نړۍ

«پاکستان کې د روژې میاشت نه ده‌ لېدل شوې»

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵غويی، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې چې د سعودي عربستان او افغانستان په ګډون په ټوله اسلامي نړۍ کې سبا لومړۍ روژه ده، د پاکستان د مياشتې ليدو کميټې ويلي چې دوی مياشت نه ده‌ ليدلې او په هغه هيواد کې به د سه شنبې په ورځ لومړۍ روژه وي.

د پاکستان د مياشتې ليدو ادارې «هلال کميټې» مشر مفتي منيب الرحمن نن له ماښام وروسته اعلان کړه چې د روژې مياشتې د نه لیدو له امله به د دوی لومړۍ روژه د سه شنبې په ورځ وي.

بل لور ته په پاکستان کې ميشتو افغان کډوالو د تير په څير له سعودي عربستان سره د روژې نيولو په نيت په ګڼو جوماتونو کې تراويح هم وکړې.

د پاکستان د دولتي سرچينو د روژې د اعلان له ځنډېدو سره سره د پيښور ښار د قاسم علي خان جومات امام مفتي شهاب الدين پوپلزي سبا دوشنبه د روژې لومړۍ ورځ اعلان کړه.

مفتي پوپلزي رسنيو ته ويلي چې دوی ته ۲۲ شاهدانو د مياشتې ليدو شاهدي راوړې ده چې په همدې بنياد سبا د روژې لومړۍ ورځ ده.

د خيبر پښتونخوا ايالت ګڼ مسلمانان د روژې او اختر له پاره د قاسم علي خان جومات اعلان ته اهميت ورکوي.

د يادونې وړ ده چې له پخوا راهيسې پاکستان د روژې او اختر په ورځو کې له نورې نړۍ نه يوه ورځ وروسته وي چې په دې وروستيو کې د هغه هيواد ځينې ديني عالمانو د حکومت له دې محدوديته ځانونه خلاص کړي دي او د مياشتې ليدونکو له شاهدۍ ورکولو وروسته روژه او اختر اعلانوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

د پاکستان پر خلګو روژه نه ده فرض ځکه تر اوسه نه جسمی بلوغ ته رسېدلی دی او نه ایمانی او اخلاقی بلوغ ته نو خوشی دی خپله څیری خولۍ په روژو نوره نه څیری.

الحاج استاذ بیانزی

حیرانوونکی ده ، ټوله نړی په لوړه او پاکستان په لره کی پروت دی او که مرچو یی سترګی کمزوری کړی. فکر نه کوم چه پاکستانو میاشت نه ده لیدلی او یا یی د سترګو د دید وړتیا کمزوری ده د پاکستان باداران ( انګریزان ) نه یواځی د پاکستان حکومت حتی د پاکستان حلوایی علماوو ته دستور ورکوی چه د روژی لمړی او اخره ورځ بدله کړی تر څو په دی واسطه د اسلامی امت وحدت نظر او عمل کی توپیر راولی دا کوچنی مه ګڼی دا لویه خبره ده زمونږ د پاره به دومره مهمه نه وی مګر… نور لوستل »

احمد

محترم استاذ تاسو بلکل درست فرمايلي،
الله د د اسلامي نړي مسلمانان د دي دجال صفته دولتونوه نه چه پر اسلامي امټ يي حاکم کړي خلاص كړي.

غوربندي

کونوا مع الجماعه

پاکستان که هر څو هم د مبارکې روژې له سر او بره خپل ناموجه قیچي کول اجتهاد وګڼي ولې بیا هم د نړی له نورو مسلمانانو بیل او مخالف دریځ نیول د تفرق په کچه نابخشودني ګناه ده.

د پام وړ ټکی پکې دا دی چې د پښتونخوا اکثریت پښتنې سیمې د بهر مسلمانانو سره همزمان روژه نیسي او اختر کوي.

غمی.پښتین

په بحث کې ګډون وکړه…جوړ تازه په خیر.
غوربندی ته.
افرین .نو طالیبان د نورو مسلمانانو څخه په بیل دریځ کی نه دی ؟چه ټول مسلمانان د اوربند او د سوله نعری وهی او طالیب مخالفت کوی؟
نو ایا دا ګناه بخشودنی ده؟

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx