
کابل؛ د تخار یو سناتور ټپي او مېرمن يې وژل شوې
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵غويی، ۱۳۹۸ل): کابل کې امنیتي چارواکي وايي د تخار ولایت یو سناتور پخپل کور کې پر ډزو ټپي شوی او مېرمن يې وژل شوې ده.
د کابل امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي چې سناتور محمد افضل شامل نن سهار د څلورمې حوزې مربوطاتو کې په خپل کور کې د ډزو له امله ټپي شوی، مېرمن يې وژل شوې او کو چنۍ لور يې هم ټپي شوې ده.
هغه وايي امکان لري کورنۍ قضیه وي، ځکه چې د نوموړي پر کور چا برید نه دی کړی او پېښه داسې مهال شوې چې د هغه ۱۲تنه ساتونکي هم کور کې و.
کابل چې پکې جنايي پېښې اوج ته رسېدلې، اوسېدونکي يې له ماښام وروسته ځانونه خوندي نه احساسوي او د ښار کوڅه کوڅه کې د غلا، قتل او لوټ وېره ګام پر ګام احساسېږي.