نظــر

هر سړی پیدا ده خپل خپل کار لره کنه!

معلم غلام نبي ګل

د پورته بیت نه دا ښکاره ده چې خوشحال بابا سوونه کاله وړاندې د دندو د ویش خبره کړې، دا نه یوازې د کار په ابزارو کې صدق کوي بلکې د ټولنیزو اموراتو او دندو پر مخ بیولو لپاره هم د زرهاوو کلونو راپدیخوا بشري ټولنو د عمر په مقیاس دندې او وجایب طبقه بندي کړي او تر ننه دا لړۍ روانه ده.

دا چې په ۷ کلنۍ کې مکتب ته ځو په ۲۲ کلنۍ کې د عسکرۍ خدمت ته او ۶۵ کلنۍ کې تقاعد ته سوق کیږو دا د همدې سني طبقه بندي په اساس دي.

فزیکي رشد تر ۲۲ کلنۍ پورې وي او فکري رشد تر ۶۵ کلنۍ او تر هغې پورته وي. زموږ خوږ پیغمبر(ص) په ۴۰ کلنۍ کې په ډېره ستره دنده مکلف شوی دلته د فزیکي طاقت خبره مطرح نده، دلته د فکري طاقت خبره مطرح ده. که په دې ستره دنده کې د فزیکي طاقت خبره مطرح وای بیا خو پکار وه چې حضور(ص) په ۲۲ کلنۍ کې په پیغمبرۍ مبعوث شوی وای. دا چې وایې تجربه د علومو مور ده هوایي خبره نده له همدې تجربو نه علوم زیږیدلي دي.

دا چې وایې چې ژوند یو تجربه ده لدې ښکاره ده چې تجربه په ژوند کې مهم شی دی ځکه یې د ژوند نوم ورکړی، په همدې ډول د دندو، وظایفو او کار جنسیتي ویش هم له زرګونو کلونو راپدیخوا د تجربو په بنیاد رامنځ ته شوی که څه هم غرب پدې هڅه کې ده چې دا ویش له منځه یوسي. خو دا چې غیر طبیعي ده پدې کې تر ډېره پاتې راغلی، د بیلګې په توګه په پوځ کې جنسیتي یوځای والي ورته ډېرې ستونزې راولاړې کړیدي او پدې برخه کې شکایتونه اوج ته رسیدلي دي. په همدې ډول د کار په نورو برخو کې غرب پدې ندی توانیدلی چې په جنسیتي لحاظ د کار حقوق مساوي کړي ځکه دا هم غیر طبیعي ده او د کمونیزم هغه شعار ته ورته ده چې کار په اندازه د قدرت او معاش په اندازه د کفایت. په هر حال بعضې خبرې داسې دي چې استعماري قدرتونه او د هغو ګوډاګیان په عمدي توګه نه غواړي چې خلک د هغوی د ظاهري اهدافو تر شاه په پټو اهدافو خبر شي، د بیلګې په توګه هغه مهال چې استعماري قدرتونه به آسیا او افریقا کې د غریبو هیوادو په لاندې کولو او ایلولو اخته وه نو ځواکونو به یې د خپلو جنسي غریضو د رفع کولو په غرض د ځایې خلکو په پیغلو او ښځو حملې کولې او دې کار د ځایې خلکو حساسیتونه راپارول او پدې نتیجه کې به د دوی په وړاندې مقاومتونه ډېرېدل. دا چې استعمار ته خپل استعماري اهداف مهم وه نو په خپلو پوځونو کې یې مخالف جنس ورزیات کړ څو له یو طرفه د ځایې خلکو حساسیتونو ته ځواب ووایې او له بله اړخه خپل نارینه پوځيان د خپل مخالف جنس په موجودګۍ کې لا ډېرې سرښندنې ته تشویق کړي.

دا لړۍ روانه ده خو تر اوسه هم ښځينه جنس پدې نده خبره چې دوی د کومو اهدافو لپاره ګومارل شویدی که چیرته خبرې شي نو یوه ورځ به هم دا دندې تر سره نکړي او علاوه پر دې په هیواد کې دننه د داسې غیر طبیعي او استعماري ګټو د تامین لپاره په پراخه کچه تبلیغ کیـږي. خبره رانه اږوده شوه غوښتل مې په روانه ۱۳۹۸ مشورتي لویې جرګه کې په پراخه کچه د پیغلو، ځوانانو او ښځو حضور ته کتنه وکړم په همدې ملحوظ پورته اوږده مقدمه راته اړینه وبریښیده.

