مسکو: الوتکه کې د اور لگېدو له امله ۴۱ تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه ۱۶غويی، ۱۳۹۸ل): د روسیې هوایی شرکت یوه مسافر وړونکې الوتکه وروسته له هغه بیړنۍ ناستي ته اړه شوه چې دننه پکي اور ولګید او له امله یې ۴۱ تنه ووژل شول.

د روسیې انټرفاکس خبري آژانس هغه ویډیویی تصویرونه خپاره کړي چې يوه مسافر وړونکې الوتکه له الوتني څو شیبې وروسته بیرته د بیړنۍ ناستې پرمهال، د اور په سرو لمبو او تورو لوخړو کې را ایساریږي.

آژانس ویلي چې په الوتکه کې څه کم ۸۰ تنه سپاره وو، چې د درې تنه عملې په ګډون ۴۱ تنو یې ځای پرځای ژوند له لاسه ورکړی، او پاتي ۳۷ یې ژغورل شوي دي.

په تصویر کې ښکاري چې د الوتکې لکۍ اور اخيستی او په بېړنۍ توگه پر هوايي ډگر ښکته شوې.

ویل کیږي چې تراوسه د پیښې علت مالوم نه دی، خو د روسيې د هوانوردۍ وزارت چارواکو ویلي چې د دغي بې ساري پیښې د څیړني په موخه یې د مختصصینو یو پلاوی ګمارلی چې مالومه کړي د پیښې لامل څه و.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د