ولایتي شورا: لوګر کې بهرنيو ځواکونو شپږ ملکي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵غويی، ۱۳۹۸ل): د لوګر د ولایتي شورا غړي وايي، بهرنیو ځواکونو د دې ولایت محمد اغې ولسوالۍ اړوند پادخواب سیمه کې شپږ ملکي وګړي وژلي او جسدونه يې هم تر غرمې پورې خلکو ته ور نه کړل.

د دې شورا مشر حسیب الله ستانکزي رسنیو ته وویل، بهرنیو ځواکونو له ولایتي همغږۍ پرته عملیات کړي، د مېرمنو او ماشومانو په ګډون يې شپږ تنه وژلي او سیمه يې هم تر غرمې مهال کلابنده ساتلې وه.

هغه دا ډول عملیات غندلي او پر ملکي تلفاتو يې خواشيني ښکاره کړې ده.

دا په داسې حال کې دی چې وړمه شپه د لوګر په ګاونډي ولایت غزني کې هم ګډو ځواکونو ۱۱ تنه ملکي وګړي ووژل او درې يې ژوندي یووړل.

د یاد ولایت د ده‌یک ولسوالۍ اوسېدونکو پر خواله رسنیو ځايي چارواکي ملامت کړل چې ملکي وګړي يې طالبان معرفي کړي او د ګڼو طالبانو د وژلو دعوه يې کړې ده.

د غزني د والي ویاند عارف نوري د پنځو تنو ملکي وګړو وژل ومنل.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د