پاکستان کې د «ایډز» ناروغي په پراخه کچه مخ پر زیاتېدو ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶ غوایي، ۱۳۹۸ل): پاکستان هېواد کې په تېر یوه کال کې تر ۲۵۰۰ زیات خلک پر ایډز ناروغۍ اخته شوي دي چې اوسنۍ شمېره یې تر «۲۴۰۰۰» پورې رسیږي.

د ایډز ملي کنترول پروګرام له خوا د تېر کال په وړاندې شوي راپور کې ویل شوي وو چې په دغه هېواد کې د راجستر ناروغانو شمېره تر «۲۲ زرو» رسیدلې چې اوس یې دغه شمېره «۲۴زرو» ته پورته شوې ده.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې په دغه هېواد کې یاده شمېره د ایډز ناروغان راجستر دي، خو ویل کیږي چې هغه ناروغان کوم چې په ایډز اخته دي او راجستر نه دي شمېره یې له راجستر ناروغانو خورا زیاته ده.

همدغه ډول تېره ورځ یوې رسنۍ راپور ورکړی و چې په پاکستان هېواد کې د ایډز ناروغۍ رامنځته کېدل له ناسمو جنسي اړیکو، استعمال شوی انجکشن بیا استعمالولو، د انجکشن له لارې د مخدره توکو استعمال، د درملنې توکي بیا استعمالول او داسې نور اصلي لاملونه دي.

د ایډز ملي کنترول پروګرام له راپور سره سم لکه څرنګه چې په پاکستان کې د ایډز ناروغي مخ پر زیاتېدو ده همدغه ډول د ایچ آی وي (HIV) په وایروس هم خلک په پراخه کچه اخته کیږي، اوسمهال پاکستان کې په دغه وایروس له «۱۶۵ زره» زیات کسان اخته دي.

په دغه راپور کې زیاته شوې چې په ایډز اخته ناروغانو زیات شمېر په پنجاب ایالت کې دي، چې په دویم نمبر زیاتو ناروغانو کې د سند ایالت دی، خو بلوچستان او خیبر پښتونخوا په دریم او څلورم نمبر دي.

د سند ولایت لاړکانه سیمه د ایډز په اړه تر ټولو خطرناکه ښودل شوې ده چیرته چې ۱۹سلنه خلک په ايډز ناروغۍ اخته دي، زیات شمېر یې کوچنیان دي او ویل کیږي چې د لا زیاتېدو ګواښ یې هم شته دی.

د اټکلونو له مخې په پاکستان کې د ایډز ناروغانو شمېر تر «۱۵۰زرو» زیات دی مګر د رسمي معلوماتو له مخې ددغه ناروغانو شمېر تر «۲۴۰۰۰» رسیږي.

د ایډز ناروغي د ایچ آی وي وایروس له کبله خپریږي، په عام ډول د ناسمو جنسي اړیکو لرلو له کبله، په ایډز اخته شوې انجکشن وهل، داسې توکي استعمالول چې دغه وایروس ولري، د غاښونو په درملنه کې استعمال شوي توکي، د حجامت یا عملیاتو توکي او داسې نورو شیانو په استعمال سره دغه ناروغي بل کس ته انتقالیږي.

تېره ورځ د پاکستان حکومت د سند په لاړکانه سیمه کې یو داسې ډاکټر نیولی چې د ایډز ناروغانو ته به یې یو ډول توکي استعمالول کوم چې د دغې ناروغۍ د لا خپریدو لامل شوي، په همدې سبب چارواکو ددغې سیمې له شلو زیات کلینیکونه بند کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې ایډز یوه داسې ناروغي ده چې درملنه یې په نشت برابر ده او په نړیواله کچه هم د ایډز ناروغي په خورا ستره کچه مخ پر زیاتېدو ده، خو اوس پوهانو داسې څیړنې ترسره کړي چې په مرسته یې کولای شي د ایډز ناروغۍ د خپریدو مخه ونیسي.

د یادونې ده چې په افغانستان کې د روغتیا وزارت څو ورځې وړاندې ویلي وو چې په دغه هېواد کې د ایډز ناروغي مخ پر زیاتېدو ده، او د سمې تداوۍ نه شتون له کبله په خورا چټک ډول خپریږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د