ورزش

کرېکټ: ويسټ انډيز لوبډلې پر ايرلينډ نړيوال ريکارډونه جوړ کړل

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۶ غوایي، ۱۳۹۸ل): د ويسټ انډيز کرېکټ لوبډلې په يو ورځنۍ سيالۍ کې د ايرلينډ لوبډلې پر وړاندې په توپوهنه کې يو شمېر نړيوال ريکارډونه جوړ کړل.

د ايرلينډ، ويسټ انډیز او بنګلديش لوبډلو ترمنځ د درې اړخيز يو ورځني سيريز په لومړۍ سيالۍ کې چې د ويسټ انډيز او ايرلينډ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د ويسټ انډيز توپوهونکو نړيوال ريکارډونه پخپل نوم کړل.

د ويسټ انډيز اوپنر توپوهونکو هر يو «شای هوپ» او «جان کمپبل» په ګډه په لومړۍ ويکټه ۳۶۵ منډې ملګرتيا وکړه چې پخواني ټول ريکارډونه يې تس نس کړل.

جان کمپبل په دغه ملګرتيا کې چې تر ۴۸م اوره يې دوام وکړ ۱۷۹ منډې جوړې کړې، همدغه ډول شای هوپ چې په همدغې اور کې وسوځېد ۱۷۰ منډې جوړې کړې، دواړو په غبرګ ډول ۸ شپږيزې او ۳۷ څلوريزې ووهلې، دا د کرېکټ په تاریخ کې دریم وار دی چې دوه اوپنر توپوهونکي په یوځای له ۱۵۰ زیاتې منډې جوړوي.

دا ريکارډ يوازې د اوپنر توپوهونکو لخوا مات کړل شو، په ټوله کې د اوږدې ملګرتيا ريکارډ چې له يادو منډو ۸ منډې زيات «۳۷۲» دی د کريس ګيل او مارلن سميولز په نوم ثبت دی.

د پاکستان دوه اوپنر توپوهونکو په ۲۰۱۸م کال کې د زمبابوې لوبډلې پر وړاندې په لومړۍ ويکټه د ۳۰۴ منډو ملګرتيا کړې وه چې د شای هوپ او جان کمپبل لخوا هم دغه ريکارډ مات کړل شو.

ويسټ انډيز لوبډلې په ياده سيالۍ کې ايرلينډ لوبډلې ته د ۱۹۶ منډو په ستر توپير ماتې ورکړه چې د ويسټ انډيز لوبډلې لپاره د دويمې سترې ماتې ورکولو ريکارډ و.

ياده دې وي چې ايرلينډ لوبډلې د ويسټ انډيز لوبډلې د ۳۸۱ منډو هدف په ځواب کې يوازې ۱۸۵ منډې جوړې کړې، کيون اوبراين زياتې ۶۸ منډې وکړې، د ويسټ انډيز لخوا اشلي نرس ۴ او شانون ګبريل ۳ ويکټې واخيستې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x