لویه جرګه کې د ۱۹ ولایتونو استازیو ته د غني خصوصي ژمنې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵غويی، ۱۳۹۸ل): لویه جرګه کې له ولایتونو ځينې راغلي کسان پرلپسې دوه شپې ارګ کې د محمد اشرف غني مېلمانه و، چې ډېری يې د ولایتي شوراګانو غړي هم دي.

د ارګ خبرپاڼه لیکي، چې د شاوخوا ۱۹ ولایتونو استازیو سره اشرف غني خصوصي لیدلي دي او ګڼې ژمنې يې ورکړې دي.

هغه که څه هم د تېرې ټاکنیزې دورې ژمنو کې پاتې راغلی، خو بیا يې هم ځينو ته د بندونو د جوړولو، ځينو ته د نا امنۍ د ورکولو او ځينو ته د مفسدو و زورواکو د محاکمې تکرارې پټکې کړې دي.

د هشت‌صبح د خبر له مخې غني د فراه، نیمروز او غور له استازیو سره خبرو کې ویلي چې ګواکې سیلقوي استخدامول په دې ولایتونو کې د نا امنۍ لاملونه دي چې دی به يې مخه ونیسي.

د پکتیا، پکتیکا، لوګر او خوست استازیو ته يې د ولایتونو د درجو د لوړېدو او اوبو د «مهار» کېدو ژمنې ورکړې دي.

د سرچینې په وینا همدارنګه د کندهار، هلمند، زابل او روزګان استازیو سره يې بیا د ښوونځیو جوړولو ژمنه کړې، د ولایتونو د درجو لوړېدل او همدارنګه زابل کې «سیوری» ولسوالي جوړولو نورې ژمنې دي، چې غني پرې ژبه ټکولې ده.

هغه د غزني، بامیان، دایکندي او میدان وردګ اوسېدونکو ته په راتلونکو «پنځو میاشتو» کې په زراعتي برخه کې د ژور بدلون ټټر وهلی دی.

د بدخشان او تخار استازي يې هم پر ژمنو نازولي او زیاته کړې يې ده چې دې ولایتونو ته به د «شیوه» بند جوړ کړي، برق به ورته تولید کړي او بدخشان کې به د ښځو لپاره یو انستیتوت هم جوړ کړي.

دغه جرګه چې له امله يې یوه اوونۍ سوداګریزې چارې کابل کې په ټپه ولاړې وې، له څلور نیمو ورځو وروسته تېره جمعه پای ته ورسېده.

ګڼو سیاسي ګوندونو، څېرو او جریانونو چې دا جرګه يې تحریم کړې وه، تر پیل وړاندې هم ویلي و، چې د غني شخصي جرګه او د ټاکنیز کمپاین یوه برخه ده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د