
د قطر سفر «شپږمه برخه»
حفيط الدين پيرزاده
زہ له شعر څخه مخکې څلور لنډې یادونې ھم ستاسې مخې ته ږدم:
۱-
د تشویش په نوم دا شعر ما خپله غوښتل چې په څه طریقه د امارت تر مشرانو ورسیږي، خو نه پوھیدم څرنگ؟!
د لوی رب شکر گذار یم چې داسې فرصت یې برابر کړ چې زہ خپل تشویش د امارت د سیاسي دفتر ټولو مشرانو ته مخامخ مخې ته کیږدم!
۲-که سوله په مانا کې له دریځه انحراف وي
دا ولس کاله جنگ او شھیدان به څنگه شي؟!
دا بیت مې دوہ ځل تکرار کړ او ستانکزی صیب مې له ویلو مخکې لا زیاتې توجه ته را وبللو!
۳-که زہ او ته یې دواړہ نصرت و نه کړو ملگریه
سنگر کې وږي تږي طالبان به څنگه شي؟!
د شعر دا بیت متقي صیب زما د شعر په پای کې فی البدیھه ویلی!
۴- دا شعر زہ د خپل فکر او اند ترجمان بولم! ھمدا خبرہ مې ھلته د مجلس گډونوالو ته ھم وکړہ!
اوس نو دا تاسې او دا ھم شعر:
تشویش
سوچونو لیونی کړم دا داستان به څنگه شي؟
وطن به څنگه شي؟ زموږ ارمان به څنگه شي؟
نیمگړې ارزوگانې به مو څرنگه تأویل شي؟
تعبیر د روڼ سبا د خوب بیان به څنگه شي؟
یا ربه! د تشویش غوټه مې ستا حضور ته سپړم
زموږ ضعیف ایمان او لوی کاروان به څنگه شي؟
که سوله په مانا کې له دریځه انحراف وي
دا اولس کاله جنگ او شھیدان به څنگه شي؟
ویریږم چې گټلې جنگ پر میز باندې ور نکړو
د کفر پر وعدو مو اطمینان به څنگه شي؟!
پوھیږم چې کافر دښمن مکار او غټ شیطان دی
مومن زړونه له دجل په امان به څنگه شي؟
توکل مو په رب کړی، په ریبار مو پوخ باور دی
خو سولې ته خنډ شوي غمازان به څنگه شي؟
که بې له اسلامي نظام په بل څه شي راضي شئ!
چې رب سرہ مو کړی دی، پیمان به څنگه شي؟
ای خدایه! که ته حق نن پر باطل برلاسی نه کړې
زموږ د نیمې شپې ژړا فغان به څنگه شي؟
خالقه که دا ستا د رحمت وریځې پرې را نه شي
زموږ له وچو سترگو نه باران به څنگه شي؟
که زہ او ته یې دواړہ نصرت و نه کړو ملگریه!
سنگر کې وږي تږي طالبان به څنگه شي؟※
دا ستا د یارۍ ټس دی چې شکیدلې تڼۍ گرځي
حفیظ به وایه څنگه؟ او گریوان به څنگه شي؟
دې شعر دومرہ اغیز وکړ چې تر ډیرہ د څنگه شي اصطلاح د ملگرو پر خولې وہ!
یو ملگری راغی د حنفي صیب په غوږ کې وپسید، ھغه خپله خوله د ستانکزي صیب له غوږ سرہ وجنگوله او ستانکزي صیب په لوړ آواز وویل: دا ډوډۍ به څنگه شي؟
یو بل ملگري د مستطیل له بل سرہ غږ کړل:
دا د ماسپښین لمونځ به څنگه شي؟!
د خبرو سلسله د لمانځه او ډوډۍ لپارہ متوقفه شوہ.
موږ د ماسپښین لمونځ د شیخ دلاور صیب په امامت کې اداء کړ.
ډوډۍ په بل سالون کې داسې ترتیب شوې وہ چې مختلف خواړہ په لویو لوښیو کې اچول شوي و او ھر سړي به پیشقاب اخیسته او د خپلې خوښې خواړہ به یې پکې اچول او بیا به د سالون ھغې برخې ته تللو چرته چې د ډوډۍ خوراک لپارہ څوکۍ او میزونه ایښودل شوي و!
