غني د «سیمه‌ییز اتصال» لپاره پاکستان ته ځي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵غويی، ۱۳۹۸ل): ارګ وایي محمد اشرف غني د پاکستان د لومړي وزیر په بلنه اسلام اباد ته روانېږي، چې موخه يې د سیمه‌يیز اتصال او سولې پروسه کې «همکاري» ښوودل شوې ده.

د ارګ ویاند هارون چخانسوري ويلي، هغه د عمران خان د ټلیفوني اړیکي پر بلنه اسلام اباد ته سفر کوي.

تر دې وړاندې پاکستان ویلي و، چې د سولې پروسه کې همکارۍ ته اماده دی، خو پخپله عمران خان موده وړاندې د «مؤقت حکومت» یادونه هم کړې وه.

غني په داسې حال کې پاکستان ته سفر کوي، چې څو ورځې وړاندې پاکستاني الوتکو خوست کې بمباري وکړه او نهو تنو ملکي وګړو ته يې مرګ‌ژوبله واړوله.

تازه هم خوست کې پر ډېورنډ فرضي کرښه د تار غځولو مخالفت کې د خوستي ځوانانو او پاکستاني پوځ تر منځ د جګړې خبر ورکړل شوی دی، چې پوره جزییات يې لا هم رسنیز شوي نه دي.

د غني د سفر دقیقه نېټه څرګنده نه ده، خو هغه له څو ورځو وروسته هم خوست کې د پاکستان پر بمبارۍ خوله پټه نیولې او سفر کې يې هم اجنډا کې د ګیلې ځای نه ښکاري.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Hidayat shinwaray
میلمه
Hidayat shinwaray

Afghans does not acknowledge Pakustan،s sovereingty over pakhtunistan .
The treaty of Gandomak under which our tyrant leaders ceded pakhtunistan to the UK.
and after the creation of artificial pakistan the pakis had right only through continue use of the land.
Our principle stand will not. change on that matter as we are certain of our sovereignty over the whole of pakhtunistan

حکیمي
میلمه
حکیمي

اشرف غني هم دخپلې بقالپاره هره حربه کاره وي
که په دې سفرکې یې هره نادوده پرېکړه وکړه موږ یې ان لااوس نه منو

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

اصلا د کابل غلامان او باداران په دی هڅو کی دی چه طالب مجاهدینو مقاومت څرنګه مات کړی په نظامی کی خو د شرمیدلو ماتو سره مخ شول روغو جوړو کی هڅی لری هغه څه ترلاسه کړی چه په نظامی کی یی له لاسه ورکړی وو، هڅی لری چه د سیمی هیوادونه او لا د چین، روس او هند په شان هیوادونه هم د طالبانو په ضد دریز کی له ځانه سره ملګری کړی دا چه ډیر افغانان پاکستان او ایران کی مهاجر شوی دوی هڅه لری چه پاکستان او ایران ته په بیلونو ډالر ورکړی او د طالب مجاهدینو… نور لوستل »

روح الله روحمل
میلمه
روح الله روحمل

دپاکستان اصلی مقصد د دیورند فرضی کرښه ده نو ځکه یی امریکا ته په افغانستان د اشغال لار ورکړه اډه یی ورکړی چی امریکایانو د هغوی په مرسته دافغانستان اسلامی نظام ړنګ خو داچی دافغانستان مسلمان ملت د اشغال په وړاندی اوس قرار لری نو پاکستان ته یی دا پیغام ده چی د ډیورند د فرضی کرښی واک اوصلاحیت د افغانستان د مسلمان ولس ده نه د غلام حاکمانو نو په یاد ولری چی افغان مسلمان ولس د دی فرضی کرښي پوښتنه کوی ولو چی زر کاله هم تیر شی