
زلمي خلیلزاد د «اشرف غني» او «عمران خان» له تلیفوني خبرو هرکلی کړی
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶غويی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» د ګډ حکومت د مشر «محمد اشرف غني» او د پاکستان د لومړي وزیر «عمران خان» له وروستیو تلیفوني خبرو هرکلی کړی او له دواړو لورو یې غوښتي څو افغانستان ته د سولې د راوستلو په برخه کې رښتینې هڅې وکړې.
خلیلزاد دغه څرګندونې په خپل ټویټر لیکلې، د نوموړي په وینا؛ خوښ شوم چې د عمران خان او ولسمشر غنی تر منځ د تلیفوني مکالمې خبر اورم، دواړه لوري په دې قانع دي چې په افغانستان کې سوله کولای شي سیمې ته اقتصادي ګټې راوړي او د سیمې په نښلولو کې رول ولوبوي.
نوموړی وړاندې زیاتوي؛ همدغه ګډ لیدلوری کولای شي افغانستان ته سوله او ثبات راوړي.
یاده دي وي چې؛ تېره ورځ د ګډ حکومت د مشر ویاند «هارون چخانسوري» د اشرف غني او عمران خان تر منځ د تلیفوني مکالمې خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې؛ په یادو خبرو کې عمران خان ولسمشر غني ته د اسلام اباد د سفر بلنه ورکړه چې؛ د غني له لوري ومنل شوه او تمه ده په نږدې راتلونکې نوموړی اسلام اباد ته سفر وکړي.
د چخانسوري په وینا؛ له دواړو لورو به ډيپلوماټيکې ډلې د ولسمشر غني او عمران خان د لیدنې نېټه نهايي کړي.
دامریکاله بیری دوه مخالف زهنیتونه غوړمالی سره کوی عمران خان ښه پوهیږی چه اشرفغنی ملحداودامریکاایجنټ دی اوخپله عمران خان ځان ډیرټینګ مسلمان معرفی کوی اوتراوسه موږکمه بیدینی نده کی لیدلی دواړه دامریکادبیری مشران په عقیدوی ډول داوراواوبومثال لری عمران خان باید قرآنکریم په ترجمه ووایی ،ا لله فرمایی:هغه چه له مابیریږی بل له هیچانه بیریږی اوچه له ماماسیواله چابیریږی هغه له مانه بیریږی عمران خان باید غنی ملحد ته ووایی دافغانستان مظلوم اولس نورمه وژنه که واقعاًمسلمان دی دعوت دافغان اولس وقاتل ته ورکولویه ګناه اودټول ملت اودا لله دښمنی ده.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