زہ له لمانځه مخکې متقي صیب ته ورغلم او دا پورتنی بیت مې ترې واخیست. بیا مې ورته وویل که اجازہ مو وي، زہ به ستاسې دا بیت ھم پخپل شعر کې ځای کړم!
ھغه وویل: بالکل اجازہ دہ!
ما ھلته ولاړو ملگرو ته وویل: تاسې شاھدان اوسې چې دا بیت متقي صیب پخپله خوښه ماته را وبښه!
دا ھر څه ځکه وایم ھسې نه سبا د ادبي غلا دعوہ را باندې وکړي!!
ټول په خندا شوہ، متقي صیب وویل: بې غمه اوسه! دعوہ به در باندې نه کوم!
د ډوډۍ خوراک سالون ته چې راغلو، ستانکزي صیب را غږ کړل: پیرزادہ صیب! راځه! ما چې وکتل ھغه دوہ پیشقابه راخیستي ول، یو ما ته او بل یې ځان ته!
ما یو قسم د خجالت احساس وکړ، قاب مې له ستانکزي صیب څخه واخیست او ورته مې وویل: ستانکزی صیب! ولې مې گناھکارہ کوې؟!
دا مشران څومرہ تواضع، خاکساري او حلم لري؟! سبحان الله او بیا ھم سبحان الله!!
د غرمې له ډوډۍ وړاندې مې په ولاړو پښو لږ بنډار له مولوي صیب مطیع الحق سرہ ھم وکړ!
مولوي صیب محترم ډیر عزت راکړ او د اړیکو د ټینگولو یې راته وویل.
د مرحوم خالص بابا له کورنۍ سرہ زموږ اړیکې له نیکونو را پاته دي!
زہ له ستانکزي صیب سر پر یو میز برابر شوم، ډوډۍ مو وخوړہ او بیا بیرته د خبرو سالون ته لاړو.
ځینې ملگریو را څخه د بل شعر ویلو غوښتنه کړې وہ، دا گونگوسی تر متقي صیب ورسید او ھغه ستانکزی صیب ته وویل.
د ډوډۍ پر مھال زموږ ملگري ذاکري صیب په څه چم له مشرانو د تصویرونو اخیستلو اجازہ ھم تر لاسه کړې وہ.
بیا چې مجلس ته کیناستو، انجنیئر صیب تنویر، عبید الله علم او حدید الله ذاکري خبرې وکړې! ( تفصیل یې په بله گڼه کې).
ستانکزي صیب مائیک یو ځل بیا ماته حواله کړ! څرنگه چې د تصویر او عکاسۍ اجازہ اخیستل شوې وہ نو دا شعر کوم ملگري ریکارډ کړی و او پر فیس بک یې ھم خپور کړی و!
ماته چې بیا مائیک په استثنائي ډول په لاس راغی نو ذھن کې مې دا ټپه گرځیدہ:
خدای به دې زلفې په لاس راکړي
ما ته د کلي ماشومان دعا کوینه
د پاته ملگرو خبرې او زما دویم شعر:
( دا لړۍ ادامه لري، ستاسې ټولو دې مبارکه روژه مبارکه وي)
پير زاده صاحب تاسو ته سلامونه په دې تصویرونو کې به خدای خبر چې تاسو کوم یو یاست. شعر مو ماشاااالله ډېر پر مختوی دی خو،،،، “څنګه به شي” اصطلاح معمولا په پښتو ژبه کې د ذهني انعطاف کولو په منځ یا له خپل دریځه له لویدلو وروسته، او یا د شیطاني وسوسو د غلبې په ګردونو کې کاریژي،، تشویش خپله د ډاډ، اطمنان او سکون ضد نامطلوبه اصطلاح ده. خبرې مو خوږې کار د ګړیو ساعتو شو د وخت او میلمنو هر یو پیغام به څنګه شي په پورته مثال کې ستاسو په وړاندې د پنځه دقیقو متوافقه وخت… نور لوستل »
هموطنان گرامی در بین ما افغانها دو قسم مجلس مروج است مردانه زنانه متاسفانه این مجلس نامردانه بود که یکتعداد افغانهای با دختران شان و یک چند خلقی کمونست و افغان ملتی های بی ریش حضور داشتند و توفوع من از سیاسیون امارت این بود که پالیسی های سیاسی اقتصادی نظامی ووووو امارت را برای این ها تشریح میکرد نه شعر جنگی و توهین به اقلیت ها را وووووو