افغانستاننړۍ

زلمی خلیلزاد هند ته ځي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶غويی، ۱۳۹۸ل):د افغانستان د کشالې د سیاسي حل لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» د خپلو سفرونو په لړ کې نن ورځ «دوشنبه» هند ته ځي او تمه ده هلته له هندي چاروکو سره په افغان سوله وغږېږي.

د ټایمز اف انډیا د راپور په اساس؛ خلیلزاد به د خپل سفر په دوران کې د بهرنیو چارو له وزیرې «سوشما سواراج» او ددې وزارت له مرستیالې سره وګوري او د سولې د وروستیو هڅو جزئیات به ورسره شریک کړي.

راپور وړاندې زیاتوي « خلیلزاد به هند ته له طالبانو سره د وروستیو مذاکراتو په برخه کې اګاهي ورکړي او له چین او روسیې سره د امریکا په ناستو به رڼا واچوي».

هند؛ چې د ګډ حکومت له نږدې ملګرو څخه پاتې شوی داسې مهال له خلیلزاد سره خپلې اندېښنې شریکوي چې د ګډ حکومت کاري موده روانه میاشت پای ته رسېږي او د سرچینو په بنسټ؛ د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان د مؤقت حکومت د جوړولو په طرحه کار کوي.

د ټایمز اف انډيا د راپور په اساس؛ هند ته د خلیلزاد په تېر سفر کې دې هیواد له نوموړي غوښتي وو څو د سولې په پروسه کې د افغانستان اتلس کلنو لاسته راوړنو ته پام وکړي او د مؤقت حکومت له جوړېدو مخنیوی وکړي.

په ورته وخت کې؛ خلیلزاد او هندي چارواکي داسې وخت سره جرګه کېږي چې؛ طالب او امریکايي ډيپلوماټان له تېرو څو ورځو راهیسې د قطر په پلازمېنه «دوحه» د افغان سولې په تړاو په مذاکراتو بوخت دي.

غونډې ته نږدې سرچینې وایي؛ چې د دواړو لورو تر منځ اختلافات راکم شوي او تمه ده ژر به توافق ته ورسېږي.

په قطر کې مېشت د «دوحې انسټیټیوټ» مشر او بین الافغاني ناستې منتظم «سلطان برکات» هم د طالبانو او امریکا تر منځ په مذاکراتو کې د پرمختګ خبر ورکوي او زیاتوي چې؛ نن د روژې د میاشتې په لومړی ورځ به د مذاکراتو ولاړ وي  او د سې شنبې په ورځ به یو ځل بیا پیل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
منتقم منګل

د خبرو اوږدولو ته ضرورت نشته ځکه بیا نوری دسیسی او بهانی زیږوی بس افغان ولس د اشعالګرو زر ایستلو په انتظار کی شپی او ورځی صبا کوی.

عبدالمالک همت

دغه کثيف، نجس، بت پرسته، دا پېړۍ – پېړۍ د هند د مسلمانانو قاتلين او د کشمير د آزادۍ خفه کوونکي زموږ اقغانانو سره څه لري؟ د دوی يې په موږ څه؟ دوی ته په کومو نړيوالو قوانينو زموږ په چارو کي د مداخلې حق ورکول کيږی. دوی خو زموږ سره نه ګاونډيتوب لري او نه کومي نوري اړيکي. خليلزاد ولي دغه اسلام دښمنه هندوان زموږ په چارو کي په لوی لاس مداخلې ته را کاږي؟ زموږ خلک د هند او پاکستان له واکمنو څخه کلکه کرکه کوي او هيڅ نه غواړي چي زموږ په چارو کي د مداخلې حق… نور لوستل »

محمد

خلیلزاد د مجاهدینو او زموږ د اولس په سترګو کې خاوري شیندئ بیله زوره سم خبرو ته نه کښینئ — زموږ مسلمان اولس باید د دوی په مکرونو او د دسیسو خطا نسئ —

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x