نظــر

تر خپله وسه د ذاکر نایک دفاع

لیکوال: محمدرحیم سکندر

محمد رحیم سکندر

نایک هند ته په‌خپلو ټولو مذاهبو کې ماته ورکړې ده، پر هندوانو یې د خپلو میندو/ غواګانو غوښه روا کړې ده.
په لندن هم ځکه بند شو چې زیات محصلان یې اسلام ته را اړولي. اورژبي خبریالان د نابغه نایک له ځوابونو امن غواړي.

په لایف ویناوو او بحثونو کې یې نه یوازې په قران، احادیثو او عقیده بلکې په منطق، فلسفه او ریاضي/ ساینس ستر، ستر کفار عالمان قانع کړي او بالاخره اسلام یې راوړی.

دومره بندګان د هند کرکټ ته نه راټولېږي لکه د ډاکټر نایک مناظرې او وینا ته چې سټوډیم کې ځای نه وي.

نو خود به کاڼو او بوټو ته سجده کوونکي هندوان، لاندې او باندې ببر سیکان له نایکه ریږدي.

پیړۍ کې یو یا دوه نابغه‌ګان پیدا کېږي، مونږ خوشبخته یو چې برحاله اسلامي نړۍ کې د نایک په څېر باجرته عالم انسان لرو.

مجزه ده چې د ممبی په څېر فاحش ایالت کې چې ټولې سینماوې هلته ایجاد دی، خو د نایک زیږون انقلاب راوست او د سولې تلویزون چې نوموړی یې مشري کوي، زرګونه روزل شوي شاګردان یې د دیوبند له هر فارغ عالم تکړه او مخکښه مبارزه کوي.

هندوان غټ چنګاښ او ښکلي سپي ته هم سجده کوي، ذاکر نایک له دې سپۍ بنده‌ګۍ نجات ورکوي او د اسلام په بختور دین یې مشرفوي.

نایک که طب لوستی، خو د قران کریم تر څنګ یې تورات، زبور او انجیل هم ښه مطالعه کړي او د دیوبند د مشهورې او بلې هرې مدرسې له فارغینو یې اسلام ته ډېر زیات خدمت کړی.

د ځینو دیني علماوو له نایک سره په دې اختلاف دی چې په دیني بحثونو کې له ساینسي نظریاتو او منطق کار اخلي، ځکه اسلام د عقیدې دین دی. خو نایک که یو کافر مسلمانوي نو کافر په ثواب او ګناه، جنت او دوزخ څه پوهېږي، څه یې ویني او څنګه یې قناعت حاصل شي؟ نایک مجبور دی چې د دوی په علم، مذهب، عقیده، روان، سوفیستایي منطق او ساینس عیني مثالونو ورته وړاندې او قناعت ورکړي او تر اوسه پخپل تکتیک او کمال کې بریالی هم دی.

د ایران، افغانستان، پاکستان او بنګلادیش نفوس هومره یوازې په هند کې مسلمانان اوسي او دا د الله تعالی له نعمتونو یو ستر نعمت دی چې ذاکر نایک یې پې را پېرزو کړ او مسلمانانو ته یې دوامدار ډاډ ورکړ.

پښتانه ژباړونکي دې هم پاک حلال جنتي شي چې د نایک تر لسو زیات کتابونه یې پښتو کړي.

د یو مسلمان په حیث چې نایک مې ایډیال دی، ځکه مې ناچیزه دفاع ولیکله چې هند تازه پر ډاکټر نایک د ۲۸ میلیونه ډالرو غیر قانوني شتمنۍ تور پورې کړی.

ډاکټر عبدالکریم ذاکر نایک ته بریالیتوب او جنتونه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

حفظه الله تعالی و رعاه

وحیدالله غزنوي

هند په لومړي سر کې د سیکولرزم او پلورالیزم تمثیل کاوه او نایک صاحب ته یې اجازه ورکړې وه چې تبلیغ وکړې خو کله چې هندو لابې ولیدل چې مناظره او مباحثه ددوي د جاهلانه ذهنیت او تسلط په زیان روانه ده نو د پیړیو زوړ جاهلانه دود ته ستانه شول او بې سر و پښو تورونو باندې د خپلې خودساخته ډیموکراسې کوغ ویوست

جلال

جزاك الله خيرا. تاسو سره شريك يم.

غ.حضرت

غزنوی وروره! ستاسی د فرمودې په تائید، داسی معلومیږی چي د نایک صاحب موجودیت پر هندواڼو غمېدلی دی. ځینی وخت ځینی دموکراتیک ارزښتونه باید ( البته د هغوی په ګومان) د اقتصادی ارزښتونو قربانی سی نو پدې حساب که هره ورځ په سل ګونو خلګ لاسونه د هندوئيزم څخه واخلی نو ولاړه کیسه خرابه سوه، موږکان او بُتان او حتی غواوی به له دیغت څخه مړه سی. څو ورځی مخکی می په فیسبوکی ځنګل کی یوه وېروونکې او په عین حال کی خندوونکې صحنه ولیدل. یو افغان سِک په یو مجلل او مجهز دفتر غوندی ځای کی ناست دی او… نور لوستل »

Bashir Ahmad

Zakir naik kho yav dar takra alim da. Ze taqriban la laso kalo na awram aw mata dare khwand rakavi. Likwaal sahiba taa yavazi da zakir saab difaa na da karey balke por noro di itrazaat hum kari di. Staa la itrazato na sta da soch kamzori malomigi. Lihaza daa tol olama di zmoz da sar stargi di.

احمد

اسلام عليکم ورحمت الله
ګرانو ورورنو د هغو خلکونه چه لر د مښي مو دغويي (بول, ميتياضي) چکي، ديره تمه هم نده پکاره.
او که له بله انګړه پري سوچ وکړو نو په هغه دنيا کي خو دوي هڅي هم جهنميان دي او پر دي دنيا کي هم خداي وهلي نو خداي د يو سړي پر دي دنيا کي نور نو څومره وواهي، د غويي بول پري چکي, نورنو بت پرسته او غويي پرسته څومره خداي وشرموي،

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x