افغانستان

دویم تعقیب – بغلان امنیه قومندانۍ کې لا هم جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵غويی، ۱۳۹۸ل): نن غرمه مهال سرتېرو بریدګرو د بغلان امنیه قومندانۍ باندې برید کړی، چې د ودانۍ د ننه يې جګړه روانه ساتلې ده.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، لومړی یو تن بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک ټانګ د قومندانۍ داخل کې وچاود او وروسته نور بریدګر ودانۍ ته ننوتل چې لا يې هم جګړه روانه ساتلې.

د بغلان ځايي چارواکو د جګړې پخلی کړی خو د تلفاتو په تړاو يې څه نه دي ویلي، مګر د دې ولایت د عامې روغتیا چارواکي وايي تر اوسه ورته د پنځو تنو جسدونه او ۵۰ نور ټپيان ور وړل شوي دي.

د عامې روغتیا رییس عبدالعلیم غفاري طلوع‌نیوز ته ويلي، جګړه لا هم روانه ده او دوی د ټپیانو درملنه باندې بوخت دي.

په ورته وخت کې بي بي سي د یو شخصي روغتون د مسؤلینو له قوله لیکي چې د اته تنه ټپي پولیسان ور وړل شوي دي، چې د دوو يې وضعیت د اندېښنې وړ دی.

طالبانو په تازه جزییاتو کې ویلي، چې شاوخوا ۱۰۰ تنه منسوبین يې وژلي :«تر دې دمه فدايي مجاهدین د قومندانۍ له دننه څخه معلومات راکوي چې نیږدې تر سلو پورې پولیس او د قومندانۍ کارمندان يې له منځه وړي او خورا ډير شمیر ټپيان هم شته.»

ذبیح الله مجاهد لیکلي چې بریدګرو سرتېرو يې ګڼ امنیتي منسوبین هغه وخت ووژل چې خوړنځي کې د ډوډۍ لپاره را ټول و.

نوموړي زیاته کړې: «اوس مهال له هغو قطعاتو سره جګړه روانه ده چې له بهر څخه هڅه کوي د قومندانۍ محوطې ته داخل شي، چې څو ځله يې تعرضونه پرشا تمبول شوي او درانه تلفات هم ور اوښتي دي.»

که څه هم ځايي سرچینې د جګړې د دوام پخلی کوي، خو کورنیو چارو وزارت غرمه مهال وویل، چې یو تن د قومندانۍ له څنګ سره چاودنه کړې او بل بریدګر «هدف تر رسېدو وړاندې وژل شوی دی.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدګل اغابنوری

ښه به نوی چه ټوله توجه دمفسیدینو ځالوته وشی ،لکه ارګ ،وزارت خانی ،عسکری قشلی ،دبهرنیانومرکزون ، دولایت ، قوماندانۍ مقامونه هدف وګرځی تر څودبد بختیو مورګانی مړی شی ؟ والسلام .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x