د میرویس نیکه په جرګه کې نه ښځې وې او نه ځوانان د احمد شاه بابا د زمان په لویه جرګه کې ښځې نه وې خو د جرګې تر شاه د ښځو حمایت وه او یواځنی ځوانه څيره پکې احمد خان وه، چې د جرګې تر پایه یې یوه خبره هم له خولې نده وتې دا چې احمد خان ایران ته تر فراری کیدو وروسته د نادر افشار په پوځونو کې د افغانی کنډک مشر و او استعمار ته یې د چوپړ خوند څکلی وه نو ضرور به ورسره د یو خپلواک هیواد فکر و خو داسې یو فکر چې دی به د دې خپلواک هیواد پاچا وي هیڅکله ورسره داسې فکر نه وه. په جرګه کې د زعیم د ټاکلو پر سر اختلافاتو جرګه نهمې ورځې ته وغځيده د زعیم په حیث د احمد خان ټاکل کیدل زموږ د زمان د مجاهدینو د رهبرانو لخوا د حضرت صیب مجددي ټاکلو ته ورته وه ځکه ټولو فکر کاوه چې هر وخت وغواړي له قدرت نه یې لرې کولی شي. دا خبره روښانه ده چې احمد خان پاچاهۍ ته درسیدو په مهال ځوان(۲۵) کلن و او کافي تجربه یې نه درلوده او تر ډېره وخته د جرګې د مشرانوغړو په مشورو چلیده هغه وخت چې احمد شاه وغوښتل له کندهار ښار نه دیوال تاو کړي د نوموړي په بې تجربه ګۍ دلالت کوي. کله چې د احمد خان مور خبریږي چې احمد خان غواړي له ښار نه دیوال تاو کړي او کار عملاً جریان درلود نو مور یې احمد خان ځان ته راوغوښت او پدې الفاظو یې مخاطب کړ:

ـ زه خبره شوې یم چې ته له ښار نه دیوال تاووې ایا د دیوال هاخوا ستا رعیت نده؟ او بله دا چې ته انتظار کوې چې زموږ د ښمنان تر ښاره د دیوالو شا ته راورسیږي.

دلته بیا هم د سن او تجربې مسئله مطرح ده د احمد شاه بابا مور د داسې یو چا میرمن وه چې هغه په قدرت کې پاتې شوی وه او دې د ژوند ډېرې تجربې ورنه اخیستې وې.

دا چې موږ شته یو او د غریبي باوجود د داروین د نظریاتو پر خلاف چې اکثر استعماري قدرتونه د هغه نظریات د خپلو استعماري اهدافو لپاره خپله کړنلاره ګرځولې او پر موږ د بار بار حملو باوجود بیا هم ساه باسو او د یو غریب خو د یو باتور قوم په نوم د ځمکې په یوه څنډه کې خپله جغرافیه او خپل نوم لرو. زموږ د دوه عمده ارزښتونو له برکته ده چې دا دوه ارزښتونه یو جهاد او بل جرګه ده، زموږ د جهاد د نام بدۍ لپاره د شرق او غرب استعمار په شریکه ډېرې هڅې وکړې چې زموږ دا ارزښتناکه وسله را پسه کړي خو ونه توانیدل. زما د ادعا ثبوت دا ده چې د شهیدانو د قافلې لپاره زموږ په تاریخ کې کمی ندی محسوس شوی، بله دا چې د شهیدانو په جنازو کې ګډونکوونکي د ثواب په هیله له شمار نه وتلي وي. اوس استعمار یوه بله ناځوانه پیل کړې ده او هغه د خپلو لاسپوسو په وسیله زموږ د لویو جرګو د ارزښت له منځه وړل دي. موږ په خپل تاریخ کې د مشورتي جرګې په نوم څه نه لرو او نه مشورتي جرګه زموږ د قام ارزښت دی او نه د حکومتي جرګو په نوم څه لرو، د امان الله خان د وخت لویه جرګه د امان الله خان په اقتدار کې دایره شوې پکار خو دا و چې د لغمان په کله ګوش کې د حبیب الله خان له مرګ نه وروسته په بیــړني شکل لویه جرګه دایره شوې وای او په هغې کې هم د ازادۍ خبره مطرح شوې وای او هم د هیواد د ژمني پایتخت یعنې پيښور. تر هغې وروسته ټولې جرګې که ازادو او یا غلامو حکومتونو راغوښټي دي. زموږ د سنتو او کلتور مطابق که چیرته موږ پر افغانستان د اتحاد جماهر شوروي تر حملې وروسته د هیواد په یو ګوټ کې چې امکانات یې هم موجود وه لویه جرګه دایره کړې وای نو د جهاد په دوره کې به د ۱۴ تنظیمونو او ډلو ټپلو شاهدان نه وو او نه به دا اوسنی ستونزې وې.
کله چې د تنظیمي جګړو اور بل و اړینه وه چې ولس او له جنګ نه په څنډه مخورو افغانانو لویه جرګه راغوښتې وای، او همدارنګه کله چې امریکا زموږ پر هیواد حمله وکړه د لویې جرګې راغوښتل اړین وه چې داسې ونه شول. اوس هم د لویې جرګې دایریدل اړین دي چې د تجربه کارو او مخورو مشرانو لخوا جرګه دایره شي. د جرګو کیفیت مهم دی نه کمیت، د میرویس نیکه او احمد شاه بابا د وختونو جرګې که څه هم په لوړه کچه نه وې خو زموږ په هیواد کې د ډېرو لوړو او عالي تحولاتو باعث شوې او ملک یې نه یواځې دا چې له بحرانه ویستی بلکې د امپراتورۍ کچې ته یې رسولی.

دا چې نن حکومت له جرګې نه د کرکټ میدان جوړ کړی دا زموږ د جرګو په تاریخ کې مخینه نه لري.‍

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x