افغانستان

د صرافانو ټولنه: لويې جرګې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې افغانۍ ټیټه کړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵غويی، ۱۳۹۸ل): کابل کې د صرافانو ټولنه وايي، د لويې جرګې په مناسبت اوږدې رخصتۍ د بهرنیو اسعارو خصوصاً ډالر پر وړاندې افغانۍ خورا ټیټه کړې ده.

د سرای شهزاده د صرافانو ټولنې ویاند هاشم روضه‌یي وايي یوه اوونۍ کې يې چارې په ټپه ولاړې وې چې په پایله کې يې ډالر لوړ شوی او افغانۍ خورا ټیټه شوې ده.

هغه وايي، هره اوونۍ شاوخوا ۹۰ میلیونه ډالر بازار ته عرضه کېږي، چې د رخصتۍ له امله دا اندازه ډالر عرضه نه شول او پایله کې يې د افغانۍ ارزښت ولوید.

روضه‌یي زیاته کړه د صرافۍ بازار ۹۰سلنه وارداتي و او یوازې لس سلنه صادارتي دی، خو د دې تر څنګ ولایاتو کې د بهرنیو اسعارو تبادله هم د دې علت شوه چې افغانۍ ټیټه شوه.

په وینا يې ۱۷ ولایتونو کې هم بهرني اسعار تبادله کېږي چې تېره رخصتۍ کې د مرکزي بانک له خوا ډالر عرضه نه شول خو ولایاتو کې يې تبادله روانه وه.

تر دې وړاندې د سوداګرۍ خونې چارواکو هم ویلي و، چې د لويې جرګې له امله لسګونه سوداګریز موټر د کابل دروازو کې بند پاتې و، چې له امله يې میلیونونه ډالر زیان ور اوښتی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x