې د خپل ولایت وخت کې (۲۰۰۹ز) د «ملي بس تصدي» څخه یو میلیون افغانۍ اخیستې او بیا يې بېرته دولتي خزانې ته نه دي سپارلې.

ګډ حکومت په ټاکنیز کمیسیون کې د ښاغلي نورستاني د وخت یوه لاسته راوړنه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x