افغانستان

د ماشومانو د حقونو د ملاتړ قانون معرفي شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵غويی، ۱۳۹۸ل): افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د ماشومانو د حقونو د ملاتړ قانون معرفي شو، چې پر اساس يې د ماشومانو د خوندیتوب هیلې ډېرې شوې دي.

دغه قانون چې نن د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې معرفي شو، ۱۶ څپرکي او ۱۰۸ مادې لري، چې پکې د ماشومانو د زده کړې، نوم اېښودلو، سالم چاپیریال برابرولو، له جنسي ځوره ساتلو او نورو حقونو یادونه شوې ده.

په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د اشرف غني مرستیال سرور دانش ومنل چې هېواد کې اکثریت ماشومانو له اساسي او لومړنیو حقونو بې برخې دي.

کابل کې د یونیسف مشرې شیماسن ګویتا هم د ماشومانو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړه او په وینا يې دوی هڅه کوي چې برابرو حقونو ته زمینه برابره کړي.

دا په داسې حال کې دی چې د حکومت په نظامي لیکو کې د ماشومانو پر جذب او ان د دولتي ځواکونو له لوري د ماشومانو جنسي ځور د سیګار د راپور موضوع هم ګرځېدلې ده.

افغانستان کې د نا امنۍ تر څنګ د دولت نه پاملرنه هغه څه دي چې ګڼ ماشومان، سوالګرۍ، سختو کارونو او ان خودفروشۍ ته اړ شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x