کرېکټ: انګلستان لومړۍ شل اوریزو سیالۍ کې پاکستان ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶ غوایي، ۱۳۹۸ل): د پاکستان او انګلستان کرېکټ لوبډلو ترمنځ په لومړۍ شل اوریزو سیالۍ کې انګلستان لوبډلې پاکستان لوبډلې ته د ۷ ویکټو په توپير ستره ماتې ورکړه.

دغه سیالۍ کې چې لومړی پاکستان لوبډلې توپوهنه وکړه په ټاکلو شلو اورونو کې یې انګلستان ته د ۱۷۴ منډو هدف وټاکه، ددوی لخوا بابر اعظم چې د شل اوریزو سیالیو لومړی مقام لرونکی توپوهونکی دی ۶۵  منډې جوړې کړې.

په ځواب کې د انګلستان لوبډلې په ټاکلي هدف بشپړولو کې په زړه پورې توپ اچونه پېل کړه، د جويي روټ او لوبډلمشر ایون مورګن په زړه پورې توپوهنې ټاکلی هدف په وروستي اور کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو بشپړ کړ.

د پاکستان لوبډلې لخوا عماد وسیم په ۴ اورونو کې ۲۴ منډې ورکړې، فهیم اشرف په ۳.۲ اورونو کې ۴۳، شاهین افریدي په ۴ اورونو کې ۳۵، محمد حسنین په ۴ اورونو کې ۲۹ او حسن علي په ۴ اورونو کې ۴۲ منډې ورکړې، عماد وسیم، شاهین افریدي او حسن علي ۱-۱ ویکټه واخیستله.

د لوبې غوره لوبغاړی د انګلستان لوبډلمشر ایون مورګن ونومول شو، نوموړي په ۲۹ توپونو د ۳ شپږیزو او ۵ څلوریزو په مرسته ۵۷ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د